د رابعه او بکتاش منظومې یوشمېر هنري ارزښتونه

د رابعه او بکتاش منظومه، چې درې سوه کاله وړاندې مهین خلیل راژباړلې، د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د ګوته په شمار هغو منظومو په کتار کې راځي چې ددغه شعري صنف اطلاق پرې کیدای شي.
منظومه د شعر په ژبه د یوه داستان داسې بیان دی چې د کیسې د پیښو او څېرو د پیژندنې ترڅنګ د شعر هنري او شکلي ارزښتونه هم ولري. د شعر هنري ارزښتونه خوږه او عاطفي ژبه، تصویر نګاري، او ښکلا هستونه دي. شکلي ارزښتونه یې د ټاکلي شعري قالب د ځانګړتیاوو مراعت، وزن، د ژبې لنډون او آهنګین والی دی. په کلاسیکه شاعرۍ کې هم دواړه ارزښتونه د وزن پوهنې او بدیع و بیان په علومو کې خلاصه کیدې. خو د منظومه لیکنې لپاره، یوازې پر همدې دوو ځانګړتیاوو برلاسی کافي نه دی. د یوې بریالۍ منظومې د لیکلو لپاره د کیسې لیکنې پر رموزو پوهیدل هم ضروري دي، شاعر د خپلې منظومې کرکټرونه پیښې هنري لیدلوري او حتی د کیسې تلوسه داسې ټاکي چې په شاعرانه تصویرونو کې له خپلو ټولو جزئياتو سره ځای شي یعنې د شعر تلازمات نه ښایي داستان نیمګړي کړي او نه هم د داستان جوړښت، ډیالوګونه او د پیښو منطقي تړون د شعر پر کیفیت ناوړه اغیزه وکړي، منظومه لیکونکی په یوه لاس دوه هیندوانې لیږدوي. په شعري صنفونو کې منظومې ډرامې ډېر زوړ تاریخ لري، په لرغوني یونان او هند کې ډرامې د شعر په ژبه لیکل کیدې، چې هغو بیا ډیرې باریکۍ درلودې ځکه د ستیژ پر سر به لوبیدې او شاعر یې باید د داستان، شعري ارزښتونو او تیاتري ځانګړنو خیال ساتلای وای د سوفوکل پاچا ادیپ، د یورو پیدس د ټرای ښځې، په هند کې د کالیداس شکونتلا او نور داسې په لسهاوو مثالونه یادولای شو. د هومر ایلیاد او اډیسې، د فردوسي شهنامه د ګویته د فاوست تراژیدي، د دانته الهي کمیدي او نور داسې نړیوال شهکارونه ډېر دي چې د منظومو په قالب کې لیکل شوي دي.
په پښتو کلاسیکو ادبیاتو کې هم ځینې منظومې له پاړسي ادب څخه راژباړل شوي او ځینې ولسي نکلونه نظم شوي او آن تر دې چې سندرغاړو د ټنګ ټکور په مجلسونو کې د ولسي کیسو خوږې منظومې ویلي دي. د ځینو مشهورو عشاقو کیسې هم پخوانیو شاعرانو په نظم کړي دي.
رابعه او بکتاش یوه همداسې ژباړل شوې منظومه ده چې ښایي هنري ارزښتونه یې د کلاسیکو ادبي معیارونو په تول وتلل شي.
اجازه راکړﺉ په همدې پیل کې یې ووایمه چې ماته دغه ژباړه یوه آزاده ژباړه ښکاره شوه، مهین خلیل د شیخ فریدالدین په عطار الهي نامې کې دغه کیسه لوستې او بیا یې په پښتو نظم کړې ده، یعنې د کیسې طرح، اډانه یا خاکه د عطار ده خو په پښتو شعر کې یې هنري بیان د مهین خلیل دی، لنډه دا چې کلمه د کلمې یا بیت د بیت ژباړه نه ده.
له همدې امله یې د هنري ارزښتونو یوه برخه د مهین خلیل ملکیت ګڼلی شو. په منظومه کې د شاعرانه تصویرونو لپاره د ایجاد بسترونه دوه دي چې یوه برخه یې په داستان او بله یې په شعر پورې مربوط دي. داستاني تصویرونه هغه عیني موقعیتونه دي چې پیښې او څیرې په کې انځوریږي. او شعري انځورونه، دواړه عیني او ذهني تصویرونه دي چې شاعر یې د ښکلا په خاطر ایجادوي.
دواړه بیلګې به د رابعه او بکتاش په منظومه کې وګورو، یو شاعرانه انځور:
کج ابرو یې هسې ضم وو
چې خوبان ډېر ورته خم وو
چې یې نوې میاشت کتله
میاشت به ټیټه څښیدله
چې به نمر په مشرق سر که
دې به څخو پرې نظر که
له هیبته په لړزان شه
په وریځ کې به پنهان شه
کج باڼه ددې دراز وو
ګویا جوړ ناخون د ناز وو
وګورﺉ دا برخه چې د رابعې د ښایست توصیف دی د داستان له پرمختګ سره کومه مرسته نه کوي، مګر د شعر د هنري تمثیل لپاره او دا چې اوریدونکی د رابعې ټول ښایست درک کړای شي، کارول شوی دی. دا برخه د منظومې د شاعرانه انځور هستونې یوه برخه وه. مګر لاندینۍ تصویر جوړونه د منظومې په داستان پورې اړه لري وګورﺉ:
الغرض بادشاه رنځور شه
درست جهان په ده تنور شه
امیران یې واړه ټول کړه
چپ و راس یې تر ځان شپول کړه
شهزاده یې وبالنه
نصیحت یې ورته کنه ...
نور یې لاس د لور په لاس کړ
شهزاده په لاس یې پاس کړه
هم ژړل، هم یې سپارله
چې پرده باندې کېدله
وګورﺉ دا د کیسې یوه صحنه انځوروي، لوستونکي کولای شي دغه داستاني برخه د سینما د پردې په څیر په خپل ذهن کې تصویر کړي، داسې تصویر هستونه د شعري ضرورت پخاطر نه، بلکې د داستان د عاطفي بیانولو لپاره ترسره کیږي.
د شعر په کلماتو کې داخلي موسیقي د څو سره ورته حروفو راوستل دي چې هم په کلاسیکو او هم په معاصرو شاعرانو کې دود دی، دا کار که په لوی لاس وشي تفنن او تصنع ته خبر وځي خو که په طبیعي ډول راشي د ژبې ښکلاییز صفت ګڼل کیږي.
مهین خلیل په خپلې دغې منظومې کې داسې برخې لري چې ترڅنګ یې ځینې بدیعي صنعتونه هم کارولي دي، وګورﺉ:
نام، ناموس یې د پلار هېر شه
ناست ولاړي په بل سېر شه
عین یې عقل د سر ورک که
قام قبیل یې واړه سپک که
شین چې شرم ترې بدر که
نوم یې بد د خپل پدر که
اول خو د (نام ناموس- ناست) (عین عقل) (قام- قبیل) (شین شرم) کلمات د شعر د داخلي موسیقي له نظره جالب ځایونه لري او په دوهم قدم کې (عین) هم د الفبا یو حرف په توګه چې د عقل په پیل کې راځي او هم د سترګې په مانا، چې دلته د سترګو نظر له سړي عقل ورکوي، له کلماتو سره ښکلې لوبه ده همداراز شین د شرم د سر حرف او همداراز د شین رنګ په مانا ښکلي کارول شوی دي.
د مهین د منظومې ژباړې د منظره کشۍ قوت هم د پام وړ دی، سره له دې چې دغه شاعر ساده ژبه کارولې ده او تر ډیره حده یې د کیسې تصویرونه داسې تمثیل کړي چې په کلاسیکه شاعرۍ کې رواج وو، خو د عیني تصویرونو په رامنځ ته کولو کې یې هغه میتودونه مراعت کړي چې په معاصره شاعرۍ کې دود دي. د مثال په توګه د عمومي یا اصلي او په بله ژبه د لوی تصویر د رامنځ ته کولو لپاره یې واړه یا فرعي تصویرونه بشپړ کړي او بیا یې یو د بل ترڅنګ په تنظیمولو سره لوی تصویر ورڅخه جوړ کړی، دا په منظومه لیکنه کې یوه مهمه تخنیکي مسئله ده. راځئ ددې ادعا د ثبوت لپاره د مهین د منظومې یوه برخه راواخلو چې د بلخ د پاچا د ماڼۍ او باغ یو ژوندی تصویر ارائيه کوي او همدا لوی تصویر له ګڼو وړو انځوریزو برخو څخه رامنځ ته شوی دی.
د بادشاه د کوره وړاندې
عظیم باغ و جوی ترې لاندې
په دنیا چې وو ګلونه
همګي په ده کې وونه
ښې خوږې ونې باردارې
هم په ده کې وې نامدارې
چې په دوی پورې مېوه وه
تر مصري نبات خوږه وه
مېوې ډېرې چینار هم وو
په هر لور پکې ولې وې
ولې نه جوړې بیلې وې
منقشې په کنار وې
فوارې پکې بې شمار وې
د جنت په ترا جوړ و
جنت لوی دا ځینې ووړ و
څو بنګلې پکې عظیم وې
مرصع په زر و سیم وې
منقش پکې مرغونه
ښه ځوانان خوبرویه جونه
مصفا واړه ښه شان وې
پورته لوړې په ایوان وې
چې سړی به پاس پرې شنه
خاص دیوان به یې لیدنه
تماشا په باغ دننه
د بادشاه د خور دستور و
دا د ستورې مشهور و
چې به باغ له مدام تلله
تماشا به دې کوله
سهیلۍ به ورسره وې
په هر باب کره سره وې
هم به زنګ هم داریالونه
هم سرنا هم به ډولونه
په هر وقت به غریدنه
دې به جشن هورې کنه
دې به کړه د سوز بیتونه
دوی ویل په الحانونه
چې الحان به دوی آغاز کړ
بلبلانو به پرواز کړ
یا به ناستې وې چپ غلې
تر آوازې شرمېدلې
هم شراب هم به کباب و
هم پیالې هم به رباب و
په هر لور به شوې نوشلې
صراحۍ به خندیدلې
باغ به جوړ ارم جنت شه
ترې به به په هر زینت شه
زما له نظره د مهین خلیل دغه منظومه ژباړه د پښتو شاعرۍ په کلاسیکه دوره کې د شعري تصویرونو د مطالعې لپاره یوه ښه بیلګه ده او موږ کولای شو په پښتو شاعرۍ کې ددغې برخې په تاریخي څیړنه کې ورڅخه یوشمېر بیلګې انتخاب کړو.