ولسمشر غني ته د شهزاده کريم اغا خان

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د اسماعيلي شیعه ګانو اوسني امام والا حضرت شهزاده کريم اغا خان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پته ليک لېږلی او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي،  چې په دې ليک کې نوموړي د جمهوررئیس غني د لوړې په مراسمو کې د خپل دایمي استازي په ګډون خوښي ښودلې، ليکلي يې دي: تاسو ته ډاډ درکوم چې اغاخان انکشافي شبکه افغانانو ته د هوسا او سوکاله راتلونکې برابرولو په برخه کې د تېر په څېر د خپلو همکاريو دوام ته ژمنه ده.

هغه څرګنده کړې چې د اغاخان انکشافي شبکې بنسټونو خپلې هڅې په ملي کچه کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره متمرکزې کړې دي.

والا حضرت کريم اغاخان په دې ليک کې څرګنده کړې چې په وروستيو کې د اغاخان انکشافي شبکې پلاوي د افغانستان د عامې روغتيا وزير سره کتلي چې له اړوندو دولتي ادارو سره په همکارۍ د يادې شبکې د ټوليزو هڅو ډاډ ورکړي.

هغه د دې ليک په پای کې ليکلي: زه وضعيت له نږدې څارم او تاسو ته ډاډ درکوم چې په اوسنيو شرايطو او راتلونکې کې به له هرې ممکنه لارې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړم. زما دايمي استازی کولی شي له تاسو سره په دې برخه کې په افغانستان کې د اغاخان د فعاليتونو او په لا ډېره پراخه کچه کويډ ۱۹ ويروس خپرېدو اضطراري حالت سره د مبارزې په اړه معلومات شريک کړي."

کریم اغا خان،  د اسماعيلي شیعه ګانو اوسنی امام دی چې د نزاریه ډلې پورې تړلی دی. د نظاریه ډلې لارویان تقریبا ۱۵ مېلیونه وگړي تشکیلوي چې د شیعه گانو ۱۰٪ مجموعه جوړوي.