مسکو کې افغان سفارت لکه چې هلته افغان محصلين هېر کړي وي!؟

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نړۍ هېوادونو يو بل سره خپلې پولې وتړې او تګ - راتګ يې بند کړ. د نړۍ هېوادونو هغه خپل وګړو پسې چې  نورو هېوادونو کې بند پاتې وو، ځانګړې الوتکې ولېږلې  ترڅو کورونو ته يې ستانه کړي. 

افغانان محصلين بيا له چين نېولې تر هندوستان، روسيې، ايران، پاکستان، ايټاليا او نورو هېوادونو کې له کرونا وراېخوا له لسګونه نورو ستونزو سره هم مخ دي. 

د مسکو دوستۍ پوهتون څخه يو شمېر محصلينو چې شمېر يې تر ۳۰ رسيږي  روهي ته ويلي دي، چې له تېرو څو اوونيو د پوهنتون په شپې غالي يا ليليه کې اوسي؛ افغانستان ته د بېرته تګ ستونزه يوه خوا، د اقتصادي وضعيت خرابولی او ور سره پيسې هم خلاصې شوې دي. 

دوی شکايت کوي چې د سهار او بيګاه ډوډۍ ورته په نيمه نس ورکول کيږي او ورسره د ګڼيز چاپيرال پر اساس په کرونا د اخته کېدو شونتيا يې هم ډېره ده. 

دغه محصلين هلته د افغانستان په لوی سفارت نيوکه کوي، چې د حال پوښتنه يې نه کوي او بد وضعيت کې کرار لري.