د جنوبي کوریا واکمن ګوند پارلماني ټاکنې وګټې

روهي(جمعه/۲۸ وري)و د جنوبي کوریا د انتخاباتو د ملي کمیسیون په وینا د کروناویروس د خپریدو د ویرې سربیره په ټاکنو کې د خلکو ګډون په تیرو ۳۰ کلونو کې بیساری و او ۶۶.۲ فیصدو وګړو په کې برخه اخیستې وه.
 
د جنوبي کوریا واکمن  دا پایلې وګټلې،دا انتخابات پداسې حال کې وشول چې دغه هیواد د کروناویروس د خپریدو د مشکل په وړاندې په مبارزه بوخت دی. د رپوټونو له مخې څه دپاسه ۱۷ میلیونه کسان د چهارشنبې په ورځ د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او شاوخوا ۱۱.۸ میلیونه کسانو دمخه په مستقیمه او یا هم د پُست له لارې رای ورکړې دي.
 
په جنوبي کوریا کې تر دې مهاله ۱۰۶۱۳ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۷۶۱۶ تنه یې بیرته روغ شوي او ۲۲۹ تنه مړه شوي دي. د جنوبي کوریا مقاماتو د رای اچوونې د بهیر په ترڅ کې د رای اچونې ټول مرکزونه دواپاشي کړي و او رای ورکوونکو د ماسکونو، دستکشو او په لاسونو باندې د عفونیت ضد موادو د وهلو سربیره یو له بل څخه یو متر ټولنیزه فاصله هم ساتله.