د افغانستان انټرنيټي خدماتو ته په کتو د انلاين زده کړو روان بهير

د کرونا ناروغي د کنترول په موخه د نړۍ په ټولو هيوادونو او افغانستان کې د ژوند د نورو برخو ترڅنګ هر ډول علمي او تعليمي ادارې هم ځنډول شوې، او د زده کړې ټولې چارې ښايي لاهم د ځنډ ښکار شي. د نړۍ د نورو پوهنتونو په شان افغانستان کې هم د لوړو زده کړو وزارت د انلاين يا انټرنيټي زده کړو د جريان فيصله وکړه چې د پوهنتونونو استادان به محصيلانو ته د انټرنيټ په مرسته د زده کړې زمينه برابروي، خو د څو اونيو له تيريدو وروسته هم ګڼ شمير محصيلان ان ددې سيستم څخه خبر هم نه دي، د زده کړې او تعقيب جريان خو لا لرې ښکاري؛ يو شمير نور محصيلان بيا د بې کاره او اسماني بيه انټرنيټ څخه سر ټکوي او د زده کړې روان انلاين سيستم په بشپړ ډول ناکام بولي، دوى ګيله کوي چې د انټرنيټ د لوړو بيو او ټيټ کيفيت سره نه شي کولاى د استادانو له لوري د ورکړل شويو ادرسونو له لارې د زده کړې او مطالبو څخه برخمن شي؛ له دې ځايه داسې نه ښکاري چې د وزارت له لوري ټاکل شوى روان سمستر کومه نتيجه ورکړي، لامل يې دادى چې ګڼ شمير محصلين د لرې پرتو سيمو د انټرنيټ د نه موجوديت او هم د انټرنيټ له شتون سره د هغه ټيټ کيفيت له کبله نه شي کولى د محصلينو د پام وړ ستونزې حل و فصل کړې؛ لوړو زده کړو وزارت چې ددې زده کړو بنسټ يې کيښود، ښايي په دا ډول راپيښو ستونزو او چلينجونو فکر نه وي کړى چې لوى تاوان يې اوس  محصل ته رسيږي.

لوړو زده کړو وزارت نه يوازې ددې ډول زده کړو د جريان او پرمختګ لپاره د پام وړ کار او زمينې نه دي برابرې کړې بلکې ددې ستونزو د حل په موخه هم لا تراوسه پاتې راغلى دى.

د نړۍ په نورو پرمختللو هيوادونو کې د پوهنتونونو استادان او محصلين د ټولو اسانتياوو او سهولتونو څخه برخمن دي او په ډيرې اسانۍ سره کولى شي خپلې زده کړې په ډير اطمينان او بشپړ لاسرسي سره پرمخ بوځي، په هغه هيوادونو کې د بې کچې ارزانه انترنيټ او لوړ کيفيت سره د انلاين زده کړو سيستم په ښه توګه عملي کيږي؛ خو د افغانستان په شان هيواد چې د ژوند د لومړنيو اسانتياوو شتون هم خورا سخت دى، انټرنيټ او پوښښ يې لا ډير کار او زيار ته اړتيا لري ترڅو د انلاين زده کړو بهير په بريالۍ توګه سرته ورسيږي؛ خو دې ډول ستونزو ته په کتو به وګورو چې وزارت ددې ډول زده کړو جريان ته ادامه ورکوي او که د محصلينو ستونزو ته په کتو کوم بل اقدام ترسره کوي؛ ښايي وزارت يې تر راتلونكې مياشتې پورې ځواب کړي، او که همدا انلاين زده کړې په همدې ټيټ کيفيت  تر پايه عملي شي نو، دا به د محصلينو د زده کړې په حق کې لويه جفا او ظلم وي چې د تاريخ لوستونكي به بيا په دا ډول خدمتونو د لوړو زده کړو وزارت لوى خيانت کوونکى او پړ وبولي.