عقیده او نظریه ( پېژندنه او توپیر)

عقیده او نظریه د تولنیز ژوند مل د ډېر اغېز او ارزښت وړ موضوعګانې دي. داسې چې زمونږ په ټولنیز ژوند کې باورونه تینګوي او ځینې مهال د ډېر حساسیت وړ هم ګرځي.

عقیده او نظریه مهمې او د ارزښت وړ سوژې دي. د دې دوه موضوع ګانو شننه ډېر زیات بحث او څېړنې ته اړتیا لري د نړۍ سترو علماوو پدې اړه لوی لوی کتابونه لیکلي دي. همدا راز پدې اړه په شوو څېړنو لا هم نیوکې شته زه غواړم پدې مقاله کې یوازې د عقیدې او نظریې تعریفونه او توپیر په لنډ ډول درته وړاندې کړم.

د عقیدې او نظر یې په اړه په لوړه او ټیټه کچه بحثونه او شننې شوې دي. ځینې عقیده او نظریه خور او ورور بللي، ځینې یې په سیاسي او اقتصادي پولو سره بېلوي، ځینو په تیوریکي لحاظ دیني سوژې بللې او ځینو عقیده دیني نظریه سیاسي بللې ده.

په هر صورت زه غواړم پدې مقاله کې لاندې دريیو بنسټیزه پوښتنو ته ځوابونه و مومم.
لومړی: عقیده څه ده ؟
دویم : نظریه څه ده ؟
دریم : د عقیدې او نظریې توپير څه دی؟

خدای (ج) یو دی. د حساب او کتاب ورځ یا قیامت راتلونکی دی. پس له مرګه بیا ژوندي کیږو. جنت او دوزخ شته دی او نور هغه ټول موضوعات چې الله (ج) یې ذکر کړی او یايي د خپل رسول په واسطه تر مونږ پورې راسولي دي.  په اړوند ټولو پیغامونو او حکمونو مونږ باور لرو، اعتقاد پرې لرو، زړه پرې تړو، پدې موضوعاتو کې کمی او زیاتی نه راځي او نه چاته پکې د لاس وهلو حق شته دا زمونږ عقیده ده.

عقیده چې په انګلسي کې ورته (Fsith Belife) د تړلو، غوټه اچولو، قلف کولو، کلکولو ما ناوې هم ورته کارېدلې دي.

احمد جنید مبارز وايي عقیده هغه ټینګ او کلک باورنه دي چې زړه یې ټولوي او مني یې.
کلايي اعتقادي بیا وایي عقیده له عقد څخه اخستل شوې چې د غوټه شوې مانا ورکوي او له عقل او نفسونو را غوټه شوې ده.

نوموړي وايي عقیده کېدای شي له عقیل، علم ، زړه ، منطق، فطرت څخه وي یا هم له جهل، تعصب او نورو څخه.

استاد مطهری بیا د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د تفکر او عقیدې په اړه ترې شوې عقیده یې داسې ځنځیر او حلقه یاده کړې چې بشر یې پرته له تفکر او لامل څخه  ومني او غاړه ورته کیږدي.

نثار مظلوم په خپل کتاب ملي هیلې او اړتیاوې کې بیا وايي عقیده د بشر هغه احساسات دي چې په هغه کې د بشر پوهه او دلیل شا مل نوي، بلکي څه چې وي هغه باید کټ مټ ومنل شي.

د عقیدې په اړه پورته نظرونه سره نیږدوالی لري، په ټوله کې هوکړه داده چې عقیده له انساني دلایلو، پوهې او نظریاتو پرته باید ومنل شي.

له دې ټولو په الهام باید ووایو چې عقیده د بشر هغه احساسات، باورونه، اعتقادات، ډاډ منتیاوې دي چې د بشر پوهه، دلیل، تفکر پکې شامل نه دی او په پوره ډول منل کیږي.

د ښې او بدې عقیدې موضوع هم مهمه ده دا چې عقیده ځینې وخت د جهل پر بنا وي، ځینې وخت د تعصب پربنسټ؛ دا هم عقیده ده خو سمه او ښه عقیده نده. زمونږ مسلمانانو لپاره ښه عقیده داده چې د خدای ج په وحدانیت ایمان ولرو، د خدای ج قران او د محمدي سنتو پیروي وکړو.

زمونږ په دین کې پس له مرګه ابدي ژوند د عقیدې په ډول شته د قیامت د ورځې یا حساب په ورځ باور لرو دا زمونږ عقیده ده پدې اقوالو کې زمونږ ذهني او فکري څېړنه شامله نده ولې منلې مو ده.

نظریه د انګلسي ژبې د ایدیالوژي کلیمي مانا ده . آیدیالوژي د آیدیا (Idea) نه اخیستل شوې چې مانا یې غوره او ښه ده. نظریه فکر، تصور، اند  دی.

استاد مطهري وايي نظریه د انسان د استعداد، تفکر پایله ده.
نثار مظلوم بیا نظریه د بشر دفکر، درک او تصور څخه رامنځته کېدونکې بولي.
مونږ ویلای شوو چې نظریه د بشر او انسان د فکر محصول دی. نظریه د بشر د تفکر، درک، تصور، استعداد، پوهې، شعور پایله ده چې په ټولنه کې یې د بېلابېو دینې، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي برخو کې وړاندې کوي.

نظریه لرل یا نظریه ورکول د راټوکېدونکې موضوع، د انسان درک، په ټولنو کې د منل کېدو او نه قبلېدو بڼې بو له بله سره توپیر لري. 

نظریه او عقیده دوه بېلې موضوع ګانې دي.
عقیده باور، اعتقاد، ډاډ منتیا ده خو د انسان د فکر او تصور دلیل پکې نشته.
نظریه د انسان یا بشر فکر، سوچ او زیار ایستنه ده.
عقیده د وخت پابنده نده یانې د کومې زمانې او وخت اغېز پرې نشته.
نظریه د وخت، شرایطو، موضوعاتو په توپیر بدلون مومي.
عقیده دایمي ده . نظریه د مهال او غوښتنو سره سمه بدېلدونکې ده.
عقیده اعتقادات او کلک باورنه دي. نظریه د خلکو عکس العملونه دي.
وايي عقیده د یوې بنسټیزې او استواره کلا په څېر ده چې څلور واړه دیوالونه یې محکم جوړ شوي دي. له خپل ځای څخه نه خوځيږي. انسان د دې څلور دیوالونو په د ننه کې د فکر، تصور سره سمه آبادي کوي. دا چې څومره خونې پکې جوړوي. څنګه یې جوړي، څومره کړکۍ ګانې ورکوي، څنګه رنګونه ورکوي دا هرڅه بیا د بشر په تصور پورې اړه لري په یاده برخه کې خپلواک دي چې دا سمبالتیا څنګه کوي د کور یا قلا څلور دیوالونه د عقیدې مثال ګرځولای شوو چې هروخت قایم او دایم وي افراط او تفریط نه مني د ننه آبادۍ یې د نظریې مثال لري. 

اخځونه:
مظلوم نثار (ملي هیلې او ملي اړتیاوې)
مبارز جنید د عقیدې په اړه نظریات
استاد مطهری د عقیدې او تفکر په اړه ځوابیه