هېڅکله مه تسلیمېږه- دويمه برخه

هېڅکله مه تسلیمېږه کتاب د جک ما خپلې خبرې دي، جک ما د نړۍ په کچه تر ټولو لوی شتمن کس دی. هغه چینايی دی. اوس مهال تر ۲۱،۸ میلیارده تغده پانګه لري. د جک ما اړونده خبرې چې نوموړي په خپله ژبې کړې سوک لي او باب سانګ راټولې کړې او عبدالله عابد پښتو
کړي دي.
 
مه تسلیمېږه کتاب ما ولوست د ګټې وټې، کاروبار، ژمنتوب، په ځان د باور په اړه پکې معقولې خبرې شوې دي.  غواړم چې د دې کتاب د غورچاڼ دویمه برخه درسره شریکه کړم که تاسې د ټولو کتاب لوستلو لپاره علاقه یا وخت نه لرئ دا غورچاڼ یې درسره لوستلی شئ.
 
۴۱. د یوه رهبر او مدیر په توګه ستاسې مفکوره دا وي چې بهر ووځئ او نوره نړۍ وګورئ د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې وینئ یې او ترسره کوی یې.
 
۴۲. د یوه رهبر بله ځانګړنه دا ده چې د خپل ټیم د هر غړي ځانګړي مهارتونه کشف او ومومي.
 
۴۳. په نړۍ کې بد کارکوونکي هيڅ شتون نه لري بلکي بد رهبران او بد سیستمونه شتون لري.
 
۴۴. د ماسټرۍ له دوه کلنې دورې وروسته هغه څه باید شاه ته پرېږدی چې کوم مو زده کړي وي، تاسې اړ یاست چې د عمل په ډګر کې وځلېږئ.
 
۴۵. ته باید خپل ټیم داسې وپالې چې سنجونه، نوښت او لیدلوری ولري.
 
۴۶. هغه چې تېروتنه نه کوي هغه د کمپنۍ عامل مدیر ندی. هر بریالی انسان له ناهیلو او تېروتنو سره مخ دی.
 
۴۷. لس کاله وروسته زه اوس د دې جوګه یم چې د ستراتيژیانو او تکتیکونو په اړه خبرې وکړم.
 
۴۸. د استعدادونو ترڅنګ څلور ځانګړنو درلودو ته اړتیا ده، د امانت ساتل، ټیمي روحیه، سازش او خوشبیني.
 
۴۹. د کار کوونکو درناوی په مستقیم ډول د کمپنۍ له لید لوری سره اړیکه لري.
 
۵۰. د دې لپاره چې بریا ته ورسبږئ نوباید منفي اوسېدل او منفي فکرونه کنترول کړئ او مثبت اوسيدل او مثبت فکر رامنځته کړئ.
 
۵۱. زه د کمپیوتر په اړه هیڅ نه پوهیږم نوځکه زه ځوان نسل ته وایم چې که جک ما بریالی دی، تاسې اتیا سلنه بریالي کېدای شئ.
 
۵۲. که چېرې ته د یوې ناکامۍ د لامل په اړه د فکر کولو په ځای افسوس کوې، نو ته به د تل لپاره د افسوس په حالت کې یې.
 
۵۳. د دې لپاره چې سبا وځلېږئ او وغوړېږئ نن باید تېروتنه وکړئ یوازې دا هڅه کوئ چې تېروتنه تکرار نکړئ.
 
۵۴. پیاوړتیا له ناکامیو څخه جوړیږي.
 
۵۵. وروستۍ بریا له خورا دردونکو تجربو څخه تر لاسه کیږي.
 
۵۶. زما لپاره تر ټولو سخته شېبه هغه مهال وه چې په جرمني کې مو د ۱۵۰۰ کسانو لپاره څوکۍ کېښودې، خو یوازې درې کسان غونډې ته حاضر شول. زه ډېر خجالت شوم خو بیا هم خپلې وینا اورولو ته ژمن وم.
 
۵۷. له کړکیچ سره به مبارزه کې پدې فکر وکړئ چې څرنګه په لومړي سره کې.
 
ستاسې مشتریان او وروسته کارکوونکي اغېزمن کیږي.
 
۵۸. په ژوند کې سیالي حتمي ده. دا یوه له کړاو ډکه لړۍ ده.
 
۵۹. له خپلو سیالانو سره جګړه مکوه بلکي غېږه ورته پرانیزه او د هغوی د مفکورې زړي تحلیل کړه.
 
۶۰. که هرڅه په پیسو ګټل کېدای نو بانکونو به اوس تر ټولو سترې نړیوالې کمپنۍ په واک درلودې.
 
۶۱. علي بابا د پنګټنزسیند کې د یوه وړوکي ماهي په څېر دی. نوله یوې تمساح سره یې جګړه د ماتې په ماناده. نه.
 
۶۲. ځیني وايي ښايي سیالې کمپنۍ علي بابا ته ماتې ورکړي زه وایم نه ښايي زمونږ بې لاریتوب مونږ ته ماتې راکړي.
 
۶۳. یوه ایکو سیستم ته فکر وکړئ خپل مقابل لوري سره په سیالۍ کې د وړونکي،وړونکي په توګه ولوبېږئ.
 
۶۴. دا دخواشینۍ ځای دی چې علي بابا رقیب نه لري،مونږ اوس د رقیب یا سیالو کمپنیو په لټون پسې ستړي یو.
 
۶۵. په کمپنیو کې یوازې د ډېرو پیسو پانګونه اړینه نده د فکر پانګونه هم د ارزښت وړ ده.
 
۶۶. تل د دې لپاره فکر کوئ چې مبارزه ولې کوئ او د چا لپاره یې کوئ.
 
۶۷. تل لومړی، دویم یا دریم اوسه . د دوه کلونو به ترڅ کې په دریم ځای کې پاته کېدل او دویم ځای نیولو کې پاته راتلل پدې مانا چې باید خپله معامله وتړو.
 
۶۸. د یوې سمې ستراتیژۍ له مخې باید سیالي یوه لوبه وي نه کړاو.
 
۶۹. دا ډېره ستونزمنه ده چې یو فیل ټول میږیان په لغتو ووژني.
 
۷۰. نور خلک ښایي ستاسې د کار بڼه کاپي کړي خو ستاسې صبر، استقامت او لېوالتیا نشي کاپي کولای.
 
۷۱. د هغې پانګوالو که خوښیږم یانه خو دوی پر ما ټول ګران دي.
 
۷۲. ښایي په نړۍ کې مونږ د پیسو ترټولو ښه سپماکوونکي و اوسیږو ځکه مونږ ډېر کلونه غریب پاته شوي یو.
 
۷۳. د پانګونې لپاره سمې کمپنۍ موندل داسې وي لکه د ژوند د جوړې انتخابول.
 
۷۴ . کله چې ته د یو میلیون دالرو څښتن یې دا ستا پیسې ندي بلکي دا له تا څخه د خلکو تمه ده.
 
۷۵. په هغه څه چې مونږ باور لرو هغه سم دي.
 
۷۶. فرصت په خطر کې شتون لري.
 
۷۷. د درېیو پوښتنو په اړه فکر وکړئ : څه کول غواړئ ؟ څه باید وکړئ؟ په څومره وخت کې یې ترسره کوئ؟
 
۷۸. پیسې مهمې ندي، ستا فکر، خیال او موخه مهمه ده.
 
۷۹. دا یوازي تکنالوژي نده چې نړۍ بدلوي دا ستا فکر، خیال او موخه ده.
 
۸۰. ما کار له صفر پیل کړ، پانګه اچونه قوي هوډ او ټیمي کاردی.
 
۸۱. وړې کمپنۍ پرخپل کار او فعالیت تکیه کوي، منځنۍ بیا په خپله اداره او مدیریت لویې کمپنۍ بیا پرخپل ټیمي کار تکیه دي.
 
۸۲. زه هيڅکله نه وایم چې زه بریالی یم بلکي دا وایم چې زه د ډېرو ستونزو او ننګونو فاتح یم.
 
۸۳. د دې لپاره چې یو نوښتګر و اوسیږئ نوباید فشار، نیوکو او یوازیتوب لپاره چمتو و اوسېږئ.
 
۸۴. زه پدې اړه فکر نکوم چې نور مونږ ته په کومه سترګه ګوري. مونږ پدې اړه فکر کوو چې نړۍ ته څه ډول وګورو.
 
۸۵. په ځوان قشر باور وکړئ. د دوی په نوښتونو باور وکړئ . دوی هره ورځ بدلون رامنځته کوي او نوښتونه بدلوي.
 
۸۶. د علي بابا کلیمي تلفظ د نړۍ په ټولو ژبو کې آسانه دی. دا مسئله زمونږ ټول بالقوه پېردونکي هڅوي چې مونږ ومني او زمونږ ویباڼه وکاروي.
 
۸۷. په رسنیو باور مکوئ، رسنۍ مو یوه ورځ لوړو ته خيژوي او بیا مو په ځمکه نسکوروي. عادي اوسېدل ښه دي.
 
۸۸. زه ځکه نیکمرغه یم چې که له کمپنۍ ووځم هم د یوه تلیفون له لارې دېرش میلیونه دالر کمپنۍ ته تر لاسه کولای شم.
 
۸۹. انټرنیټ مونږ ته یوه وسیله ده ولې دا له پامه مه غورځوئ چې انټرنیټ خورا ځواکمن دی.
 
۹۰. سوداګري یوه آزادي ده. سوداګري د بشر حق دی. سوداګري باید د نورو ملتونو په وړاندې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
 
۹۱. هیڅ بد صنعت شتون نلري خو بده سوداګري شتون لري.
 
۹۲. د پیسو مصرف یې تر ګټلو ډېر ستونزمن دی.
 
۹۳. خیر ښېګڼه باید د شهرت لپاره ونه شي بلکي په پټه اوپرته له نوم اخیستو ترسره شي.
 
۹۴. د هغه څه چې مونږ یې د خلکو په منځ کې د رامنځته کولو په هڅه کې یو هغه ځیرکتیا او پوهاوی دی.
 
۹۵. دا چې د چا تېروتنه ده ! پدې اړه د شکایت کولو لپاره ډېره ناوخته ده، راځئ چې په ګډه د ستونزو د حل لپاره کار وکړو.
 
۹۶. درېیمه نړیواله جګړه پیلېدونکې ده. دا جګړه به د ملتونو ترمنځ نوي. پدې جګړه کې به مونږ په ګډه د ناروغۍ، بې وزلۍ، اقلیم بدلون په وړاندې ودریږو. زه باوري چې دا جګړه پيښیږي راځئ یو بل ته لاس ورکړو.
 
۹۷. د خپل ځان د پرمختګ لپاره هڅه کوئ او په دومداره ډول زده کړه کوئ. د خپل ژوند د وضعیت په اړه خدای او نورخلک مه ملامتوئ.
۹۸. په خپلو باورنو ټینګ اوسه، مطالعه کوه له مخې یې سمې چارې ترسره کوه.
 
۹۹. اوږد واټن، خنډ ستونزه نده چې موخې ته رسېدل ورپورې تړلي وي. ستونزه ددغې واتن د لرې والي په اړه نه پوهاوی دی.
 
۱۰۰. هغه څه ترسره کړه چې ستا مفکوره او خیال په واقعت بدلوي.
 
۱۰۱. هغه څه چې په هالیود فلمونو کې زما خوښیږي هغه د فلم اتلان دي. په چینایي فلمونو کې مونږ اتلان لرو خو مري. په امریکايي فلمونو کې ژوندي پاته کیږي. نوزه وایم چې اتل پاته کېدل بیا څه شول.
 
۱۰۲. کلونه وړاندې ما غوښتل نړۍ ته بدلون ورکړم خو اوس وایم چې لومړی باید ځانته بدلون ورکړم.
 
۱۰۳. جک ما د چين په زیجینګ په ولایت د هنګزهو په سیمه کې د لرغونو کیسو د ویونکو پلار او مور څخه زیږدلی دی.
پای
 
زه رحمت ګل عمری پدې باوری یم چې جک ما  یو انسان دی، ته هم انسان یې هم مسلمان د خپل هیواد او ملت د بریا لپاره آراده وکړه، استقامت وښیه هم خپل خدای راضي کړه او هم خپل افغان ملت.