تورن جنرال تادين خان: طالبانو ولسي خلک د حکومتي سرتيرو په نوم خوشي کړي 

روهي (دوه نۍ/۲۵  د وري)، د کندهار امنيه قومندان تورن جنرال تادين خان وايي چې تېره ورځ د طالبانو له بند ازاد شوي ۲۰ کسان حکومتي پوځيان نه بلکې ولسي خلک دي چې د پوځيانو په نوم يې خوشي کړي دي. 

نوموړي  په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، "زمونږ د جلب او جذب څانګې په دې اړه پلټنې کړې دي ا خوشي شویو کسانو کې پوځیان نشته، بلکې ټول عادي ولسي وګړي دي."

طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په ټوېټر هغه انځورنه رسنيز کړل او ليکلي وو چې د کابل اداري شل عسکر يې ازاد کړل. 

د يادونې ده چې افغان حکومت هم تر اوسه درې ځلې د طالبانو سل - سل بنديان خوشي کړي او تازه يې تېره ورځ ۶۱ نور طالب بنديان هم خوشي کړل.