جنرال خوشحال سعادت د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب له خوا رسماً معرفي شو 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب نن ورځ د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدي د رئيس په توګه جنرال خوشحال سعادت په رسمي ډول معرفي او دنده يې پيل کړه. 

د ملي امنيت شورا له خوا په نشر شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي‌امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، نن مل پاسوال خوشحال سعادت د عامه ساتنې د ملي تصدي د عمومي ريیس په توګه د دغې تصدي کارکونکو ته معرفي کړ.

د ملي امنیت سلاکار د عامه ساتنې د ملي تصدي د نوي رییس په پی‍ژند غونډه کې په دغې تصدي کې د ځان بسیاینې په موخه د اصلاحاتو او د عوایدو د زیاتیدو نه ستاینه وکړه او وویل، چې دغه لاسته راوړنې کافي نه دي او هیله ده چې نوي رییس خوشحال سعادت دغه تصدي، ملي او نړیوالو معیارونو ته په کتو برابر او لا منظم کړي.

ډاکټر محب وویل، اړینه ده چې د عامه ساتنې ملي تصدي لا زیات مسوولیت منونکي شي او داس‍ې خدمات وړاندې کړي چې نور د ملي، نړیوالو او خصوصي لویو پروژو د امنیت د تامین په موخه بهرنیو کمپنیو ته اړتیا نه وي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي د پولیسو په تقویت او په دغه سکتور کې د غښتلي کدرونو په پیژندنه کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي‌امنیت سلاکار له ملاتړه مننه وکړه.

نوموړي‌ دغه راز د عامه ساتنې د ملي تصدي د مخکینی رییس ښاغلی باوري له کارونو مننه وکړه او ښاغلی سعادت ته د چارو په پرمخ بیولو کې د بریا هیله څرګنده کړه."