څه دي او یو له بل سره څه توپیر لري IgG او IgM

مخکې لدې چې د کورونا په وژونکي ناروغۍ باندې تخصصي او وروستۍ نړیوالې څیړنې له تاسو سره شریکې کړم ومې غوښتل چې د انټي باډیګانوپه هکله چې تاسو به یې نن سبا ډیرې اورئ او یا به ورسره کله کله د لابراتواري معایناتو د پایلو په ورقو کې مخ شوي یاست ، او لدې څخه وروسته به یې د کورونا په بحثونو کې ډیرې واورئ یو څه لنډ مالومات درکړم ، چې د دې انټي با ډیګانو مهمې یې عبارت دي له IgG اوIgM څخه.

Ig G  او IgM یا ا میونوګلوبولین Immunoglobulin یو ډول پروټیني مواد دي چې د معافیتي سیستم پواسطه جوړ او د هغو انتاناتو په وړاندې چې زموږ بدن ته ننوځي او زموږ ژوند له ګواښ سره مخ کوي ، لومړی انتان پیژني اوبیا یې په وړاندي جګړه کوي ا وانتانات چې په طبي اصطلاح ورته انټي جن Antigens وایي لمنځه وړي.                                                  

په حقیقت کې انټي باډیګانې د وینې د سپینو ژوونکو یا حجراتو پواسطه جوړیږي چې دا حجرې د Plasma Cells پنوم هم یادیږي ، امیونو ګلوبولینونه د انګلیسي د غټ Y  توري شکل لري او ګلایکو پروټیني Glycoprotein  مالیکونه دي چې څلور Polypeptide مالیکولونه لري چې د مایکروسکوپ لاندې د درنواوسپکوځنځیرونو په شکل لیدل کیږي، د Polypeptide ځنځیرونه ثابتي او بدلیونکي ساحې لري چې دا بدلیدونکي سا حي بیا د امیونوګلوبولینونو په ایزوټایپ پورې اړه لري ، په ټو لیزه توګه پنځه ډوله امیونوګلوبولین شتون لري لکه IgA, IgD, IgE, IgG, IgM چي هریو یي ځانته جلا دندې لري خو مهم یې چې دلته ورڅخه بحث کوو IgG اوIgM دي.

IgM: په طبي اصطلاح دا یو Pentameric ما لیکول دی چې د انتاني پیښې په لومړیو پړاوونو کې منځته راځي یعني د انتان په وړاندې د وجود له لومړني عکس العمل څخه عبارت دی له ټولو انټي باډیګانو څخه غټ جسامت لري خو د شمیرله مخې له IgG انټي باډي څخه لږ دي او نیږدې د ټولوانټي باډیګانو لس سلنه 10% جوړوي په وینه او لمفاوي مایعاتوکې شتون لري ، لکه څرنګه چې یې جسامت غټ دی له پلاسنټا څخه تیریدای نشي اوپه اورګویا Colostrums کي شتون نلري،  دا انټي باډي یواځي یوډول لري اوشتون یې د فعال انتان په شتون دلالت کوي ، دا انټي باډي لس انتان نیونکي ساحې لري چې پنځه ساحې یې فعالې وي.

IgG : دا انټي باډي په طبي اصطلاح Monomeric مالیکول دی چې یوه انتان نیونکي ساحه لري ، داهم د ویني د سپینو ژوونکو پواسطه جوړیږي اود وجود په ټولومایعاتوکې شتون لري جسامت یې وړوکی اوشمیریې زیات دی نیږدې اتیا سلنه 80% د ټولو انټي باډیګانو جوړوي ، دا ا نټي باډي د انتاني پیښوپه وروستیو پړاوونوکې منځته راځي اوترډیره وخته په وجود کې پاتې کیږي او انسان د تکراریدونکو انتاناتو په وړاندي ساتي، له پلاسنټا څخه تیریږي نوپه همدې سبب په رحم کې د انتاناتو څخه د جنین ساتنه کوي اوهم په اورګویا Colostrums کې شتون لري او په وینه کې یې موجودیت د تکراري انتاناتو په شتون دلالت کوي دا انټي باډي څلورډولونه لري او کله چې IgM انټي باډي لمنځه لاړه شي نوبیا IgG خپل فعالیت پیل کوي.