کورنيو چارو وزارت يې د پلټنو وايي؛ د ولسمشر ځانګړي ګارډ یا پي‌ پي‌ ایس دوه غړي کابل کې وژل شوي دي

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، نېږدې دلسو ورځو دننه کابل کې د افغان ولسمشر د ځانګړي ګارډ یا پي‌ پي‌ ایس دوه غړي د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شول. 

لومړۍ پېښه د کابل پغمان ولايت کې تېروه اوونۍ رامنځ ته شوه چې د قیام مقصودي په نوم او دويمه پېښه د کابل ښار په تايمنې سيمه کې رامنځ ته شوه چې د سيد عطاالله په نوم د ولسمشر د ځانګړي ګارډ یا پي‌ پي‌ ایس غړی په کې ووژل شو. 

د کورنيو چارو وزارت وياندې مروې امینې رسنيو ته ويلي  دي چې ملي امنيت د قيام مقصودي د وژنې  په تور اووه کسان نېولي دي او د سيد عطالله د وژنې قضيه هم د امنيتي ادارو له خوا څېړل کيږي.