سرچينې: ولسمشر غني او پخوانی اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله  هوکړې ته سره نېږدې شوي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته يو شمېر نېږدې کسانو رسنيو ته ويلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني  او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پر سره د راپورته شوي سياسي کړکېچ د حل هڅې لا روانې دي. 

د شجاع محمد ایمل په نوم د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نېږدې کسانو وايي، چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د هېواد د سياسي څېرو په منځګړېتوب د ستونزو حل ته نېږدې شوي  دي او شونې ده چې په نېږدې راتلونکې کې يو هوکړې ته سره ورسيږي. 
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ هم له تېرې ورځې يو ځل بيا پر حکومتي څوکيو نوې ګمارنې د سياسي کړېکچ د حل لپاره تر يوې مودې ځنډولې دي. 

تېره ورځ د اميد مثيم په نوم د عبدالله عبدالله يو وياند رسنيو ته ويلي دي چې د محمد اشرف غني يو شمېر نېږدې کسان هڅه کوي چې د عبدالله عبدالله  ملاتړ او نېږدې کسانو ترمنځ درز پيدا کړي او له عبدالله عبدالله يې وپاشي.