راتلونکې اوونۍ به ولسمشر غني نوی ښوونيز کال په ان لاين بڼه رسماً پيل کړي

روهي (نۍ/۲۲۳ د وري)، د هېواد لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ولسمشرۍ ماڼۍ د ښوونځيو او پوهنتونونو د ان لاين تدريس طرحه وړاندې کړې ده چې ټاکل شوې ده د ولسمشر غني منظورۍ وروسته به راتلونکې اوونۍ رسماً پيل شي. 

افغان چارواکي وايي چې د ښوونځيو درسونه به د ملي راډيو تلويزيون او همدا ډول انټرنېټ پر مټ پيل شي او ولسمشر غني به په ان لاين ډول نوی ښوونيز کال پرانېزي. 

لوړو زده کړو وزارت هم خپله طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې ده، چې له لارې به يې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو درسونه  په ان لاين بڼه شروع شي.