انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس- يوولسمه برخه

لسمه (الف) سټراټېژی: د لېږد کلمې په سم ډول وکاروئ Use transitions appropriately. 

د ټافل ازموينه کې د transitions کارونه اړينه ده، خو بايد متوجې وسئ چې د transitions له ډېرې کارونې او تکرار مخه ونېسئ. که چېرې د ټافل ازموينې د لېکنې په برخه کې ډېر زيات transitions وکارول شي نو لوستونکی ګنګس کوي او بيا ناسمه کارونه يې ستاسې نمبرې کمولی شي. اړينه نه ده چې د هر جملې په سر کې transition راوړئ، بلکې هڅه وکړئ چې په يو ټول پرګراف کې يوازې په هغه خياونو کې transitions استعمال کړئ، چې رېښتيا يې هم اړتيا وي. 

 لسمه (ب) سټراټېژی: د جملو بيلا جوړښتونه (structures) استعمال کړئ خو هڅه وکړئ چئ جملې ډېرې اوږدې نه وي Use a variety of sentences structures but also be conciese.

د ټافل ازموينې لېکنې برخه کې ټول - ټال ۵۰ دقيقې ځانګړې کيږي، چې دېرش يې د يوې خپلواکې مقالې او شل دقيقې بيا د بيا د لومړۍ لېکنې لپاره لری، نو په دې اساس د وخت مهار اړين دی او بايد ورته ژوره پاملرنه ولرئ. د لېکنې پر وخت ستاسې کار يوازې دا نه ده چې د جملو پر جوړښتونو (structures) ډېر فکر وکړئ، پر  ورته وخت کې د موضوع منظم کول دي چې بايد فکر پرې وشي. نو پر دې اساس هڅه وکړئ چې د جملو جوړښتونه تکراري او په ورته وخت کې ډېر پيچلي نه وي. 

له لنډوالي موخه دا نه ده چې کم مالومات ولېکئ، بلکې موخه ورڅخه د جملو جوړښت بايد ډېر مفهوم لرونکی او ساده وي. وړاندې مو dependent conjunction، preposition، conjunction  او preposition  تشريح کړل، نو له دوی په ګټې له مفهوم ډکې او لنډې جملې ولېکئ. همدا ډول له لنډو جملو موخه دا ده، چې د اضافي تکرار مخه ونېسئ؛ په کلمو ډېر مفهوم وړاندې کړئ. 

 لسمه (ج) سټراټېژی: د ستاينوم فقرې په اغېزناک ډول وکاروئ Use adjective clause effectively. 
په خپله ستاينوم فقره يا adjective clause د ناخپلواکو فقرو يا dependent clause برخه ده چې بشپړه جمله نه شمېرل کيږي. 

د بېلګئ په ډول: 


I enjoy writing books that motivate people. 

 


پورته جمله کې that motivate people، د ستاينوم فقره يا adjective clause دی. 

ځيني وخت اړتيا نه وي د ستاينوم فقره يا adjective clause استعمال کړئ، په دې اساس چې ښايي د ستاينوم فقره يا adjective clause په کارونې سره د جملې جوړښت اوږد او  پيچلی شي. ستاينوم فقره يا adjective clause د نوم غوندې دنده لري، چې جمله کې د نوم او يا هم ضمېر په اړه مالومات وړاندې کوي، نو که چېرې شونې وي د ستاينوم فقره يا adjective clause پر ځای يو کلمه ستاينوم يا adjective  کارولی شئ. 

بېلګه: 


- I took a course that was intersting. 
- I took an intersting course. 


پورته لومړۍ جمله کې د ستاينوم فقره يا adjective clause استمعال شوی دی خو دويمه جمله لنډه ده او يوازې د intersting صفت په کې راغلی دی او په دې سره  د ستاينوم فقرې يا adjective clause د اضافي کارونې مخه نېول شوې او جمله لنډه شوې ده.