د امیرالمؤمنین عمر فاروق (رض) لباس



يادونه: دا ليکنه يوازې روهي ويب پاڼي ته لېږل کېږي.
 
د امير المؤمنين عمر فاروق (رض) لباس
ليکوال : احمد صيام رؤفي
ژباړن : محمدالله احساس
د مسلمانانو دوهم خلیفه حضرت عمر (رض) ته د اسلام د لومړني خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض) تر وفات وروسته خلافت وسپارل شو. نوموړی (رض) یو ډېر له ريا او ځانښودنې نه پاک انسان ؤ،عادي خوراک او پوښاک يې کاوو ،تردې چي( د تاریخ په استناد) ويل کیږي، هغه جامي چي نوموړي (رض) به په تن کولي (اغوستلي) خورا ډېري پينې يې لرلي. خواړه يې هم عادي وو،ډېره استفاده به یې له جوار او زیتون نه کوله .
په همدغې دورې کي د اسلامي امارت (اسلامي خلافت)ډېره پراختيا وموندله،ډېری هېوادونه او ښارونه لکه : سوريه،عراق ،ایران او نور مسلمانانو فتح کړل ،بیت المال کي ډيرې پیسې او شتمنۍ خوندي شوي،ډېر مالیات مرکز (مديني منوري) ته ولېږدول شول او د اسلامي نړۍ وضعیت مخ په ښه کېدو  ؤ .
حضرت عمر (رض) ګڼ مینه وال لرل،هغوی ورسره ډيره مینه ساتله ،ځکه نوموړی رښتیا یو غوره شخصیت او د غوره اخلاقو څښتن و. ملګرې او انډيوالي يې هم د (دوستي او دښمني يوازې د الله ج لپاره/نبوي حدیث) تر قانون لاندي وه.
ملګریو به یې تل خپلو منځو کي سره ویل چي: امیرالمؤمنین ولي غوره خواړه او جامې نه کاروي ؟ حال دا چي نوموړی د اسلام خلیفه اوامیر المؤمنین دی،او ډېر زبرځواکونه یې په ګونډو کړي دي. د نوموړي (رض) په وسه ده چي خیاطانو ته ووایي چي د نړۍ تر ټولو غوره او ښکلي جامې راته وګنډئ؟ او اشپزانو ته ووایي چي ښه خواړه راته پاخه کړئ ؟ .. وايي کله چي د روم سفير د حضرت عمر (رض) ملاقات ته راغلی و او کتنه يې ورسره لرله ،په داسي حال کي چي د عمر (رض) په جامو کي دوولس پينې موجودي وي .
بالاخره د حضرت عمر (رض) ملګرو  هوډ وکړ، چي امیرالمؤمنین ته به وایي،چي  ښکلي او ښایستې جامي به اغوندئ او له ښه خوړو نه به استفاده کوئ . د مختلفو دولتونو سفیران له تاسو سره ملاقات کوي او زموږ خوښه نه ده،چي زمونږ امیرالمؤمنین له نوموړو سفیرانو سره په داسي زړو جامو کي لیدنه کتنه ولري .
 خپلو منځو کي يې سره وویل: ښه اوس به نه څوک دا خبري امیرالمؤمنین ته ورسوي؟ .خلک راټول شول او د امیرالمؤمنین نږدې دوست حضرت زبیر (رض) ته ورغلل . اې زبیر! ورشئ او دا خبره له امیرالمؤمنین سره شریکه کړئ .
زبیر (رض) وویل: زه له تاسو سره موافق یم ، خو زه نشم کولای چي دا خبري امیرالمؤمنین ته وکړم،ځکه هغه ته د داسي خبرو کولو جرأت نلرم. تاسو حضرت علی (کرم الله وجهه) ته ورشئ. کله چي دوی نوموړي ته ورغلل،هغه ورته هغه ځواب ورکړ، کوم چي زبیر (رض) ورکړی و او ويې ویل : تاسي ورشئ حضرت عثمان (رض) ته ، هغه هم ورته هماغسې ځواب ورکړ . مګر وړاندیز یې وکړ، چي د حضرت عمر (رض) لور ام المؤمنین حفصه (رض)ته  ، چي د رسول الله (ص) میرمن ده ،ورشئ . خلک لاړل هغې (رض) ته ورغلل ، ورته یې وویل : اې زموږ مورې! ته چي د رسول الله (ص) میرمن او د امیرالمؤمنین (رض) لور يې کولای شي امیرالمؤمنین ته په دې قناعت ورکړي ،چي ښې او ښکلي جامي واغوندي او غوره خواړه وخوري .(ځکه موږ ټول د هغه روغتیا انديښني اخستي یو) ام المؤمنین (رض) ورته وویل :زه دومره جرأت نشم کولای اما له تاسو سره مرسته کولای شم . تاسو عایشې (رض) ته ورشئ(ځکه هغې ته زما پلار ډیر درناوی لري) . د حفصي (رض) له غوښتني سره سم ټول لاړل او عایشې صديقي (رض) ته یې خپل وړاندیز واوراوو . ویي ویل : اې موري! موږ پوهیږو امیرالمؤمنین تاسو ته ډیر احترام لري،نو که تاسې مهرباني وکړئ، زموږ دا پيغام ورته ورسوئ په دې شرط چي موږ ورته مشخص نه کړئ .
ام المؤمنین وویل: که څه هم دا کار خورا ګران دی، مګر بیا به هم زه او حفصه ورشو او دا خبره به ورته وړاندې کړو. یو ورځ وروسته دواړي حضرت عمر (رض) ته ورغلي او عمر (رض) په همهغه زړو جامو کي چي څو پیني یي لرلي ناست وو . عایشې (رض) د ننوتو اجازه وغوښته .
عمر (رض) وویل : مهرباني ! عایشه (رض) تر لږ شیبه چوپتیا وروسته وویل: امیرالمؤمنینه! اجازه راکړئ یوه مهمه خبره درسره شریکه کړو؟ امیرالمؤمنین : اجازه ده،کولای شئ. عایشه (رض): اسلام نن د نړۍ ګوټ،ګوټ ته رسیدلی دی او تاسو هم د اسلام امپراتور او د مسلمانانو خلیفه یاست او همیشه د نورو هیوادونو له استازیو او سفیرانو سره ملاقاتونه لرئ. آیا ښه خبره نه ده ، چي د شاهانو او پاچاهانو په څیر جامي واغوندئ. حفصه : پلارجانه! که اجازه وي؟ زه هم څه ویل غواړم . عمر(رض) : وایه لورې! . حفصه! نه پوهیږم تاسو ولي داسي جامي اغوندئ حال دا چي ټول وايي چي تاسو باید ښې او ښکلي جامي واغوندئ. تاسو چي کومه غذا خورئ ، هېڅوک يي نشم هضمولای .اوس خو د ټولو مسلمانانو حال ښه شوی دی او بیت المال هم ډک دی او .....
حضرت عمر (رض) خپل نظر ځمکي ته اچولی وو. (دوی ګومان وکړ چي ګواکې امیرالمؤمنین په غصه شو.) ورو یي سر را پورته کړ او مخ یې دوی ته په داسې حال کي ورواړاوه چي له سترګو يې اوښکي رواني وي ،خپلي اوښکي يې په لوستوڼو پاکي کړي ،موسکی شو او خوږه موسکا يي وکړه .
تر اوږدې مودې چوپتیا وروسته یې وویل : تاسو د پیغمبر (ع) میرمني (کوروالاوي) یاستۍ،هغه څوک چي د نبي کریم (ص) د ژوند  پر څرنګوالي پوه دي،هماغه تاسي یاست . عایشې(رض) ته یې مخ واړاوه ، ويې ویل: مورې راته ووایه چي آیا رسول الله (ص) کله هم دري ورځي پرله پسې د غنمو ډوډۍ خوړلي وه؟ آیا په ژوند يې خيټه ډکه کړي وه؟ آیا یوه ورځ یې هم سهار و ماښام پوره ډوډۍ خوړلي وه ؟ ....
عایشه (رض) : نه تر هغو چي ژوندی و ، داسي نه دي پيښ شوي .حضرت عمر(رض) : آیا رسول الله (ص) یوه جوړه پشمني جامي نه لرلي ، چي د شپي په مخ به يي نیالي کولي او د ورځي له مخي به يې اغوستي ؟ عایشه (رض) : بلي همداسې وو .
بیا يې حفصي (رض) ته مخ ورواړاوو ، ورته يې وویل: ووايه کله چي به رسول الله (ص) څملاسته تا به څه کول؟ نه دې وو ويلي چي يوه بورۍ مو په خونه کي درلوده ، د خوني غولى هم کلک وو. چي کله به رسول کريم (ص) له خوبه راپاڅيده د نوموړي (ص) په مبارک بشر (بدن) به د بورۍ نښې له ورايه څرګنديدي. پوهيدم چي ده (ص) به پرې خوب نه وي کړى. آيا نه دي وو ويلي چي يوه شپه مي بورۍ را غبرګه کړه او تر رسول الله (ص) مي لاندې کړه ، په هماغه شپه رسول الله (ص) لږ آرام څملاست او و يې نشواى کولاى د تهجد لمونځ اداء کاندي،د بلال (رض) په آذان وېښ شو،کله چي پاڅېد ، له مانه يې پوښتنه وکړه اې حفصې! نن دې په دې بورۍ څه چل کړى و؟ و مي ويل : اې د خداى (ج) رسوله(ص)! غبرګه کړې مي وه،رسول الله (ص) وفرمايل: بيا داسې ونه کړي ، پرېږده په هماغه نرۍ بورۍ (شړۍ) څملم (ترڅو تهجد را نه پاتې نشي).
عمر فاروق (رض) د خبرو په ادامه وويل : پر دې برسېره چي د نبي کريم (ص) ټول ګناهونه بخښل شوي وو،نوموړى (ص) داسې ژوند غوره کړى ؤ،تاسې چي د هغه مبارک ميرمنې ياست. له مانه غواړئ د دې فاني نړۍ متاع خپل کړم او له آخرت نه ځان بې برخي کړم. زما دواړو خوږو يارانو او لارښوونکيو (رسول الله - ص- او ابوبکر- رض-) هېڅکله داسې نه وو کړي،زه به يې ولي کوم.....
څنګه به داسي کار کوم . زه پوهېږم چي غوره جامي نه اغوندم،غوره خواړه نه خورم او ملګري مي په دې اړوند خواشيني هم دي ؛خو دا هرڅه له دې امله کوم،چي مبارک (ص) او ابوبکر (رض) دا ډول ژوند کاوه او هېڅکله ورسره د خپل ځان د استراحت  غم نه ؤ.
ځواب راکړئ، کله چي رسول الله (ص) دا ډول ژوند درلود، موږ چي ځانونو د هغه (ص) پيروان هم بولو، څرنګه د سوکاله او بې غمه ژوندانه په لټه کي شو؟. وواياست چا دلته را استولې ياست...؟
عايشه او حفصه (رض) غلي (چپ) پاتې شوي او څه يې ونه ويل ...
١٣٨٩-٠١-١٧ هـ،ل
٠٦-٠٤-٢٠١٠ م