محمد حنيف اتمر څوګ دی؟ 

زوکړه: 
محمد حنيف اتمر د محمد اصف اتمر زوی دی چې په ۱۳۴۷ل کال کې په لغمان ولايت کې زږېدلی دی. د نوموړي پلار محمد آصف اتمر د پخواني افغان ټولواک محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې دندې تر سره کړې. اتمر په قوم پښتون دی، خو د پښتو ژبې ترڅنګ په دري، انګليسي او اوردو ژبو هم خبرې کولی شي. 

زده کړې: 
اتمر د ښوونځي دورې زده کړو له بشپړلو وروسته د انګلستان له سيليوك پوهنتون څخه د ليسانس سند د کليو پراختيا برخه کې اخېستی دی. ورپسې يې د انګلستان له يورک پوهنتون  څخه دوه ماسټرۍ تر لاسه کړې دي، چې يوه يې د مالوماتي تخنيک او کمپيوټر او بله ماسټري يې د عامه کړنلارو او نړېوالو اړيکو برخه کې ده. 

دندې: 
د وېکېپېډيا د مالوماتو پر بنسټ محمد حنيف اتمر خپله لومړی دنده د افغانستان په څارګرې ادارې يا  خاد (خدمات امنيت دولتي) کې پيل کړه. نوموړي افغانستان کې د شوري ملاتړي حکومت پر مهال د مجاهدينو پر وړاندې جګړه کې وو او د جګړې پر مهال يې ننګرهار ولايټ کې يوه پښه هم له لاسه ورکړې ده. کابل ته د مجاهدينو په راتګ سره محمد حنيف اتمر انګلستان ته لاړ. 

په ۱۹۹۲ ز کال کې هغه د افغانستان او پاکستان په اړه د بشري اجنسيو سلاکار وه، چې دا دنده يې تر دوه کالونو پورې درلوده. تر دې وروسته هغه د ناروې افغان کوميټې ته ولاړ او هلته يې د پروگرام منېجر په توگه تر ۲۰۰۰ کال پورې شپږ کاله کار وکړ.  په هماغه کال نوموړی هغه د نړېوالې ژغورنې کوميټې يا آی آر سي له خوا د افغانستان لپاره د مرستيال ډايرکټر جنرال په توگه په دنده وگومارلی شو، خو په ۲۰۰۱ ز. کال کې پر امريکا د ۱۱ د سېپتمبر د بريدونو وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د بون د تړون له مخې په افغانستان کې يوه موقعته دولتي اداره جوړه شوه، نو اتمر هم د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر افغانستان ته ولاړ او د طالبانو وروسته افغان حکومت سره يوځای شو.
(وېکېپېديا) 

محمد حنيف اتمر د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د ښاري پراختيا، پوهنې او کورنيو چارو وزير په توګه دندې تر سره کړې دي. له ۲۰۱۴ کال وروسته چې افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د تحول او تدوام ټاکنيزه ډله واک ته ورسېده، محمد حنيف اتمر په ياده دوره کې د ملي امنيت شورا سلاکار شو چې وروسته يې استعفا ورکړه. 

اتمر په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر غني ټاکنيز ډلې مخکښ کس وو، خو د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې يې له محمد يونس قانوني، محمد محقق، عطا محمد نور، تورن اسماعيل خان او يو شمېر نورو سياسي ډلو سره د محمد يونس قانوني په لومړي او د محمد محقق په دويم مرستيالتوب ځان ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند کړ. 

دننه، د اتمر او عطا محمد نور مخالفت او ظاهراً د سولې هڅو لپاره د دوی ټاکنيز ټېکټ سره وپاشل شو او ټاکنو کې برخه وانه خېسته. محمد حنيف اتمر د ۱۳۹۸ل کال ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته محمد اشرف غني ته مبارکي وويله او تېر سياسي مخالفتونه يې له منځه يوړل. ولسمشر غني همدا اوونۍ محمد حنيف اتمر د هېواد بهرنيو چارو وزارت نوماند او چارسمبال وزير په توګه په دنده وګمارو. 

محمد حنيف اتمر د  حق او عدالت په نوم ګوند کې مخکښ او د رهبري شورا غړی دی.