بهرنيو چارو نوماند وزير حنيف اتمر کابل کې د ايران سفير سره وکتل 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د هېواد بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر تېره ورځ کابل کې د ايران سفير بهادر امینیان سره وکتل. دغه ناسته کې د افغانستان کډوالو راستنیدونکي وزیر سيد حسين عالمي بلخي هم ګډون درلود. 

کابل کې د ايران سيفر بهادر امینیان محمد حنيف اتمر ته د بهرنيو چارو وزير د ټاکلو مبارکۍ ترڅنګ ويلي، چې په ایران کې میشت په کرونا وایرس اخته افغان کډوالو په وړیا توګه درملنه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې د مالوماتو پر اساس، دواړو خواو په ایران کې میشتو افغان کډوالو وطن ته د بیرته راستنیدو په هکله خبرې وکړې، ښاغلي اتمر د ایران سفیر ته وویل چې دغه پلان باندې پرون د کابینې په مجلس کې بحث شوی او ایران لورئ ته یې وړاندیز وکړ ترڅو د پلان په اړه غور وکړي.

 د ایران سفیر په ځواب کې وویل چې دغه طرحه به تهران ته واستوي او له نتیجې څخه به کابل سره به معلومات شریک کړي.