آغلې ويلز ته:  له آغلې کلينټڼ او ديموکراتانو سره مو څه وکړل؟

هغوی هم د ټاکنو دعوه لرله او پاکستان کې هم ورته ستونزه وه
د دفاع وزير، د ملي امنيت نورو لوړ پوړو چارواکو ان تر جان بوليټن پورې ټولو دندې له لاسه ورکړې. په ټاکنو کې د روسانو د لاسوهنې موضوع لا تراوسه حل نه شوه، خو حکومت خپل کار ته دوام ورکوي او د بلې دورې لپاره د لاسته راوړنې لپاره اوس زموږ د ټول ملت په سر له طالب وپاکستان سره معامله شوې
 
نوټ : آغلې ويلز، ستاسې له مرستو ډېره مننه، خو له دې مرستو مو زموږ د شينوارو هغه جرګه مه جوړوئ چې له هر ځل يادونې او بېوخته سلام او ځورونې څخه يې توبه ګار او د هغه په مخکې حلاله کړه چې دا دې چرګه، خو نور دې له هر ځل سلامه تنګ شوم. هغه به کار وقلبه کوله او دی به ورته نېغ د خپلې خېټې ډکولو لپاره په دېره کې ورته ناست وو او هغه به يې له کار ايستلی وو. ډاکټر عبدالله تېر پينځه کاله همدغسې تېر کړل او نور ولسمشر غني او دا ولس ترې تنګ او پزې ته راغلی دی او نه يې غواړي چې بيا د ده او د معنوي په شان دعوه جلابان، منکرين او پاخه قسم خواره د ملت پر مرۍ خپلې ناولې خپړې ښخې کړي او وينې يې وڅښي او نه له دې وروسته ورته څوک دغسې اجازه او واک ورکوي.
 
آغلې ويلز،
سمه ده او ښه خبره ده چې موږ سره يو او متحد اوسو، خو له بده مرغه جهادي او هم کمونيستي پيرونو موږ ته داسې بدې بدمرغۍ راپرېښووې چې اوس يې د حل لار له موږ وتاسو له ټولو ورکه ده.
 
تاسې ته هغه د خپل سيال ماتول له هر څه مهم او اړين وو، خو له بل لورې بيا مو پر خپلو وړندو چرګوړو او ګنده تخم داسې پاملرنه او پانګونه ونه کړه چې په راتلونکې زموږ او ستاسې او هم له سيمه ييزو ګاونډيو سره رغنده رول ولوبوي.
 
ستاسې له مرستو مننه، خو دا هم بايد هېره نه کړې چې موږ په ميليونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په ميليونو معيوبين خپلې ټولنې ته پرېښوول. خپل ځان او خپله ټولنه مو تباه او برباد کړه او تاسې او ستاسې متحدين مو وساتل، خو نن تاسې موږ ته خپله مرسته سترګو ته لره بره کوئ. ايا دا ستاسې ټولې مرستې به زموږ ، ستاسې د خپلو اتباعو او هم د متحدينو د اتباعو د وينې د يو څاڅکي قيمت پوره کړي؟ نه هېڅکله نه!
 
په حقيقت کې د انسان وينه ولو که هر څوک وي برابره خبره ده چې مسلمان وي او يا نه، خو دا چې انسان الله تعالی اشرف المخلوقات ((ولقد کرمنا بني ادم)) پيدا کړی د انسان وينه او ارزښت تر هر څه لوړ دی.
 
آغلې ويلز:
که رښتيا سره ووايو، نو موږ پخپلو اسماني ارزښتونو سم عمل کوو او نه تاسې پخپلو اسماني ارزښتونو سم روان ياست. کنه، لږ تر لږه د يوې عيسوې مېرمنۍ په توګه د خپل هغه انجيل له تحريف شوې نسخې، له خپل اساسي قانون او له نورو نړيوالو اصولو او اخلاقو سره راوړاندې شه چې يو چا په تېر کې په ځلونو ټاکنې بايللې وي او بيا د خپلو شخصي غوښتنو لپاره د هېواد اساسي قانون بدلول غواړي، نو تاسې دا څنګه توجيه کوئ؟
 
ايا که له تاسې، ټرمپ او يا له پمپيو څخه څوک دغسې غوښتنه وکړي چې په يوه شپه کې د کانګرس، سنا، پنتاګون او د حقوقپوهانو له مشورې او حقوقي لارو چارو پرته درته د نظام بدلون غواړي او تاسې ته خپلې مرستې دغسې مشروطې کړي، نو تاسې به يې شخصًا خپله ومنئ او يا وبه يې کولای شئ چې دا ډول کار ترسره سړئ؟ هغه مخکې ځل خو هم ستاسې لپاره شوی وو.
 
دا چې تاسې د خپلو مرستو خبره کوئ موږ يې درناوی او مننه کوو، خو ايا کله مو هم له ځانه پوښتلي دي چې ستاسې له دې مرستو سره چا سطحي او عادي برخورد کړی دی؟ ايا مسووليت يې يوازې غني ته ورپاتې کيږي او که نورو ته هم؟
 
ستاسې مرستې چې چا حيف وميل کړي له موږ يې تاسې خپله ښه پېژنئ، نو بيا ولې هغوی ته نه واياست چې سم شئ او لارې ته يې راولئ؟ تاسې ولې له يو مرکزي او قوي دولته وېرېږئ؟ زموږ وستاسې او د نورو متحدينو مشترکې هر اړخيزې ګټې به په مرکزي حکومت کې ښې وساتل شي نه په کمزوري حکومت کې او له شک پرته چې تاسې زموږ د ازلي دښمنانو هغه د کلونو کلونو زړه نه پخلا کېدونکې دښمني او هېلې پالئ چې هغوی په افغانستان کې يو باثباته افغانستان پخپل ګاونډ کې نه شي زغملی او افغانستان ته د خپل يو ستراتيژيک عمق او صوبې په سترګه ګوري.
 
آغلې ويلز،
دا خو به ښه نه وي چې تاسې اوس له يوې سپږې لپاره ټول پوستين اور ته اچوئ.
تاسې خو اوس ټول افغانستان د يو نازولي او فېشني او د جنرال باجوه د هغه تېزسي کتاب لپاره د هلاکت وبربادۍ کندې ته وراچوئ که څنګه؟
 
درناوی:
موږ افغانان او افغان حکومت ستاسې او د نورو ټولو متحدينو او نړيوالو د مرستو هر اړخيز درناوی کوو، خو دا درناوی او مرستې مو زموږ د لا ذلت او هر اړخيزې بربادۍ او د هېواد وېشنې سبب نه شي. که تاسې يو واحد او يو موټی افغانستان غواړئ، نو بيا مو خپل هر اړخيز اخلاقي مسووليت اداء کړئ او ډاکټر عبدالله او چلتاران يې بايد پوه او مهار کړئ. د عبدالله او د کرزي د مهارونې جلب له تاسې سره دی او هغه به يوه پاکه، اخلاقي وايماني خبره وي او بس.
 
کاشکې چې ستاسې له دې هر اړخيزو مرستو دې غلو او لوټمارانو سمه ګټه اخېستای وای. په دې خو تاسې خپله شخصًا هم ښه پوه ياست چې عبدالله د هېڅ ښې نه دی. تر اوسه يې څه کړي دي او يا له دې وروسته به دې ولس ته څنګه ګټور ثابت شي او نه پخواني ولسمشر او نورو داسې څه کړي چې تاسې او موږ دې ولس ته يې هر اړخيزه ګټه رسېدلی وای، نو ولې تر پايه تاسې په داسې يو چا حساب کوئ چې هغه د هېڅ شي وړتيا او اهليت نه لري؟ دا درته په زغرده وايم چې غني به ستاسې له مرستو سره د نورو په شان بې پروايي ونه کړي او دا هغه څه دي چې مرستې به پر ځای ولګيږي او ولس ته به يو څه جوت شي.
 
که بيا هم تاسې د تېر په څېر ناقانونه کړنو ته لار جوړوئ، نو بيا تاسې کولای شئ چې فوق العاده معاش د ډاکټر عبدالله ته د سينګار وفېشن لپاره له کانګرس او سنا څخه حواله کړئ، خو غني ته نورې ستونزې د قانون له چوکاټ او توان څخه بهر مه جوړوئ. د ولس هيله له تاسې آغلې څخه دا ده چې پخوانی ولسمشر او عبدالله نور در مهار کړئ او ستونزو جوړونو ته يې پرې نږدئ.