د بهرنيو چارو نوماند وزير په توګه حنيف اتمر ولسمشر ته خپله ګړنلار وړاندې کړه 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، د بهرنيو چارو چارسمبال او نوماند وزير په توګه محمد حنيف اتمر نن ورځ خپل کړنلاره يا برنامه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړه.

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي، "... محمد حنیف اتمر خپله کاري برنامه وړاندې کړه چې د دغې برنامې په اړه له مفصلو بحثونو وروسته د حکومت د رهبرۍ غونډې غړو خپل بشپړ نظریات څرګند کړل.

وروسته غونډې پرېکړه وکړه چې د بهرنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر کاري برنامه دې د بحث او نهایي تصویب په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې غونډې ته واستول شي." 

تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپل پخوانی د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د هېواد بهرنيو چارو نوماند او سرپرست وزير په توګه معرفي کړ.