ډیرووړ وم چې په خپل شلیدلي رنګ وبنګ کلي کې به مې د مننې ترور، سندرې اوریدې، نه یوازې به مې اوریدې ، ان چې یادولي مې هم ، ځکه چې دا زموږ په ټول کلي کې په سندرو ویلو دومره مشهوره شوې وه، چې هرچا به یې دسندرو د غږ د زیروبم ستاینه اودرناوی کاوه ...ددې په سندروکې زموږ دمرګ اوژوند دواړو پیغامونوموږ ته ځانونه را رسول... په هغو وختوکې رادیو نه وه ، زموږکلي هم له ښاره لرې دغرونو په منځ کې پروت ورک و، په کال یوه دوو کې به چې کوم کلیوال غزني ته روان و، ټول کلي به ورباندې خبرو، اوټولو به دتګ په وخت ان په شنه سهار کې ځانونه د عزني دمساپرخدای پامانی ته رارسول اویوه بل ته به یې ویل :
ـ ... روان دی، باید سهار له لمانځه سره سم یی خدای پامانی ته ورشم ...
ـ هو، ماهم درسره جګ کړه چې بیا ګیله ماڼه ونه کړي ...
خوموږ چې ماشومان وو، دغزني دتګ په مانا نه پوهیدو، یوازې دومره پته راته وه چې څوک غزني ته لاړشي، نوله هغې خوا له ځان سره خامخا پتاسې راوړي... کله کله به چې زموږ کلي ته په راغلولارو باندې دغزني مساپرراتلل، موږ به د لارې پرسرورته دریدو، دوې تیږي به موڅنګ په څنګ کیښودې دریمه به مو پرسر ورکیښوده ، کله به چې لاروی زموڅنګ ته راورسید نوزموږ له منځه به یوه باتور غږ پرې وکړ:
ـ ماما یا کاما، له نغري به مې خالي نه تیریږې ...
موږ به هم دهغه غږ بدرګه کړ :
ـ هو، له نغري به مو خالي نه تیریږې ...
دغزني پتاسوته موږ یوازې همداچل جوړکړی و، ځکه چې موږ خو چا غزني ته نه بیولواونه پوهیدو چې غزني به هم ګواکي زموږ ترکلي لوی کلي نه وي ...
یوکال په اوړي کې سختې ګرمي راغله، له دغې سختې ګرمۍ سره درنه وبا هم را ګډه شوه، چې موږ به له کورونودباندې لوبو ته هم مشرانونه پریښودو، هرورځ به چې ماښام مشران کورته راتلل، نو دیوه ، دوو، لسو، شلو تنود مرګ خبربه یې له ځانه سره راووړ:
ـ نن مو لس تنه ، له دریوکلیو په هدیره کې خاورته وسپارل...
بل به ویل:
ـ هو، داځکه چې آخره زمانه شوه ، نیتونه خراب شول، نفسونه لوی شول ، رحم اوعاطفې له دنیا کډه کړي ځکه مو دغه حال دی!
بل به پوښتنه وکړه :
ـ خلک وايی چې دا کولرا ده ، داڅه شي ته وایې؟
ـ کولرا مانا وبا ، وبا مانا چې ټول له منځه وړي ، هیڅوک له هغې خوندي نه پاتې کیږي ...
ـ ولې نه وایې چې دخدای قهر..
ـ بس دخدای قهر یې دربوله ، داهم دقیامت یوه نښه ده ...
په کلي کې همدا کیسه په خپلې ټولې ګرمئ سره روانه وه، مرګ ، وبا ، کولرا ... دمشرانو داخبرې به لاپای ته نه وې رسیدلې چې موږ ته به خوب راغلی و، اوهمداسې به د شپې غیږې ته خوبولي ور لویدلي وو...خوسهاربه چې را ویښ شو، بیا به مودبیګاه هغه ټولې هیرې وې، دکلي منځ ته به ور ووتو اوخپلې لوبې به موبیا له سره پیل کړې ... چې ستړي به شو، بیا به د مننې ترور څنګ ته ورغلو اودهغې سندروته به غوږ شو...
دکولرا په شپو ورځو کې دهغې دسندرو ترنم سره اوښتی و، هر سروکي ته به یې دغمجنولنډیو تکیه ورکوله، آهنګ یې هم له مستې لویدلی و، جالبه خوداوه چې دلومړي ځل له پاره مې له دې څخه یوه نوې سندره په هم هغودرنوشپوکې واوریده چې دې به په هغودرنوشپوکې په درز سره داسې ویله:
زموږ په کلي کې مرض دي مړه به شونه
یاره ، کشمیرته ځونه ... یاره کشمیرته ځونه،
زموږ دملک بابا په خبره کولرا، زموږ د کلي بیخ هم ویوست ، ډیرځوانان ، زاړه ، نارینه اوښځې مو له لاسه ورکړې ، سخت پریشانه وو، خو موږ نه پوهیدو، چې مرګ دچا یار نه دي ، چې واریي شو، په کاریي شو، خوموږ ماشومانوپه دغه اړه هیڅ فکرنه کاوه، تروراوس موږ ته دغزني پرځان دکشمیرنوم را ډالۍ کړ، فکرموکاوه چې هلته به ترغزني هم ښه شیان وي، ښې پتاسې به وي ، اوښې حلواوې اوغوړې ښورواوې به وي ... ځکه خو ترترور موږدا سندره په خوند اورنګ سره چې ټوله ورځ نه ورباندې مړیدو ویله او ویله :
زموږ په کلي کې مرض دي مړه به شونه
یاره ، کشمیرته ځونه ... یاره کشمیرته ځونه،
په هغه کال ، ټول کال زموږ د ژبو پرسرهمدغه سندره وه ، خو مننه ترورهم کولرا ووهله، هغې چې دکشمیر په نیت اوږده موده سندرې وویلي، کشمیرته ونه رسیده، خوموږ به لاهم فکرکاوه چې که کولرا په رښتیاهم سخته شې، نوبیا به کشمیرته ځو .. کشمیرته ، هغه نامالوم وطن ته چې نه پوهیدو چیرې دی؟ چیرې ؟ ... هلته لکه چې کولرا شوم قدم نه دی رسیدلی ... ؟؟؟
پرون مازدیګرچې رادیوګانو اواخبارونو په نړۍ کې دکرونا دمړوشمیریاداوه، ما ته نژدې شپیته کاله پخوانۍ کیسه مخې ته ودریده... رایاده شوه چې په هغه کال هم ټول غزنی ، کولرا دمرګي کومي ته ورټیت کړ، خوموږ ماشومان وو، فکرموکاوه چې کولرا خپل خلک پیژني ، له موږ سره کارنه لري ... خوپرون پوه شوم چې کرونا اوس هم له ماشومانوسره کارنه لري ... خو دریغه چې زه اوس ماشوم نه وم ... زه اوس ترشپیتو اوښتي وم ... ځان مې آرام ونیو، په سوچ کې شوم، خوځان ته مې قناعت ورنه کړشو، ثناالله خان لالا ته مې زنګ وواهه هغه هم ځواب رانه کړچې دغه کیسه ورته وکړم، خوبیرته مې پام شو چې کرونا نړۍ په سراخیستې ... داسې ښکاري چې چا ته به دکشمیرامید هم زر پرنږدي ... ځای پرځای کیناستم، بالښت ته مې ډډه ولګوله اودخپلې ترور سندره له ځان سره په ناهیلۍ اوناچارۍ سره په زوره زوره په خپل کاواکه غږ کې له ژړا سره مل زمزمه کړه:
زموږ په کلي کې مرض دي مړه به شونه
یاره، کشمیرته ځونه ... یاره کشمیرته ځونه؟؟؟؟؟؟؟
وروستي