د ارواښاد باوري په دردونکي مرګ!

د ارواښاد باوري په دردونکي مرګ!
- شه نوبالا،  شکاري چې، خبره خرابه ده؟
             ورځ ترنیمایي اوښتې وه،  ټول ښار درزونو اوغږونو پرسراخیستی و،  دالومړی ځل و چې دښارپه هسکوټیټوترژغ تیزې الوتکې دښار پرسرپه دربي سره تلې راتلې،  موږ لکه زنداني مرغان ټولود لیلیې دکوټې له کړکیودآسمان اوږدو اولنډوته کتل،  نه پوهیدوچې له دغه دربي به څه راوځي اوپایله به یې څه وي،  ځکه موږ په همدغوشپوورځوکې دوطن دروښانه سباون خوبونه لیدل اوپه همدغه هیله مودورځو روښانه لمرونوته کتل اوپه شپوبه مودروشانه ستوروځلښت اوبلښت ته شعرونه اوکیسې ویلې...
 
په هغه شپه تیاره وه، خوداسې تیاره نه،  لکه چې نن سبا پرټول وطن راغوړیدلې ده،  موږ نه پوهیدوچې دا دربی ،  داتوپونه اودا درنې درنې شوبلې دڅه په خاطردښارتنکي کورونه اوواټونه لړزوي، څوک دي چې پردغوسره تړلیوکورونوباندې یی آرامي نه لوریږي، هو،  نه پوهیدوچې  داڅوک دي؟ اودڅه په خاطراودچاله پاره...؟
 
شاد مې په څنګ کې ناست و، هغه چې تل به شاد و اوخوشاله،  هغه چې په شونډوکې به یې تل خندا نڅیدله خونن آرام و،  شونډې یې وچې وې ،  پریشانه و،  په آرام چم را ترغوږ شو:
ـ پوهیږې څه خبره ده؟
مالنډځواب ورکړ:
ـ نه که زه پوهیدای نوبیا به مې خوله اوسترګې ولې له تاسره آسمان ته غبرګې غبرګې کیدې...
 په ځیراوحیرانتیا یې راته وکتل، سره موسکی شو:
- هسې شعرونه وایې... رښتیاچې شاعران یوازې آسمان په خیالي توپونوولي...
 
زه یې هم دغې خوږې جملې ته موسکی اوچورتي شوم،  په همدغه شیبه کې یوالوتکه زموږ دلیلې پرسرلکه تالنده برښنا تیره شوه،  دکړکۍ هنداره یې سره ولړزوله،  اوپه ختلیوواړومې پوښتنه ترې وکړه:
ـ نوته پوهیږې چې څه خبره ده؟
-  زه یوازې دومره پوهیږم چې څه خبره خو خامخا ده...
ما بیرته ورغبرګه کړه:  
- په دې خو زموږ دلیلې پیره دارهم پوهیږي چې څه خبره خو خامخاده...
موسکی شو:
- نوچې داسې ده ،  ځان آرام ونیسه... خبره ورانه ده... دغه درانه ډزونه خپله دا وایي چې یوه خبره خو خامخا ده...
ترډیروپورې مودښارپه اوږدو اولنډوکې درانه غږونه اوریدل،  ناوخته دا درانه غږونه یوڅه آرام شول ،  خوشاد صاحب نارامه و،  یو دوه ځلې له کوټې دباندې ووت،  بیرته به زر راننوت،  دکړکۍ هندارې ته به ودرید،  ترشا به یې راوکتل:
-  بالا نوپرهیڅ نه پوهیږې؟
ـ ګردسره نه پوهیږم ،  په والله چې نه پوهیږم ،  رادیوهم څه نه وایي...
 
بیرته دکوټې منځ ته راغی،  پرڅوکۍ باندې کیناست،  چې زموږ له مخامخ کوټې داود جان راننوت،  هغه ژورنالست و، رنګ یې الوتی و،  دګلابی کمیس تڼۍ یې له وارخطایۍ هسکې اوټیټې سره تړلې وې، خیټه یې ترې ښکاریده،  لاناست نه و چې شادورته ځیرشواوورته ویې ویل:
- راځه راځه خدای موراوله،  ستاخوترموږهم واړې وتلې دي... څه نوې دې اوریدلي؟
داود هم چې په څه نه وخبر، په حیرانۍ اوخواشینې سره یې ترخوله راووتل:
- په ښارکې بد حالت روان دی...
شاد  په داسې حال کې چې دده تڼۍ یې ورسمولې پوښتنه ترې وکړه:
- چا وویل؟
- هغوی چې همدا یوساعت دمخه له ښاره  لیلې ته را غبرګ شوي وو...
شاد صاحب دده دغې خبرې نورهم سره پریشانه کړ،  په سړه ساه یی ورته وویل:
 
- شه نوبالا،  شکاري چې خبره خرابه ده؟
- نه پوهیږم،  یوازې په دهلیزکې یوهلک راته وویل چې بیاکوم سردارکودتاکړې...
موږ دکودتاله نامه سره اوس آشنا وو،  ځکه چې یوه کودتا دلته پرپاچا باندې شوې وه،  دهغې درز مولاهم په یادواوخاطروکې و،  خوداځل خبره هسې نه وه،  موږجت جنګي الوتکې کله هم دښارپرآسمان باندې په دومره تاواوشاوسره نه وې لیدلې...  کله مو نه وواوریدلی چې په ښارکې شوبلې اوټانګونه پرارګ باندې ګولۍ اوروي،  نه مو اوریدلي اونه مووولیدلي چې خلک دې له ښاره په رڼآ ورځ کورونوته په منډومنډو وي... یوازنۍ ډارداواوپرې پوهیدوچې پاکستان ورانکاري روزي اوبیا یی هیوادته را استوي....
 
شاد صاحب هم پرهمدغه ټکي غږیده، چې ختم یې پردې و:
- خدای دوکړي چې دلغمان اوپنجشیرکیسه  په کابل کې جوړه نه شي...
شپه دتیارې زړه ته رسیدلې وه،  چې یوڅه آرامي شوه،  موږټول خپلوکټوته شوو ،  په هغه شپه زموږ لویه لیله هم داسې آرامه وه چې تا به ویل دمړوهدیره ده،  دهیچا غږ نه و،  هیڅوک په اوږدو اوږدو دهلیزوکې نه ښکاریدل... سخته آرامي وه،  درنه آرامي وه ،  شادصاحب هم نن زموږ په کوټه پاتې شو،  زموږ کوم ملګري ورته وویل چې ولي خپلې کوټې ته نه ځې ،  دی ورته په خنداشواوپه لنډویې ورخلاصه کړه:
ـ زموږدکوټې کړکۍ دعمومي سړک غاړې ته ورخلاصه ده،  نه چې کومه بله را پیښه نه شی... دبلې په مانا خوبه پوهیږې...
اوموږ ورته په خندا شو...
 
 سهاریی وختي راپورته شوو،  شاد صاحب خوړنځي ته تللی و،  چې بیرته راستون شو،  موسکی ښکاریده،  له رادیویی سندره اوریدلې وه:
 
ای د آزادۍ خاورې تاته موسلام دی...
په کوټه کې یوې اوبلې خوا ته راغی ولاړ،  همدغه سندره یې پرشونډو تله اوراتله،  خوله دې سره سره هم زموږ په زړونه لاهم دده بیګاني خبره تڼکې وه:
 
- شه نوبالا،  شکاري چې خبره خرابه ده؟
کلونه تیرشول، زه اودی بیاهم یوځای وو،  یوځای مو دنده وه ،  نه پوهیږم چې پرده باندې څه هوا ولګیده،  خپل تخلص یی له شاد څخه باوري ته واړاوه،  غالبآ له دې امله چې کله یې دتخلص «ش» په «خ» څوک تلفظ نه کړي...
 
 زما اوده ترمنځ دوې جملې ډیرې یادګاري چې یوه یې همدغه وه چې اوس زما اوده په منځ کې په یوه شفرباندې همداسې روانه پاتې شوه...
 
 زماني له سختوآزموینوسره مخامخ کړو،  جنګونه،  وژنې،  کابل ورانۍ ، مهاجرتونه په دغوسختوکې حالاتوکې به هم چې له یوه بل سره مخامخ شوو، اویابه مولیکونه یوه بل ته استول نوبیا به موهمداکرښه همداجمله دخبروسرخط وه،  هوسرخط... :
 
- شه نوبالا،  شکاري چې خبره خرابه ده؟
لایوه میاشت نه کیده چې دده د استعفی خبرمې واورید،  دفیس پرټنډه یی له سلامه وروسته راته وکښل: خدای دې راته جوړلره،  خبربه یې زما هم نورې له دغې درنې دندې اوژې سپکې شوې...
ما بیا له عادت سره سم هم هغه جمله ورته وکښه:
 
ـ هو، خبرشوم،  خوشاله هم شوم.... - شه نوبالا،  شکاري چې خبره خرابه ده؟
زما خبره یې زرپه یوه لنډه او وروستۍ جمله کې را ځواب کړه:
ـ بالا...خرابه یې په بلا پسې ان چې مرداره هم ده...
 
یادیی تلپاتې