روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، له تېرې څو اوونيو د افغان ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي له خوا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پايلو پر سرد راپورته شوي سياسي کړکېچ د حل هڅې روانې دي.
د حامد کرزي له دفتره روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي له ولسمشر غني غوښتي دي چې تر يو وخت دې په دولتي څوکيو ګمارنې وځنډوي.
دغه اعلاميه کې له ډاکټر عبدالله عبدالله هم غوښتل شوي دي؛ هغه وخت چې نوموړي د بحران د حل لپاره ټاکلی دی، نور هم وغځوي.
په اعلاميه ويل شوې دي، چې د سياسي کړکېچ د پای هڅې ښې روانې دي او هيله ښوودل شوې ده چې يوې مثبتې پايلې ته به ورسيږي.
وروستي