حنيف اتمر له ولسمشر غني مننه کړې چې باور يې پرې وکړ 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د ولسمشر غني د ملي امنيت پخوانی سلاکار او اوسمهال د بهرنيو چارو وزارت نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر د افغان ولسمشر غني له نوموړي ته د بهرنيو چارو وزارت د مسووليت سپارلو له امله مننه کړې ده. 

محمد حنيف اتمر پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت له جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني څخه چې په یوه خورا حساس او تاریخي پړاوو کې یې د بهرنیو چارو وزارت او د سولې د بهیر له پاره د نړۍوالې او سیمه‌ییز اجماع د رامنځته کیدو په موخه پر موږ اعتماد وکړ د زړه له کومې مننه کوم. افغانستان له یوه مهم او تاریخي پړاوو څخه تیریږي له یوې خوا د سولې او امنیت د تامین موضوع ده او له بلې خوا زموږ ګران هېوادوال د کرونا له ناورین سره مخامخ دي.

په داسې یو وخت کې جلالتمآب ولسمشر خپل د سولې او ملي یووالي پروګرام اعلان کړ او له موږ ټولو سیاسي برخو څخه یې وغوښتل چې له دې پروګرام څخه ملاتړ وکړو د نظام په چارو کې ونډه واخلو او ګډون وکړو. زموږ ټیم له سلا مشورو وروسته د جلالتمآب ولسمشر غوښتنې ته مثبت جواب ورکړ او د سولې د بهیر له پاره مو د نړۍوالې او سیمه‌ییزې اجماع او همکارۍ د را جلبولو مسوولیت په غاړه واخیست.

کوم کار ته چې موږ د خپل ولس د همکارۍ په ډاډ د ولسمشر د اعتماد پر بنسټ ملا تړلې ده د سولې او ملي اتحاد کار دی د خدای ج په دربار کې استدعا کوو چې موږ ته د دې پروګرام د بریالیتوب توفیق را نصیب کړي."

محمد حنيف اتمر په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د محمد يونس قانوني په لومړي او محمد محقق په دويم مرستيالتوب ټاکنيزه ډله جوړه کړې، خو ټاکنيز ټېکټ يې يې له ټاکنو وړاندې سره وپاشل شو او ټاکنو کې ګډون ونه کړ.