ولسمشر غني د ويډيو کنفرانس له لارې د مالي وزارت چارسمبال وزير او کابل ښاروال په څوکيو کېنول 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د ماليې وزارت چارمسبال وزير عبدالهادي ارغنديوال او کابل ښاروال داوود سلطان زوی رسماً معرفي کړل. 

دغه ويډيويي کنفرانس کې د چارو ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د عبدالهادي ارغنديوال او داوود سلطان زوی د ټاکل کېدو په اړه د  ولسمشر فرمانونه ولوستل. 

عبدالهادي ارغنيدوال او داوود سلطان زوی د ولسمشر له باور مننې وکړې او ژمنې يې وکړې چې يادو ادارو کې په شته ستونزې او فساد له منځه يوسي. 

دغه ويډيويي ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم خبرې وکړي او ولسمشر غني د ماليې وزارت د پخواني سرپرست همايون قيومي له کړنو هم مننه وکړه.