ولسمشر غني احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند وټاکلو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د جمهوري ریاست عالي مقام د ۴۶ ګڼې حکم پر اساس، احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي ریاست د نوماند رئیس په توګه وټاکه او نوموړي ته یې د خپلو چارو په ترسره کولو کې د لوی الله (ج) له دربار څخه د بریالیتوب هیله وکړه.

احمد ضیا سراج د امنیت په برخه کې د هیواد غښتلی کادر دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د ملي امنیت عمومي ریاست په مختلفو برخو کې خدمت کړی دی.

هغه په دفاعي مطالعاتو کې د ماسټرۍ او ارکانحربۍ په کچه له هیواده بهر لوړې زده کړې کړي او په تېر کې یې د ملي امنیت عمومي ریاست د اپراتیفي مرستیال او په وروستیو کې د یاد ریاست د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.