محمد داوود سلطانزوی د کابل ښاروال وټاکل شو

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد داوود سلطانزوی په خارج رتبه بست کې، د کابل د ښاروال په توګه وټاکل شو.
 
محمد داوود سلطانزوی د هیوادپېژندل شوې څېره ده چې د ملي شورا پنځلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازي په توګه او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.