عطامحمد نور: په بلخ کې 50 تنه طالبان نيول شوي دي

 د بلخ والي او د شمال ټلوالې پورې اړوند جنګساﻻر عطامحمدنور خبري رسنيو ته ويلي، چې په تيرو 48 ګړيو کې د بلخ وﻻيت په ځينو سيمې کې عمليات تر سره شوي او د ده په وينا په لړ کې يې د طالبانو د دوه قوماندانانو په شمول 50 تنه نيول شوي دي. دغه عمليات د بلخ ، چمتال او چاربولک په سيمو کې تر سره شوي.
د بلخ والي خبرياﻻنو ته ويلي، چې د دوی د ځواکونو په مقابل کې مقاومت د پيسو د ﻻسته راوړلو او د غلا کولو په موخه تر سره کيږي او کومه عقيدوي مساله نه ده.
بايد وويل شي، چې قوماندان عطا بې له خپلې ډلې او کورنۍ څخه نورو ته اجازه نه ورکوي، چې د ده پاچاهۍ په قلمرو کې غلا او شوکه وکړي. د قوماندان عطا زوی دوه شرکتونه لري، چې يو يې يوازې د غلا او د خلکو تښتولو لپاره تخصيص شوی.
د يادولو وړ ده ، چې په بلخ وﻻيت کې شمال ټلوالې ټول واک په خپل ﻻس کې اخيستې او داسې شرايط غواړي رامنځته کړي، چې د موقع په تر ﻻسه کولو سره د هېواد تجزيې لپاره چمتوالی ولري.