کارونپوهنه

لنډیز
نامتو ټولنپوهانو د کارونپوهنې په برخه کې  غوره کار کړی، چې د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی.
 
کتیکو پخوانی شکل دی، افراد له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په نا رسمي رامنځته کېږي.
 
کارونپوهنه (pragmatics) له یوناني ( pragmatikos) کلمې څخه راوتې، چې د pragmat د کارونې او عمل په مانا دی.
کارونپوهنه د مانا مطالعه ده، هغه مانا چې ویونکی یا لیکونکی یې  مخاطب ته انتقالوي او اورېدونکی یې له متن څخه اخذ کوي. ګرورهادسن وایي، کارونپوهنه د ژبې او متن ترمنځ اړیکه ده، چې ژبه پکې کارول کیږي او کارونپوهنه د دې اړیکې مطالعه ده.
 - دروازه خلاصه ده.
 
د ګرامر له پلوه بشپړه جمله ده؛ خو کېدای شي، چې همدغه جمله د ویونکي او اورېدونکي د شرایطو او موقعیت له  پلوه بېلا بېلې ماناوې افاده کړي؛ که ویناوال او اورېدونکی په غوسه حالت کې وي او د بل ته ووایي، چې دروازه خلاصه ده، یعنې مخ دې ورک کړه.
 متن : په معاصره ژبپوهنه کې د وینا او لیکلي متن غبرګه مانا لري.
 
 
سریزه
د هر علم بنسټ په نورو علومو او تیوریو پورې تړلی دی، چې د څېړنې په مټ یې له نويو زاویو سره اشنا کېږو؛ خو له نورو علوم سره د تړاو پیدا او د ډیالوګ په وسیله یې د چاپېریال په رڼا کې له ټولو اړخونو سره مطالعه کړو. په دې کې ژبه هم ده، چې د اړیکې او پوهولو وسیله ده.
 
 له نورو  علومو سره د ژبې مستقیمه او نامستقیمه تړاو مطالعه د کارونپوهنې دنده ده.
 
کارونپوهنه د مانا مطالعه ده، چې ویونکی یې لیکونکی یې انتقالوي او اورېدونکی یې له متن څخه ترلاسه کوي. 
 
ځینې ژبپوهان په دې نظر دي، چې د کارونپوهنې ریښه په فلسفه په کې د نښې په ډول تر سترګو شوې، نښه پوهنه په امریکا کې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د علم په توګه د پیرس رامنځته کړه؛ خو تر 1930 پورې د پیرس نظر همداسې پاتې و، چې وروسته موریس له سره معرفي کړه.موریس د نښې پوهنې لپاره درې حوزې په نظر کې ونیولې.
 
غونډلپوهه ( نحوه)، مانا پوهنه او کارونپوهنه.
 
نوموړي په کارونپوهنې کې د نښې پوهنې او افرادو ترمنځ پر اړیکه بحث کړی دی.
 
آر ویونه
کارونپوهنه، نښه، کلیشې، مانا پوهنه
 
کارونپوهنه ( pragmatics):
 د ژبپوهنې په اړه عموماً زموږ نظر دا وي، چې ګرامر په درېيو برخو کې مطالعه کېږي؛ خو د نویو ژبپوهنیزو موضوعاتو په رڼا کې، لکه په نورو علومو کې چې تحولات لیدل کېږي، هماغسې په ژبنیو مسایلو کې هم ځان ښکاره کوي، چې له دې سره د څېړنې او د یوه علم له نورو علومو سره د اړیکو په نويو لیدلوريو او تړاوونو باندې د فکر کولو لارې پراخېږي او په رڼا کې يې د فونولوژۍ، مورفولوژۍ، نحوې، ماناپوهنې او کارونپوهنې(پراګماټېکس) تر چتر لاندې د ژبې مطالعه کېږي. د همدې نویو موضوعاتو په رڼا کې له نویو تیوریو او نویو څېړنو سره اشنا کېدای شو.
 
ژبه په ټولیزه توګه د خبرو اترو یوه منظمه لار ده، چې انسانان یې د پوهاوي راپوهاوي لپاره کاروي.
 
   د ژبې زده کړه:
انسان له زېږېدو درې مياشتې مخکې لږ لږ خبرې حس کوي او چې وزېږي، له اورېدو سره بلد وي. تجربو ښودلې چې تر ۶ میاشتو پورې له بېلګو، تر ۱۲ مياشتو پورې د ژبې له غږونو او تر ۱۸ مياشتو پورې د ژبې قوانین زده کوي.
 
کارونپوهنه (pragmatics) له یوناني ( pragmatikos) کلمې څخه اخستې، چې د pragmat د کارونې او عمل په مانا دی.
 
کارونپوهنه د مانا مطالعه ده، هغه مانا چې ویونکی یا لیکونکی انتقالوي او اورېدونکی یې له متن څخه اخلي. ګرورهادسن وایي، کارونپوهنه د ژبې او متن ترمنځ اړیکه ده، چې ژبه پکې کارول کېږي. کارونپوهنه د دې اړیکې مطالعه ده.
 
کارونه په یو ډول له عمل او کارونپوهنې سره تړاو لري.
 
کارونپوهنه تر ډېره د فیلسوفانو لکه (پل ګرایس چې د ډیالوګ په منطق باندې) جي، ال سټین او جان سرل(د وینا له عملیې) څخه شروع کېږي، پر دې سربېره نامتو ټولنپوهانو هم په کارونپوهنې کې غوره کارونه کړي او د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی.
 
کتیکو پخوانی شکل دی، چې افراد پکې له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په نا رسمي رامنځته کېږي.
 
د خبرو اترو د درک نښې:
په غوره خبرواترو کې ګډون کوونکي د داسې موضوعاتو په لټه کې وي، چې د دواړو لوريو خوښ وي او یو بل سره د مرستې له لارې یوې موخې ته ورسېږي.
 
ټولنیزه ژبه د یوې ټولنې د ژبې مطالعه تر غورلاندې نیسي، چې بیا د ژبې اړیکې د ټولنیزو روشونو او نقشونو په رڼا کې څېړي.
 
په دې برخه کې ټولنیزو ژبپوهانو ته د یوې ټولنې فرهنګي کلمې ډېر اهمیت لري.
 
فرهنګي توکي او کلمې د یوه فرهنګ څیزونه دي، چې د ژبو د اړیکو ترمنځ ډېرې ستونزې زېږوي.
 
د ژبې تمایلات او ټولنیزې کلیشې:
په رواني مطالعو کې د ژبې ټولنیزوالی، حقیقي کارونه او د ژبې علمي والی د ژبې په برخه کې تر شته درکه ډېر اهمیت نه لري، خصوصاً هغه وخت چې د ژبې په اړه دغه شته درک په یوه کلي نظام کې راځي.
 
کله چې په موږ کې دغه باور پیدا شي، چې یوې اقلیتي ژبې بیا سر راپورته کړی؛ نو په طبیعي ډول به زموږ تمایل د هغې د زده کړې لپاره زیات شي.
 
همدا ډول که دا باور رامنځته شي، چې هغه ژبه لرغونې او ښه ده یا د هغې ژبې ویونکي نېک سیرته او بااستعداده دي یا د هغې ژبې د زده کړې سره به د یوې دندې څښتن شو، دغه ډول میعارونه په ټوله کې غیرعلمي او غیر ژبني دي. په دې بېلګو کې زموږ باورونه د عیني واقعیتونو پر اساس نه وي، بلکې د انګېزې او د کړنو تر حده وي؛ نو په همدې اساس ټولنیزه ژبپوهنه له ټولنیزو کلیشو سره کار لري.
 
کارونپوهنه او ماناپوهنه: 
ماناپوهنه او کارونپوهنه دواړه د ژبپوهنې له څانګې څخه دي، چې په دواړو برخو کې د مانا انتقال د ژبې په وسیله کېږي.
 
د کارناپ په نظر: په کارونپوهنه کې د مانا مطالعه د ویونکي او اورېدونکي په نظر کې نیولو سره وي او په ماناپوهنه کې بیا د مانا لټه خپلواکه یعنې له ویونکي او اورېدونکي پرته کېږي. لکه په لاندې بېلګه کې:
 - دروازه خلاصه ده.
مانا یې له ویونکي او اورېدونکي څخه خپلواکه ده او یوه ګرامري جمله ده؛ نو کېدای شي، چې همدغه جمله د ویونکي او اورېدونکي د شرایطو او موقعیت له پلوه بله مانا افاده کړي؛ په داسې حالت کې چې ویونکی او اورېدونکی په غیرعادي حالت کې وي او د موقعیت له مخې بل ته ووایي چې دروازه خلاصه ده، یعنې دروازه ستا پر مخ خلاصه ده؛ نو څومره ژر چې کولای شې لاړ شه.
 
د همدې نویو لیدونو له مخې ویلی شو، چې له یوه غږه نیولې تر متن جوړونې پورې، د جملو په جوړښت کې د مانا ترمنځ یو ډول پټه لار موجوده وي یا یې د استعمال په مواردو کې د ژبې له ځینو اړخونو د بې خبرۍ له امله د مانا په پوهېدو کې پاتې راځو؛ نو له همدې مخې ویلی شو، چې د کارونپوهنې په برخه کې د درو برخو په ادلون بدلون لکه زمان، مکان او حالت سره په مانا کې هم تغیر راځي، چې همدا د ګرامر د نویو څېړنو په اساس د متن په غوراوي او مانا کې له ویونکي او اورېدونکي سره ډېره مرسته کوي.
 
کارونپوهنه مانا له ناژبنیو چینلونو سره په تړاو کې مطالعه کوي او دا یې له مانا پوهنې سره توپیر هم دی. نا ژبني چینلونه د ټولنپوهنې او ارواپوهنې په مرسته مشخصوي او دا له کارونپوهنې سره د دې دواړو علومو اړیکه ده.
نا ژبني بهرني چینلونه دا دي.
                 
پایله 
ژبه نه یوازې د افرادو ترمنځ د پوهاوي بلکې د اړیکو ستره وسیله ده، چې ژبپوهان له یوه غږه پیلوي، په ګرادني، نحوي، مانایي او کارونپوهنه چې له متن څخه د فرد پر اخیستنې مانا رڼا اچوي.
 
کارونپوهنه تر ډېره د فیلسوفانو لکه (پل ګرایس چې د ډیالوګ په منطق باندې) جي، ال سټین او جان سرل(د وینا له عملیې) څخه شروع کېږي، پر دې سربېره نامتو ټولنپوهانو هم په کارونپوهنې کې غوره کارونه کړي او د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی.
 
کتیکو پخوانی شکل دی، چې افراد پکې له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په نا رسمي رامنځته کېږي.
 
                           ماخذونه
1: امامی، سمیرا( 1398) زبانشناسی - کاربرد شناختی، کابل، انتشارات دانشگاه.
3: باقری، مهری( 1387) مقدمات زبانشناسی، تهران، انتشارات نشر قطره.
2 : برتن، استرانگ، رزماری دوشین(1395) زبانشناسی، ( فاطمه عظیمی فرد، فایقه شاه حسینی)تهران، آوند دانش.
4: پالمر، فرانک (1395) نگاهی تازه به معنی شناسی،( دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
5: راجر فالر، رومن یاکوبسن، ډیویډ لاج ، پیتر بری(1397)زبانشناسی و  نقد ادبی(مریم،  خوزان، حسین پاینده)تهران، انتشارات نشرنی.
6: زیار، مجاور . (۱۳۹۶ ل. ل) . پښتو مانا پوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
7: ویلیام اگریدی، مایکل دابروولسکی و  مارک ارنف ( ۱۳۹۴) ، در  امدی بر زبان شناسی معاصر، (ترجمه: دکتر علی درزی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات سمت.
8: مهند، محمد راسخ ( 1390)  درامدی بر زبان شناسی شناختی: نظریه ها و مفاهیم، چاپ دوم، تهران: انتشارات سمت.