محمد شاکر کارګر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرمان له لارې، محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.

د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام دفتر عمومي رئیس په توګه د محمد شاکر کارګر ټاکل کېدل منظور کړل.

محمد شاکر کارګر د هیواد پېژندل شوې څېره ده، په افغانستان کې د سیاست او حکومتولۍ په برخه کې ډېره کاري سابقه لري.

نوموړي په تېر کې د لنډمهاله ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي، په اذربایجان کې سفیر او د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او په ګډو ګټو هیوادونو کې د جمهوررئیس د ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.