افغان او ايساف ځواکونو د خوست د تيرزيو په سيمه کې يو لړ عمليات تر سره کړي

 نن سهار وختي افغان او ايساف ځواکونو د خوست د تيرزيو په سيمه کې يو لړ عمليات تر سره کړي دي چې په ترڅ کې يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو له قوله ۵ مخالفين وژل شوي دي ، د افغان ملي امنيتي ځواکونو په وينا چه دوی غوښتل چې د تيريزيو په سيمه کې د حقاني د شبکې مربوط او يا د طالبانو ځايي قوماندان ونيسي چا چې د خوست د صحرا باغ په حمله کې هم لاس درلود او همدارنګه يې دوه افغان ملي ادرو سرتيري هم وژلي وو، د دې څخه پرته يې په سيمه کې د تاوتريخوالي او چاودنو مسوول هم پيژندل شوی وو، د افغان ملي امنيتی ځواکونو له قوله هر کله چې دوی تيريزيو په سيمه کې شکمن کور محاصره کړو مخالفينو خپلې وسلې واخيستې او د کور څخه يې په تيښته پيل وکړو ، د امنيتي ځواکونو له قوله چې دوی ورباندې بريد تر سره کړو ۵ تنه يې ووژل او ګڼ شمېر يې ټپيان کړل،