د سيد کرم په ولسوالۍ کې يوه بمي چاودنه شوي

۲۹ د مارچ ۲۰۱۱
نن ماسپښين د سيد کرم ولسوالۍکې، پر افغان سرحدي او د ملي امنيت د سرتيرو پر کتار پسې چاودنه تر سره شوي ده ، دغه يوه کمزوري چاودنه وه ، او افغان سرحدي او د ملي امنيت سرتيرو ته يې کومه سخته او د پام وړ تلفات ندي رسولي، يواځې د دوه افغان سرحدي پوليسو افسران  لږ ټپي شوي دي. دا چاودنه هغه مهال تر سره شوه چه د افغان سرحدي ځواکونو او د افغان ملي امنيت سرتيرو د سيد کرم ولسوالۍ څخه دوه کيلومتره لرې پر ګزمه بوخت وو.