افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰ ته ورسېد 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت ته ويلي دي چې د کرونا وژونکي ويروس درې نوې پېښې نن ثبت شوې چې په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰ ته ورسېد. 

دغه درې نوې پېښې يوه په نيمروز او دوه يې په هرات ولايت کې ثبت شوي دي. افغانستان کې د کرونا ويروس تر ټولې ‌ډېرې پېښې په هرات ولايت کې دي. 

که څه هم افغان حکومت په چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته ځانګړي تياري ونېولو خو له ايران افغانستان ته د افغان کډوالو راتګ په دغه هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو لامل شو.