کرونا ويروس د ساري يا نېونکو ويروسونو د کورنۍ غړی دی، چې د تنفسي سېسټم د ککړېدو يا عفوني کېدو سبب کيږي. کرونا ويروس په تنفسي سېسټم کې له عادي زکام نېولي بيا د SARS ويروس د پېښېدو سبب کيږي. کرونا ويروس په چټکۍ خپرېيږي او له يو کس بل کس ته ځي. کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس په ۲۰۱۹ کال کې له چين خپور شو چې د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د کوېډ-۱۹ په نوم ونومول شو.
دغه ويروس د ميخ په ډول تاجونه لري چې همدغه بڼه او اغېز يې د کرونا ويروسونو کورنۍ نښه ده. د نورو لسګونه ويروسونو په ډول دغه ويروس هم په هوا کې د يو ناروغ کس له ټوخي او پرنجېدو خپريږي؛ روغ کس ته رسيږي او د تنفسي غړو له لارې تنفسي سېسټم ته دننه او د ککړېدو سبب يې کيږي. له پرنجېدو او ټوخي وراېخوا دغه ويروس له يو ناروغ او ککړ کس څخه د نېږدې کېدو او تماس يا اړيکې له لارې هم لېږد کوي.
دغه ويروس په ستونزمن ډول پيزوان يا مهار کيږي. يو ناروغ کس کولی شي چې له دوه تر درېيو روغ کسان په کرونا ويروس اخته کړي. د نورو ويروسونو په ډول کرونا ويروس هم د کوربه کس د وجود په حجرو، ژونکو يا سېلز کې خپل جنېټکي مواد شېندي او ځاي پر ځاي کوي. کرونا ويروس خپل RNA يا Ribonucleic Acid د ککړ انسان د وجود دننه حجرو ته رسوي او دغه مرحلې ته ribosomes وايي. دغه RNA بيا د اخته کس په وجود کې اضافي او خطري پروټين تولېدوي.
دغه مرحله بيا د انسان په وجود کې مضر genomes څو برابره کوي، چې په پايله کې نور د وجود ضد يا رقيب عنصر رامنځ ته کيږي. له دې وروسته کرونا ويروس په د انسان د وجود دننه خپل RNA ډبل کوي او لا يې خپروي.
هر کله چې کرونا ويروس د انسان وجود دننه دغه فعايلت پيل کړ نو سخته تبه، ټوخی، د ساه لڼدوالی او نورې ستونزې رامنځ ته کيږي چې د همدې ويروس نښې شمېرل کيږي. کرونا ويروس د تنفسي سېسټم د التهاب يا pneumonia ناروغۍ لامل کيږي. ورپسې د پښتوروګو د فلج سبب کيږي چې پايله مرګ دی.
د روغتيا نړيوال سازمان ورځې کې څو ځلې په صابون او اوبو او يا هم د ميکروب ضد مايع سره د لاسونو مېنځل، له نېږدې کېدو ډډه کول، ځان يوازې ساتل او د ډېرو مايعاتو او ويټامين سي خوړل/څښل د کرونا ويروس د مخنيوي لارې په ګوته کړې.
وروستي