د بشریت تاریخ په ورغوي کې

جواهر لال نهرو خپلې لور ته د بشریت تاریخ په لنډه توګه ویلی دی. دا تاریخ یې تر ډېره د تکامل پر نظریه تکیه دی، د یو پنډت او سیاسي رهبر په توګه دا چې جرات یې کړی چې د مذهبي نظریو ورهاخوا د بشر او طبیعت منشاء تر بحث لاندې ونیسي ډېره د خوښۍ خبره ده. نهرو په خپله یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی و؛ خو بیا هم تر ډېره یې فکر، کړ او ګړ سوسیالیزم ته نژدې دي او په بیا بیا یې د فزیکي بدلونونو تر څنګ د ټولنیزو بدلونونو، طبقاتو او شتمنۍ وېشلو باندې هم خبرې کړي دي. دا چې دا لیکونه یوې لس کلنې جنۍ یعنې لور ته یې لیکلي نو ډېر ځایونه له پیچلو موضوعاتو تېر شوی دی؛ بیا هم په خورا ساده بڼه یې د تکامل نظریه وړاندې کړې او د بشریت تاریخ یې څیړلی دی. د دومره ساده والي سره سره پرې اوس هم ځینو د نه پوهېدو اظهار کړی دی چې علتونه یې ژباړه کې د معیاري لهجې او معیارونو نه کارول او له تکامل نظریې څخه بشپړه بېخبري دي. 

کتاب پخوا لیکل شوی ځینې تېروتنې او کمۍ لري ځکه چې تقریباً یوه پیړۍ پرې وتلې ده او علم هره ورځ نوی کیږي او ډېریږي. د طبیعت په هکله یې بحث له ژوندي مالیکول پیل کړی دی چې د سلونو میلیونونو کالونو څخه همداسې تېر شوی دی؛ دلته یې هم په فوسیلونو او خاپونو باندې تکیه کړې ده. د حیواناتو پر تدریجي تکامل او بلاخره په انسان بدلېدو غږیدلی دی. نوموړی وایي چې انسان ډېر وړوکی دی؛ خو فکر یې قوي دی او پر حیواناتو او طبیعت یې لاسبری کړی دی؛ که څوک فکر نلري او نه کوي نو له حیواناتو سره یې ډېر توپیر نه کیږي یا کیدای شي وحشي ابتدایي انسان یې وبولو.

بیا د ټولنې په منځته راتګ، د مشر په اړتیا، د مشرۍ په میراثي کیدو، ټولیزه شتمني په شخصي بدلېدو او متمدن کیدو غږیدلی دی.

د کار وېش په هکله وایي چې انسان کله کرنه زده کړه نو خوراکي توکي ترې ډېر شول او دغه کار هم بزګران له نورو بېل کړل او هم یې کارګران راجوړ کړل، همدا ډول دا چې تنظیم ته اړتیا پېښه شوه نو ادارۀچیان یا مامورین هم وپنځېدل چې زما (احمد سمون شریفي) په آند دا مامورین د نیل سیند د اوبو د وېش وخت کې رامنځته شوي وو چې د جولیوس سِزار په لاس د مصر نېول کېدو څخه به یوه یا دوه پیړۍ وړاندې وو. 

د ابتدایي دینونو په منځته راتګ کې یې ویلي چې انسان هغه څه ته عبادت پیل کړ چې یا به یې ګټه ور رسوله لکه ګنګا سیند او یا به یې هغه ته عبادت کوه چې ترې وېرېده به لکه باد، سیلۍ، توپان، باران، ساړه او نور. بشر ته وروسته ګرانه شوه چې د هغه څه عبادت وکړي چې نه یې ویني نو یې د خپلو خدایانو په رسمولو پیل وکړ او ډېر شمېر یې ویروونکي بڼه باندې جوړ کړل تر څو خلک ترې وویریږي. دغو خدایانو ته د انسانانو قرباني هم کېده، دوی فکر کوه د خدای به هم انسان غوندې اړتیاوې، غرایض او غوښتنې وي. دا چې خدای یې ورته په غوسه نشي نو ځینې پیغلې او هلکان به یې ورته قرباني کول چې وروسته دا قرباني د څارویو په برخه شوه. نهرو دغه لیکونه خورا بې پرې لیکلي آن د خپل مذهب خیال یې هم ندی کړی او علم یې غږولی دی. 

د ښارونو جوړولو او پاچاهانو منځته راتګ کې وایي چې لویې کورنۍ قبیلې شوې او بیا یې مشر نور هم ځواکمن شو او ځینو ځایونو کې مذهبي مشران خپله پاچاهان هم وو. ځینې ځایونو لکه مصر کې فرعون هم نیمه خدای او مذهبي مشر ګڼل کېده او هم پاچا و چې تر مرګ وروسته به خدای ګڼل کېده. نوموړی د یو پاچا کیسه کوي چې ویل به یې زه خپله دولت یم، یعنې هر څه چې وایم؛ دا کیسه په ابتدایي پاچاهیو کې هم وه او نن هم شته چې ځینې کسان نظام، دولت، قانون او هر څه د ځان بولي. 

په نژادونو لنډ غږیدلی دی چې یا به دغو نژادونو له مختلفو حیواناتو تکامل کړی وي او یا به اقلیمي شرایطو بدل کړي وي، لکه سړې هوا چې شمالي قطب کې خلک سپین کړي او استوا ته نژدې بیا ګرمۍ خلک سیځلي او تور کړي دي. وروسته بیا کیدی شي دغه رنګ او نژاد میراثي شوی وي. نوموړی وایي یو وخت اریایانو دغه سیمې ته اریاوتا ویله ځکه چې د غرونو منځ کې لکه سپوږمۍ یا هلال پرته ده چې دا اریاوتا د"سپوږمۍ وطن" معنا لري او ایندو هم سپوږمۍ ته وایي نو معنا یې د ایندو ځمکه کیږي زه(احمد سمون شریفي) داسې انګېرم چې کیدای شي د هندو نوم له همدې راوتی وي. 

نهرو آخري څپرکو کې د بشریت تاریخ تر هنده راټول کړی دی تر څو لور وپوهوي چې موږ څوک یو؟ او اوسنی هویت مو له کومه راغلی دی. نوموړی شمالي هند د اریایانو او جنوبي د دارویدیانو اولادونه بولي چې د هند اصلي اوسیدونکي دي. د ژبو په منځته راتګ لنډ خو جامع غږیدلی دی او اصلي ژبې یې اصل کې څو لویې کورنۍ بللي دي چې نورې ژبې بیا وروسته ترې منځته راغلي دي او که څوک یو دوې ژبې زده کړي نورې په اسانۍ زده کولی شي.

آخر کې به واویم چې دا کتاب، آند او ویناوې د نهرو دي او په اصطلاح؛ نقل کفر، کفر نباشد؛ په تنقیدي او پراخ نظر دې ولوستل شي.