جمهوررئیس غني او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټلیفوني خبرې وکړې.

نوموړي یو ځل بیا جمهوررئیس غني ته د بیا ځلې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت رهبري له تروریزم سره مبارزه کوي، کرونا ویروس سره مبارزه هم مهمه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له حکومت سره یو ځای کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې همکار دی.

جمهوررئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي څخه وغوښتل، دا چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی، ملګري ملتونه دې په وچه کې ایسارو هیوادونو لپاره اعلامیه صادره کړي چې دغو هیوادونو ته دې لازمې ترانزیټي اسانتیاوې برابرې شي چې اکمالات یې په درست ډول وشي.

په دغه ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو له ایران څخه د افغان مهاجرینو د راستنېدو په اړه هم خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وویل، له ایران څخه هره ورځ د زرګونو افغانانو راستنېدل چې د کرونا ویروس د خپرېدو لامل ګرځي، یوه لویه معضله ده او د ملګرو ملتونو سازمان په دغه برخه کې لازمې مرستې ترسره کوي.

جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو مننه وکړه.