کرونا سره ټوکې نه کیږي

یواځینی هېواد به افغانستان وي چې خلک یې د کرونا وایروس جدي نه نیسي او ان د دې وایروس په تړاو داسې خبرې کیږي چې رشخند بلل کیږي.

ایټالیا، جرمني، چین، استرالیا ټول هېواد قرنطین کړی او د نړۍ د ځینو نورو هېوادونو لوی ښارونو کې هم قرنطین شوي او خلکو ته اجازه نشته چې له کورونو ووځي او یا له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې تګ راتګ وکړي.

دا هر څه د دې لپاره دي چې احتیاطي تدابیر ونیول شي او هغه ګواښ چې د دې ناروغي د انتقال له امله دی کم او یا له منځه لاړ شي.

افغانستان کې د روغتیا وزارت هره ورځ خلکو ته لارښوونه کوي چې تدابیر ونیسئ، خو هره ورځ دا موضوع په تمسخر بدلیږي.

دا موضوع جدي ده او باید د خلکو د ژوند لپاره جدي ونیول شي.
دا کار به دومره سخت نه وي چې هرو څه دقیقو کې لاسونه په صابون او پاکو اوبو ومینځل شي.
دا به هم سخت نه وي چې له خلکو سره په لاس او غاړه باندې له روغبړ ډډه وکړئ او خلکو ته ووایي چې نه غواړم تاسو په کومې ناروغي مبتلا شئ.

دا به هم سخته نه وي چې تاسو په داسې ځایونو کې له ګډون ډډه وکړئ چې ګڼه ګوڼه ډيره وي.

دا به هم سخته نه وي چې تاسو پرته له زیات ضرورت څخه بازار کې له ګرځیدو ډډه وکړئ.

دا به هم سخته نه وي چې تاسو په ټولنه کې له خلکو سره له زیات تماس ځان وساتئ او ځان او نور خلک وژغورئ.

دا هم سخته نه ده چې هر ځای باندې د لاس لګولو او یا لمس کولو څخه جدي خود داري وکړئ او خپل ځان وژغورئ.

تاسو ولیدل چې خپل حکومت درته اعلان وکړ چې ودونو او فاتحو کې له ګډون ډډه وکړئ او دا ستاسو د روغتیا لپاره ګټور دي.

تاسو ولیدل چې حکومت پریکړه وکړه چې خصوصي او دولتی پوهنتونونه او ښوونځي یې رخصت اعلان کړل، تر هغې چې د کرونا وایروس د خپریدو ګواښ وي، تر هغې به دا پریکړه وي او ممکن دوام هم پیدا کړي.

نو د دې لپاره چې خپل او د نورو ژوند مو ژغورلی وي، هیله ده د کرونا ناروغي جدي ونیسئ.

دا به ستاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره ډير لوی کار وي چې تاسو په دې برخه کې د روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړئ او نورو خلکو ته یې هم سپارښتنه وکړئ.