سوله تر هر څه لومړی یووالي ته ضرورت لري

د سولې پروسه او دا چې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي، د خلکو تمې همدا دي چې سږ کال او یا کال ته به سولې ته ورسیږي.

له یوې خوا د سیمې استخبارات د سولې پروسه کې مقابل لوري سره لاسوهنه کوي او له بل لوري په افغانستان کې ځینې سیاسي او قومي سوداګر د دې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره ډول ډول څرګندونې کوي چې د خلکو اندیښنې یې زیاتې کړي دي.

تاسو ګورئ چې ځینې سیاسیون، احزاب او هغه کسان چې ځانونه قومي مشران بولي د خپلو شخصي ګټو لپاره خلک پاروي او هڅه یې دا وي چې څنګه د سولې پروسه سبوتاژ کړي او پروړاندې یې خنډونه راپورته کړي.

دا سیاسیون چې لس کسان هم نه لري، خو دا چې ځینې امکانات لري، یو شمېر خلک راپورته کوي د سولې پروسه کې د امتیازاتو غوښتنه لري، یا دا چې له حکومت د یو پوزیشن یا قرارداد غوښتنه لري چې ور یې کړي.

ځینې سیاسي احزاب هم د سولې پروسه کې دي، هم پوزشن کې دي، هم اپوزشن کې دي او هم د اسلامي جهموري دولت په مخالفت کې دي، د دوی ستونزه یواځې دا ده چې هر څه باید د دوی په انحصار کې وي او نور څوک دې برخه نه اخلي.

قومي او سیاسي مشران بیا خپله سوداګري کوي، هر ځای کې یوه موضوع راپورته کوي، بیا هغې موضوع ته قومي، سمتي او ژبنی رنګ ورکوي او هڅه یې دا وي چې له دې لارې له حکومت امتیاز ترلاسه کړي.

دا چې په دې وخت کې حکومت د ملي اجماع لپاره سخت ضرورت لري او محتاجه دی، ځینې سیاسیون او احزاب د حکومت له همدې مجبوریت ناسمه ګټه اخلي او هڅه یې دا ده چې ځینې موضوعات راپورته چې ملي اجماع پکې تر پوښتنې لاندې راشي.

افغانستان او افغانان په اوسني وضعیت کې یووالي ته ضرورت لري، سولې ته ضرورت لري او دا هر څه هغه وخت شوني دي چې له شخصي ګټو تېر او ملي ګټو ته ترجیح ورکړو.

کله چې موږ ملي ګټې وپاللې او له شخصي ګټو تېر شو، باور وکړئ چې هم سوله راتلونکې ده او هم به هیڅ ځواک و نه توانیږي چې زموږ تر منځ کړکیچ رامنځ ته او ګډوډي وکړي.

افغانانو ته پکار ده چې د دې ځینو اشخاصو پروړاندې ودریږي چې لس کسان نه لري، خو ځان به د خلکو استازی ، د قوم استازی، د سمت استازی او د ولایت استازی معرفي کوي.

ځوانانو او فعالو خلکو ته پکار ده چې د شر خوښو او سولې مخالف مشرانو پروړاندې راپورته شي او هغوی ته یا قناعت ورکړي او یا یې له صحنې وباسي چې نباید د سولې ملي پروسې ته خنډونه جوړ کړې.