فرهان يوسفزی او د کرکټ مشرتابه

د کرکټ له ټولو تيرو شويو چيرمينانو سره له نږدې پيژنم چې پکې مې له ځينو سره ډيره نږدې ملګرتيا وه او ده. په هر صورت زه په تيرو خوالو او ناخوالو نه غږيږم، چا خپلې مشرتابه کې زرينې کرښې جوړې کړې او څوک د تورو کرښو عاملين ... ټولې تقريبا تيرې خبرې دي، خو د هر يوه خدمت او خيانت نه د چا له ياده وځي او نه مسخه کيږي. 
 
... رابه شو دې ته چې فرهان يوسفزی د کرکټ ټينګښت او مخکې تګ ته څنګه وو، څنګه ده او څنګه به وي!!!؟
 
تر هر څه وړاندې مو بايد په دې سر خلاص وي چې دې سړي ته  د کرکټ تاريخ تر ټولو ګواښونکي حالت سره مخ اداره ورترغاړې شوه (دا بايد د يوه څرګند حقيقت په توګه ومنو او تقريبا ټول هيوادوال پرې هوکړه هم لري). ځکه چې له يوه لبه داسې کرکټ بورډ په ميراث ورورسيده چې  پکې تازه په تازه د کرکټ د يوې نيمې لسيزې د عقده يانو کلکې يارانې او دښمنۍ پالل شوې وې؛ عقده يانو په دې کې پوره مهارت درلود چې څنګه چاته دروغجنه اتلولي او هوايي برياوې وروښيي، څنګه څوک په ځان مين او څنګه يې د خپلې عقدې پاللو په دايره کې راوڅرخوي! خو دا چې چا ښه ويلي چي د درواغو مزل لنډ او فريب ځان ښکاره کوي، نو بې شکه چې په وروستيو کې ترې هر څوک ځان لنډوي او په لاس، خوله او زړه کې ترې د څنګ معذرت غواړي. حتا داسې اداره ورترغاړې شوې وه چې څوک نه پوهيدل چې بالآخره وروستۍ موخې او اهداف يې څه وې!؟ ځکه هغه څوک پکې ډير وځپل شول چې د هغوي په پاک نيت او ګران هيواد ته په خلوص او ديانت تر بل هر چا همدا عقده يان ښه پوهيدل! (له مونږ پرته پرې لانړيوال ښه وغږيدل).عقده يان دومره په مهارت مخکې لاړل چې په هر حالت کې يې ګټې په ځان راتاو کړې وې؛ هغوی انګيرلې وه چې په دواړو حالتونو کې به يې خپلې ازلي عقدې پاللې وي؛ که يې افغانستان ګټي، نو دوی به اتلان وي چې همدا تغيرات وو چې مو راوستل او که يې خدای مکړه، بايلي، نو د سوشيل ميډيا له لارې به د يو څو تنو په هيوادمينو ځوانانو او اتلانو او نورو په توهين، تحقير او دوی ته په خاين ويلو سره بيا هم برېت دوی تاووي.
 
د ميليونونو هيوادوالو په منځ کې فرهان يوسفزی هم داسې يو څوک وو چې په هيوادني کرکټ يې زړه خوږيده او ځوريده خو د ډيرو برخلاف دا سړی هيڅ مايوسه نه وو! هغه لا هم هيلې درلودې او د هيوادني کرکټ بيرته شان او شوکت ته د ورګرځيدو لپاره يې شاندارې حل لارې په زړه وې؛ او ډاډمن وو چې دا لوبډله بيرته کولای شي ښه سمه راژوندی او آن تر دې چې د کرکټ نړۍ هسکو ته ځان ورسوي؛ هماغه وو چې دې ځوان د کرکټ ساتنې لپاره مټې راونغاړلې. دا مشر په لومړيو کې لږ لږ له هغه څه وکړېده چې په ميراث ورپاتې وو، خو تدبير يې کار ورکړ او تر هر څه دمخه يې هه څه وکړل چې پوره اغيزمن خو خورا ستونزمن وو؛ او هغه د لوبغاړو ترمنځ يو موټي کيدل او يوووالی وو؛ همغه وو چې هغه د لوبغاړو تر منځ بشپړ اتفاق راوستو لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړه، ځکه دده سر خلاص وو چې دې بې اتفاقۍ ته په مياشتو مياشتو لمنې وهلې شوې وې او د څو تنو لخوا پکې د کلونو کلونو عقدې پکې پالل شوې وې. هغه په دې پوه وو چې دا کار آسانه نه ده خو ناممکنه هم نه ده! هغه په ډير تدبير او مهارت ملي اتلان يو بل ته غاړه غړۍ کړل! هغوی يې پوه کړل چې د سختو شپو او ورځو نه بيليدونکي ياران يئ او هيواد ته د لانورو برياوو او وياړونو د راوړلو څنګ په څنګ اتلان! له يو بل پرته نيمګړي او يو بل سره د ټول ملت خوښي او ښه زيری! او د نوموړي دا په زړه پورې ابتکار ټول هيواد وليد! چې بې شکه د شاباس او آفرين لايق وو...
 
فرهان يوسفزی پخپله وايي چې په لومړيو کې په کرکټ ډير زيات نه پوهيده! (دا يې هم د خلوص او پاکۍ نښه ده) خو تر څنګ يې دا هم يو ستر حقيقت ده چې هيڅ تير شوی چيرمين هم د ملي لوبډلې متقاعد لوبغاړی نه وو او په ګرده نړۍ کې د کرکټ بورډ مشران داسې څوک ندي چې  په نړيواله کچه د کرکټ متقاعد لوبغاړي واوسي (او هيوادوال بايد په دې پوه اوسي چې که د کرکټ پوهه د چا موخه وي، نو نړيوال کرکټ لوبيدنه يې بايد معيار وي، نه فيسبوکي تبصرې، خيتالوژي او يا هم د کوڅو او کمپونو ټينس بال کرکټ؛ ځکه چې تر دغه ليول کرکت بيا هر چا کړی). 
 
که چا په کومه اداره کې کم تر کمه يوه مياشت کار کړی وي او يا هم په ځان ډاډمن وي او کرکټ تبصره ليکي نو دا به يې ضرور انګيرلي وي چې د هرې ادارې لومړنی کس بايد د تخنيکي اړخ د ابتدايي معلوماتو د درلودلو تر څنګ پياوړی او مدبر مدير واوسي او که له ضد، عقدې او منفي ګرايئ تير شو نو له زړه به يې ومنو چې تر دې مهاله ښاغلی فرهان يوسفزی پکې شامل او بريالی دی.
 
زه شخصا د يوه ځوان او کرکټ مينه وال په توګه پرې سل په سلو باوري يم چې تر څو ښاغلی فرهان ددې ادارې په راس کې وي، کرکټ به مو ښه او خوندور روان وي او که خدای کول د کرکټ مخکې تګ په لور به له هيڅ داسې کومې ستونزې سره مخ نشو چې کرکټ مو زيان ومومي.
 
ځکه هغه د کرکټ پالونکي، خرابوونکي، عقده يان او تقريبا ټول تماشه يان ډير ښه پيژندلي! او رب دې لاهمت ورکړي.
 
هو! په پای کې د کرکټ بورډ سترې ادارې په ټولو کارکوونکو هم غږ کوم چې په وياړلو دندو ياست!!! فرصت له لاسه مه ورکوئ او له سره تر پايه ددې سړي بشپړ ملاتړ وکړئ، ځکه ستاسو مشر ستاسو له ډاډ، مرستې او منډوترړو پرته شايد ګام هم مخکې لاړ نشي! دا ومنئ چې د ادارې او لوبډلې تر منځ لا توپير شتون لري، په دې ډاډه اوسئ چې لوی خدای ښه زدني لوبډله درنصيب کړې ده، اتلان مو د نړۍ جدولونه ټاپ کوي، که تاسو يې آيرلنډ ته مخ کوئ نو آيرلنډ وهي، که يې له زيمبابوې سره يې مخ کوئ نو زيمبابوې وهي که يې له بنګله ديش سره يې مخ کوئ نو بنګله ديش وهي... خو دا تل ذهن ته راولئ چې دې لوبډلې مو ويسټ انډيز، سريلنکا او ځينې نور بار بار وهلي!... او که لږ لاس په کار شئ نو ژر ده چې دا لوبډله به مو د کرکټ په نړۍ راج کوي. 
 
نو ... لوبې برابرې کړئ، ښې سمې يې برابرې کړئ او ښې غټې يې برابرې کړئ.
مونږ هم د ملت په توګه دا ژمنه کوو چې هره بريا کې به د ملي اتلانو او فرهان سره څنګ کې ستاسو منډې ترړې او هڅې هم يادوو او هم به درباندې وياړو!!!