ته او هر څوک چې په دې نړۍ کې دي، له دولتونو نيولې تر ملتونو او خلکو پورې تر ډيره د خپلې راتلونکې د تامين لپاره چې له څو کلونو زيات ندي کوښښ او هڅې کوي. ولې همدا تاسو چې راتلونکې ته مو په فکر کې ياست، همدا تاسو چې همدغې لږې راتلونکې لپاره مو کوښښونه او هڅې کوئ، د راتلونکي هميشني ژوند په اړه مو فکر کړی؟ او آيا ستاسو په عقیده راتلونکی هميشنی ژوند مو هم په انتظار کې دی؟ او آيا وروسته له دې لنډمهاله او تيرېدونکي ژوند څخه وروسته به بل ژوند هم راشي؟ او آیا راتلونکې ژوند له دې تيريدونکي ژوند سره کومه اړيکه لري؟ آيا کله مو هم د راتلونکي ژوند د نيک بختۍ په لارو چارو فکر کړی؟ آيا فکر مو کړی چې څرنګه يې په ټينګه د هغه ژوند زيری مونږ ته راکړی؟ او آيا دا منئ چې: همغه پيداکوونکي چې مونږ يې له خاورو پيدا کړو کومه ستونزه نشته چې له خاورې کيدو وروسته مو بيرته د دويم ځل لپاره له همدې خاورو بيا پيدا کړي؟ او آيا دا نه منئ چې هماغه خدای چې خپل قدرت او حکمت يې زمونږ په پيدايښت او ژوند کې وښود، زمونږ د مرګ او بيرته پيدا کولو لپاره هم حکمت لري او زمونږ د مرګ حکمت به زمونږ له مرګ څخه وروسته مونږ ته وښودل شي؟ او آيا دا منئ چې څوک انسان له منيو او نطفې څخه پيدا کړي، پر خپل حال پريږدي؟ او آيا ممکنه ده هغه خدای چې په ځمکو او آسمانونو کې د حق او عدالت حاکم دی، د انسان په ګردو چارو کې به يې حق او عدالت نه وي مراعات کړی، ښو خلکو ته جايزې ورنکړې او ګناهګار او مجرمين د خپلو ناوړه عملونو په جزاء ونه رسوي؟ هغه خدای چې رسولان يې هر امت ته وليږل څو خلکو ته د حساب د ورځې او له مرګه وروسته د عدالت او جزاء په اړه خبردارۍ ورکړي، حتما په دې ژمنې هم عمل وکړي او د خپلو رسولانو حقانيت به په اثبات ورسوي او هيڅکله به هم له خلکو سره د هغوي له ژمنو تير نشي، د حساب ورځ راتلل او د قيامت نيږديوالی نښې نښانې، هماغه ډول چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی دی ښکاره شوي او کولای شو په ډير وضاحت سره يې وګورو او څه شی ندي پاتې، مونږ هماغسې چې د قيامت ورځې نښې نښانې وينو، محشر او قيامت به هم ووينو.
دا يو علمي حقيقت دی او علم هم په اثبات رسولای چې ځمکې، فضا او ټول موجودات د بشر ټولې کړنې او ويناوې ضبطوي او هو هیڅ څيز نه ضبطيږي مګر ددې لپاره چې يوه ورځ نمايش ته کيښودل شي او ټول يې وګوري او واوري. خدای جل جلاله د الزلزاله سورت ۱ څخه تر ۴م آياتونو کې فرمايي:
إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿۱﴾ وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿۲﴾ وَقَالَ الْإِنسَانُ مَا لَهَا ﴿۳﴾ يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ﴿۴﴾ (الزلزله)
ژباړه: کله چې وخوځوله شي ځمکه په خوځېدلو سختو خپلو سره، او دباندې راوباسي خمکه درانه شيان له خپله منځه، او به وايي انسان (منکر له بعثه) چې څه شوي دي دغه (ځمکې) لره (چې د باندې راوباسي مدفون خپل)، په دغې ورځې کې وبه وايي بيانوي به ځمکه خبرې خپلې (خلکو ته که د خير که د شر).
چا چې پيدا کول پيل کړل او بيا يې د دويم ځل لپاره هم اعاده کړل نو حتما د دويم ځل لپاره هم په پيدا کولو قادر دی، همداسې چې لومړی ځل يې پيدا کړل. ډيره مهمه مسئله ده او د هميشنۍ او نه ختمېدونکې راتلونکي موضوع ده. د هميشني ژوند مسئله ده او دا ژوند کيدای شي له نعمتونو، خوندونو او يا هم قهر او عذابونو سره يو ځای وي.
له نامعلومې راتلونکې څخه به دې ډار او وهم که هم لرې نشي مګر دا چې د الهي پيغمبرانو ويناوې درته حقيقت پيدا نکړي او د زړه له کومې يې ونه منې چې ټول هغه خبرونه چې هغوی درته راوړي دي سم دي او په هغه خدای چې ته يې پيدا کړی يې او مړ کوې دې او بيا دې بيرته راژوندی کوي، ايمان رانه وړې، او فقط همدا يواځينی لاره ده څو آرام اوسې او ژوند دې له نيکبختۍ سره مل وي او د ځان وهمونه دې ورک شي. او نور خپلې راتلونکې ته د نامعلومې لارې په توګه نه ګورې بلکه کولای شې چې خپله راتلونکې لاروښانه او ښکاره ووينې او دا ټول به په هغه صورت کې درته ښکاره وي چې په خپل خپل خدای ايمان راوړې او رسولان يې تصديق کړې. او بيا ګورو چې د هر عاقل انسان لومړنۍ دنده په خدای جل جلاله ايمان او د زړه له تله پر هغه او د هغه پر رسولانو (عليهم السلام) اعتراف کول دي.
... نور بيا ...
وروستي