ورځ کې د يوې هګۍ خوړل او پر روغتيا يې اغېز 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، تر ډېره د هګيو خوړل د سهار په چای کې مروج دي. هګۍ د روغتيا لپاره ګتورې شمېرل کيږي او د پروټين ش د شتون په اساس هګۍ د غوښې ځای نېولی شي. يانې په هغه اندازه پروټين چې غوښه يې لري؛ هګيو کې هم شتون لرلی شي. د انسان وجود کولی شي چې په هګيو شته پروټين تر ۹۸ سلنه جذب کړي. 

د هګۍ يوه بله ګټه دا ده چې په ډېره کمه اندازې کالوري لري. د شوې څېړنو پر بنسټ يوه هګۍ کې، تر 70 kcal لري. پروټين د وجود انرژۍ په برخه کې اړين رول لري او که چېرې يوه ستره کاري ورځ ولرئ نو سهار د يوې هګۍ خوړل به ستاسو د وجود وړتيا پورته وړي. 

هګۍ له پروټين وراېخوا ويټامين او منرالونه هم لري. هغه کسان چې يا ورزش کوي او يا هم په خپل مهال وېش کې فزيکي کاري ورځ ولري، نو سهار پر مهال يوه  هګۍ خوړل پرې مثبت اغېز شېندلی شي او د وجود فزيکي وړتيا يې ډېروالی شي. 

سهار مهال يوه هګۍ خوړل وجود کې د ویټامین A، رابوفلون، ویټامین B12، فاسفورس  او ویټامین ډي تشه ډکوي او ستاسې کاري ورځ له ستړيا خلاصوي. د يادونې ده چې د پورته ذکر شوي پروټېنونو، منرالونو او ويټامينونو په لرلو د سترګې اړوند ناروغيو مخه هم نيسي.