غبرګې لوړې؛ د معاملو ژورې

سږنۍ ولسمشريز ټاکنې د کمي او کيفي دواړو اړخونو ډېرې ضعيفې وې، په کمي لحاظ د خلکو ګډونو خورا لږ و،په د ۳۶ ميليونی نفوس کې چې ښايي رای ورکولو وړ په کې د ۱۸ ميليونو شاوخوا وي، ايله يو نيم ميليون شاوخوا وګړو په کې خپله رايه وکاروله. په کيفي لحاظ ټاکنې ډېرې ناندريزې وې، پر درې لکو رايو تر پايه له ولسمشر غني پرته نور اکثره کانديدان معترض دي او وايي چې هغه مخکې او وروسته له وخته استعمال شوي او د بايو ميتريک ستونزې يې سرباري.
 
په هر صورت په دغسې يوه شکمنه سيالۍ کې ګټونکی اعلان شو، دغه اعلان بيا هم اکثره کانديدانو ته د منلو وړ نه و، عبدالله عبدالله د ګټونکي په اړه ډېر صريح موقف ونيولو او خپل ځان يې متقابلاً ګټونکی اعلان کړ، هغه چې نن يې له ولسمشر سره موازي خپله لوړه هم تر سره کړه.
 
غني او د جمهوريت بحث!
د غني په خبرو کې څو خبرې ارزښتي منظر لري، دا ځل ولسمشر په داخلي موضوعاتو کې نرم وغږېد، هغه له خپلو پخوانيو حريفانو وغوښتل چې لاسونه ورکړي او په شريکه وطن ته کار وکړي، تېره مياشت چې کله  هغه د ټاکنو وړونکی اعلان شو ډېر تېز او په پېغورونو کې غږېدلی و. هغه د کډوالو په اړه هم وويل چې د هغوی د راستنولو پر پلان به کار وکړي او دا يې هم وويل چې بې وطني او دربدري بس ده او تکرار به نه شي.
 
د منسجم او پياوړي دولت جوړول او په ميراث پرېښودل او د جمهوريت ساتنه له ارزښتي مسايلو وو چې ولسمشر غني ترې په ډېر شدت يادونه وکړه، سره له دې چې يو شمېر شنونکي ولسمشر او د هغه حلقه له جمهوريت څخه په ځانګړې فکري، سليقوي او اړتيا له مخې ګټې اخېستنې متهموي، خو جمهوريت د يوې ارزښتي کليمې په توګه زمونږ په نوي نسل کې د بحث وړ موضوع ده، په داسې حال کې چې له ۱۳۵۳ سرطان کودتا نه وروسته دلته د څو لسيزو لپاره مطلقه ديکتاتوري تجربه شوې او عام وګړي د خپلو حکومتونو او زعامتونو په ټاکلو کې دخيل نه وو؛ نو دوی ته دا ډېره مهمه ده چې يا به جمهوريت مني او يا به دکتاتوريو او دايم العمرې واکمنيو ته ستنېږي.
 
افغان ملت يو متدين ملت دی، ديني ارزښتونه دوی ته تل په طبيعي شکل سرې کرښې دي، خو دا ملت دا هم غواړي چې په همدې تدين کې خپل زعامتونه خپله وټاکي، دوی بايد په يويشتمه پېړۍ کې د دکتاتورۍ پېړۍ ته ستانه نه شي، دوی نه غواړي چې د عربي هېوادونو د دکتاتوريو او شاهي اسبتدادونو نمونې پرې واکمني وکړي، له همدې امله جمهوريت دلته بايد په اسلامي او افغاني سياق او سباق کې صيقل شي، دلته زمونږ د دين په لارښوونو کې هم د ملت د رايو جواز شته او زمونږ په عرفونو کې هم د پېړيو مخکې لويو جرګو دود او دستور شامل دی، هغه چې بايد د ټاکنو د معاصرو چلندونو په رنګ کې رنګ شي. له همدې امله جمهوريت په يوې اسلامي او افغاني ريښه کې  زمونږ د نسل مقبوله ارزښتي پديده ده.
 
غني او عبدالله؛ غبرګې لوړې!
د عبدالله عبدالله د تحليف مراسمو په پرتله د ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته بهرني او کور دننه مهم شخصيتونه راغلي وو، عمده علت يې دا و چې په هر صورت د غنی د بري اعلان له رسمي کانالونو وشو او نوموړي په دې اړه د ولسمشرۍ وثيقه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه تر لاسه کړې وه. سره له دې چې د نوموړي د بري اعلان په بهرنيو هېوادونو کې له پراخه استقبال سره مخ نه شو خو بهرنيو هيئتونو او سفارتونو يې په مراسمو کې د همدې رسمي بڼې له امله برخه واخېسته.
 
عبدالله عبدالله هم موازي د لوړې مراسم ترسره کړل، سره له دې چې د غني په مقابل کې د نوموړي مراسم د رسمي کانال نه بې برخې وه، او بهرنيانو يې په مراسمو کې برخه وانه خېسته خو بيا هم د عبدالله عبدالله دغه موازي اعلان پر غني يو قوي فشار کېدای شي، بهرنيان ښايي دغه فشار ته په کمه سترګه ونه ګوري، له عبدالله عبدالله سره د رسمي اعلان شوي ۳۹ فيصده رايو پرته يوه لويه سياسي او اجتماعي تنوع راټوله ده او دا تنوع غرب په کمه نه اخلي. دغسې سياسي راټولېدنه د فشار يوه اساسي نقطه ده.
 
که غني په دې توانېدلای وای چې له ځان سره په ايتلاف کې سياسي مطرح او نفوذ لرونکي ګوندونه راټول کړي او د افغانستان سياسي اجتماعي تنوع يې درلودلی، نو نن به دا يو ډېر ښه چانس وای چې هغه په ځانله ځان هغسې حکومت جوړ کړی وای د کوم په لاس چې هغه خپل منشور پلی کولای شوای، د تاريخ دا فرصت داسې وو چې غني په کې له دې استدلال نه هم برخمن وو چې ګنې ده حکومت له عبدالله سره شريکولو خو هغه ورسره په فيصديو جوړ رانغی.
 
د معاملو ګرمې چنې!
دلته دا هم ډېره مهمه ده چې کله غني وويل له غربي شريکانو سره زمونږ اړيکې بنيادي او پياوړې دي، او بيا يې له خليلزاد او مېلر څخه ځانګړې مننه وکړه، دا چې مشخص يې امريکا ياده نه کړه، کېدای شي ټاکنو په وروستيو جوړجاړيو کې د خليلزاد له منډو ترړو ستومانه شوی وي، په دغه مجلس کې خليلزاد هم ډېر ستومانه او نارامه ښکارېده، له بلې خوا امريکايان د سولې په پروسه کې هم افغان دولت ګوښې ساتلی او تر منځ يې اړيکې پر سټراټيژيکې ملګرتيا ولاړې نه ښکاري. غني او امريکا په يو ډول معامله روان دي او دواړه يو بل ته په کمين کې ښکاري، غني چې پر دغه معامله څومره پوهېږي او د معاملي پر امريکايي ګودرونو بلد دی، نو ورڅخه بلا ګټه اخلي، ويل کېږي د بنديانو د خوشې کولو غوټه يې پر همدغسې د لوړې مراسمو خلاصه کړه او ګورو به چې په راتلونکو معاملو کې کومې کرښې ترسيمېږي او ړنګېږي.
 
د دې ډېر امکان شته چې د لوړو تر دې مراسمو وروسته او له طالبانو سره د خبرو اترو مخکې په داخلي لحاظ د خبرو اترو اصلي مجالونه بيا پرانېستل شي، دغه جوړ جاړی ښايي غربي منځګړي ترسره کړي، په ځانګړي ډول خليلزاد چې په دې برخه کې يې پرون ورځ او شپه د ارګ او سپېدار تر منځ په ځغاسته تېره کړه. د عبدالله عبدالله په خبرو کې هم د جوړ جاړي لپاره دروازه پرانېستې پاتې شوه، کېدای شي د فيصديو او اجرائيه رياست ته ورته جوړښتونو په اړه بيا ځل بحثونه له سره ونيول شي، دغسې جوړجاړی د لوړې مراسمو په ترسره کېدو سره پای ته نه رسېږي يوازې د معاملو معادلې به په کې لږ تغير راتغير شي.
 
د سولې يو طرفه لاره!
د سولې په اړه د د طالب او داعش د فکري ريښې ګډون او په دې اړه د جدي بحثونو يادونه خپله بې ريښې وه، پر دې موضوع ډېر ابتدايي انسان هم پوهېږي چې د طالب او داعش عقيدتي واټن ډېر زيات دی، او دا چې هغوی څومره ټکرونه کړي پر دې د ننګرهار، کنړ او جوزجان جنګونه شاهد دي. په دغسې يوه حقيقت کې د طالب او داعش فکري ګډون مطرح کول د سولې په وړاندې د محض بحثونو ايجادول دي.
 
په يو طرفه او پرته له ملي او سياسي اجماع نه د سولې هيئت ټاکل د سولې په لاره کې ممد نه دی، دا به په سوله کې د يوه داسې حکومت استازولي وکړي چې په کور دننه ډېر ناندريز دی او له ډېر ضعيف ولسي حمايت نه برخمن دی. که غني او ټيم يې د افغانستان د  ثبات لپاره سټراټيژيک کار کوي نو بايد د سولې لپاره د ټولو مطرحو ګوندونو په کنفرانس کې د سولې قضيه مشوره کړي او له همدې لارې د سولې لپاره پر هيئت سلا وکړي، کېدای شي دولت د سولې په هيئت کې دولتي شمېر په خپله خوښه وټاکي خو د سياسي مطرحو لوريو برخه دې د هغوی مشورې ته پرېږدي.