قومي ټېکه داران خو خپلو سياسي او شخصي ګټو پسې سر دي؛ خو عام ولسه تا ته څه غم درپېښ دی!؟ 

له تېرو شلو کالونو په افغانستان کې  د حامي - پيرو سياسي ډګر ښه سم ګرم دی. د افغانستان په څلورو لويو قومونو؛ پښتون، تاجک، هزاره او ازبک کې د ګوتو په شمېر قومي ټېکه داران د سياستوالو او مشرانو په نوم  او پوستکي کې  سياسي ډګر را دننه شوي دي؛ په خاص کې دغه څلور قومونه او په لویه کې يې افغان ولس در په در کړ. 

د دغه قومونو ترمنځ پښتون او ازبک  بيا تر يو بريده ډېر مړو پسې نه ګرځي، خو تاجک او هزاره د سلو کالونو پخوانيو مړو باندې هم داسې وير کوي، لکه همدا نن چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې، د بهرني يرغل پر وړاندې، له هېواده په دفاع کې په وينو لت - پت شوی وي. 

تاجکانو کې يو څو ژونديو؛ ډاکټر عبالله عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، احمد ضا مسعود، بسم الله خان، يونس قانوني او ځيني نورو له احمد شاه مسعود داسې کس جوړ کړی، چې احساساتي تاجک ځوانان په ټولنيزو رسنيو نېږدې چې احمد شاه مسعود ته پيغمبر ووايي. د افغان ملي امنيتي ځواکونو په موټرونو او دفترونو کې؛ چې بايد له هر ډول سياسي چارو لېرې وي د احمد شاه مسعود انځور، ښار کې د مسعود انځور، پر فېسبوک احمد شاه مسعود.....

که پوښتنه وشي، نو احمد شاه مسعود څه کړي دي؟ مسعود کورنيو جګړو کې د حکمتيار سره ښکر په ښکر  وو؛  يو پښتانه او بل تاجکان وژل، د طالبانو په وخت کې يې بيا له ملا عمر سره پښې بندې کړې، يو پنجشريان او مزاريان او بل کندهاريان ووژل. که پورته پسې لاړ شې او که لاندې؛ مسعود او مقابل لوري يې په يو او بل نوم افغانان سره وژلي دي. نور خو احمد شاه مسعود نه په فزيک کې کومه اختراع کړې ده، نه يې د کيميا کومه معادله رامنځ ته کړې او نه يې په هېواد کې د کومي ملي، علمي ادارې  او څړنيز مرکز بنسټ ايښي. 

احمد شاه مسعود که ښه وو او که بد اوس وفات دی، نه يې انسان ته ښه رسيږي او نه هم شر. که ښه يې کړې دي او که بد نو اوس خدای پوه شه او احمد شاه مسعود. د احمد شاه مسعود نوم يو غبرګون پارونکی نوم، ډاکټر عبالله عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، احمد ضا مسعود، بسم الله خان، يونس قانوني جوړ کړ. دوی داسې لوبه وکړه چې مسعود يې تاجکانو ته سره کرښه کړه او ځانونه يې د دغه سرې کرښې ساتونکي معرفي کړل.

 نو اوس که چېرې د ډاکټر عبالله عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، احمد ضا مسعود، بسم الله خان، يونس قانوني شخصي ګټې په زيان کې راشي او يا شخصي ګټو ته د رسېدو هڅه کوي، نو  د مختاړې او ورستاړې په ډول ور سره د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم .... نومونه تړي. 

که ډاکټر عبالله عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، احمد ضا مسعود، بسم الله خان، يونس قانوني په کومه ستونزه کې نه وي، نو بيا مسعود ورڅخه هېر وي، خو که چېرې يې ګټې په زيان کې شي، نو احمد شاه مسعودو رباني او فهيم رامخې ته کړي او د مړو له  جسدونه ګته پورته کوي. خوار لس هم د قومي، ژبني او سياسي تعصب په پيچلو لومو کې پروت دی، ځان صدقه کوي کوي او د مسعود مړ جسد بايد ژوندی پاتې شي. 

په ورته ډول؛ کريم خليلي، محمد محقق او د هزاره قوم يو څو نورو قومي ټيکه دارانو د عبدالعلي مزاري مړ جسد هزاره ګانو ته د حساسيت ټکی او سره کرښه جوړه کړې ده. عبدالعلي مزاري اوس مړ دی، که هېواد ته يې چوپړ کړی او يا يې هم  هېواد او ولس سره ظلم کړی وي، ستر پادشاه  (الله ج) ته ورغلی دی او هغه به ورسره حساب او کتاب کوي. 

که د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني او نورو په څېر د عبدالعلي مزاري ژوند هم ولوستل شي، نو رووستۍ پايله يې دا ده چې يو جنګي قومندان وو او بس. فرض لمونځ به قضا شي، خوار هزاره او تاجک وګړی به له ناروغۍ د مرګ په پوله وي، کور کې به يې د سهار او بيګاه د خوارک درک نه وي؛ خو په مېلېونه افغانۍ به د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري..... د مرګ د ورځو په وير مصرف کيږي. 

هر کال د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري..... د مرګ ياد غونډې وي. ټول ولس په دې خبر دی چې  دوی څوګ وو او څه يې کړي. که څوګ يې ملاتړي دي هم ورته د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري..... کړه وړه مالوم دي او که څوګ يې مخالف دي هم د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري..... په کړنلارو خبر دي. 

هندوستان کې د ماهاتما ګاندي، افريقا کې د مندېلا او امريکا کې لنکن او وايت د زېږدو او مرګ ياد ورځې دومره څه چې هېڅ نه لمانځل کيږي لکه څومره چې په افغانستان کې د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم، عبدالعلي مزاري..... ورځې لمانځل کيږي. هغه هم په داسې يو وضعيت کې چې د افغانستان امنيت او د نړۍ امنيت تاسې پرتله کړئ. 

تازه، همدا پرون؛ تر ۳۲ ولسي بې ګناه هزاره ګان مړه او تر ۶۰ زيات ټپيان شول. محقق، کريم خليلي، عبدالله عبدالله، د دوستم زوی، صلاح الدين رباني، کرزي.... د لسګونه ساتونکو او زغروالو ګاډو په درلودو له صحنې خوندي ووتل. دوی په رسنيو کې يوازې دومره وکړل چې د خلکو په وژل کېدو او ټپي کېدو يې خواشيني وښوودله. خو غم په هغه کور او په هغه چا دی، چې پرون لکه د کربلا ميدان؛ په وينو کې  لت - پت پراته وو. د محقق، کريم خليلي، عبدالله عبدالله، د دوستم زوی، صلاح الدين رباني، کرزي.... تسليتونه به نه د تېرې ورځې وژل شوي راژوندي کړي او نه به هم د ټپيانو د درد درمل شي. 

خو ولس نه وېښيږي او نه هم د خپل ژوند په قدر پوهيږي. که هر څومره وژل کيږي خو بيا هم نه صبريږي او لا پسې بدخته کيږي. قومي ټيکه داران به په کې خپلې موخې لټوي خو په خوب ويده ولس به پسې د مرګ په بيه د مرده باد او زنده باد چيغې وهي!