د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي (خاویر پرز دکوئل) د ۱۰۰ کالو په عمر ومړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د کب)، د پيرو هېواد وګړی (خاویر پرز دي کوئل) چې له ۱۹۸۲تر ۱۹۹‍۱ کال پوري د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وو، تېره ورځ د سلو کالو په عمر ومړ. 

(خاویر پرز دي کوئل) د ملګرو ملتونو له جوړېدو را وروسته  د ياد نړسوال سازمان پنځم عمومي سرمنشي پاتې شوی؛ پر کويټ د عراق بريد کې يې مهم ډپلوماټيک رول لوبولی. 

نوموړي دوه ځلې پر له پسې د ملرګو ملتونو د عمومي سرمنشي دنده تر سره کړې ده او دا هغه وخت وو چې د امريکا متحدو ايالتو او پخواني شوري يووالي ترمنځ سړه جګړه روانه وه. 

د ملګرو ملتونو اوسني عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس د (خاویر پرز دي کوئل) پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې نوموړي په نړيواله کچه غوره چارې تر سره کړې ده او  د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان يې ژغور مثبت اغېز اوس هم پروت دی. 

(خاویر پرز دي کوئل) لومړی کس وو چې له سويلي امريکا يې  د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په توګه دنده تر سره کړې. دی په ۱۹۹۵ کال کې د پيرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو، خو ماته يې وخوړه.