خواخوږی

خواخوږی
ملګرې پوهیږې!
دلته هر څه مجازي دي،نه مینه نه احساس،نه ملګرتیا شته بس ټول یو عادت ګرځېدلي،دلته هر څوک په ظاهر کې یو بل ته په خوله ډېرې خوږې خبرې لري،خوپه زړه ډېرې رخې کوي.دلته ټول یو بل سره د عادت له مخې اوسیږي،ځکه خپل عادتونه نه پریږدي. نه اخلاص شته نه خواخوږی،بس د دروغو نړۍ ده او دا دروغ تر دې حده رسېدلي،چې ځانونه یې پکې ورک کړي.
دلته ظاهر او باطن دواړه دروغجن دي.احساسات مړه دي او د خپل منزل ته په تمه دي،خو پر دې نه پوهیږي،چې د کښتۍ ماڼو نشته،ریښتیا او خلوص نشته کله کله خو وایم چې دوی لکه چې په دې نه پوهیږي،چې داسې ورځ هم راتلونکې ده،چې پټ به ښکاره شي .
ملګرې! دوی سره د بل چا هېڅ غم نشته،دلته ځانځاني ده،د کور دباندې سوالګر له سړو او ولږې مړي،خو د کور څیښتن ورته په دې پلمه څه نه وروړي،چې بیا به تل راځي.
دلته نوی زیږدلي ماشوم د خپل ځان په غم کې وي چې څنګه ښه ژوند وکړي،او چې د مور په یبلو پښو او تڼاکو لاسونو لوی شي د ځان غم ورسره وي د مور نه.
څومره ستونزمنه ده دې نړۍ کې ژوند، چې هره خوا ځانځاني وي،له درده مړي خلک خو د درمان کوښښ یې پرته له دې چې خپله وکړي نو څوک نه لري،په ریښتیا سره چې دې نړۍ کې د بل خاطر څه کول هسې کار ښکاري، د دې نړۍ له خلکو ویره پکار ده دوی یوازې د خپلې موخې رسېدلو کوښښ کوي دوی دې نړې کې دومره ورک دي چې خواخوږی هېڅ نشته.
دلته تنګه یم ملګرې،دېره تنګه یا خو د خدای ما هم د دوی  په شان کړي چې نور ونه ځوریږم یا خو دې خدای دا خلک بدل کړي .په دې هیله چې سبا سترګې پرانیزم،په مونږ کې یو بدل شوی وي او زه تاته د دې لیک له لېږلو ډډه وکړم.
لیکواله:مریم صدیقي