کټ - مټ د تېر په څېر، تېر کې مجاهدين، د ډاکټر نجيب الله حکومت او شوري؛ اوس مهال طالبان، امريکا او د ولسمشر غني حکومت. هغه مهال هم لومړی سوله د شوريانو او مجاهدينو ترمنځ وشوه او شوري پوځيان له افغانستان ووتل. اوس هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کيږي او امريکايي پوځيان به د مهال وېش اړوند افغانستان پرېږدي.
د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون کابو اتلس مياشتې وخت ونېولو په داسې حال کې چې د دوی ترمنځ د سولې تړون دومره پيچلي، ستونزمن او سخت نه وو څومره يې چې وخت واخېست.
د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون ځانګړنې:
۱- اجماع:
ياد تړون کې مهمه خبره د نظر يووالی وو. طالبانو په خپل منځ کې چې څه ډول بايد د سولې هوکړه وکړي اجماع شتون درلود او همدا ډول امريکايانو هم د يوې مرکزي رهبرۍ په شتون کې طالبانو سره وړاندې لاړ.
۲- شرطونه:
د دغه تړون کې شرطونه هم څرګند، ژر هوکړې ته رسېدونکي او اسان وو. امريکا له طالبانو غوښتل چې له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره دې اړيکې خوشی کړي، دا تضمين دې وړاندې کړي چې افغان خاوره به د امريکا لپاره ګواښ نه وي، افغان حکومت سره دې خبرې وکړي او يو څه نور.....
طالبانو د نورو شرطونو ترڅنګ مهم شرط دا وو چې بايد بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. د دوړاه خواوو شرطونه هغه خبرې وي چې امريکا او طالبانو له تړون وړاندې هم منلې وې. امريکا به ويل چې که چېرې افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي دوی وځي او طالبانو هم په لسګونه خلې دا خبره رد کړې وه چې ګواکي دوی له بهرنيو ترهګرو ډلو او يا بهرنيو هېوادنو سره اړيکې لري. دا ټول مسايل د شوريانو او مجاهيدنو په څېر کړه وړه وو چې هوکړې ته ورسېدل.
اوس ستونزمنه خبره دا افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې تړون او هوکړه ده. ويره دا ده چې څه ډول د شوريانو له وتلو وروسته د مجاهدينو او ډاکټر نجيب الله حکومت تر کالونو بيا جګړه وکړه او ورپسې مجاهدين په خپلو منځنو کې سره ښکېل شول او کورنۍ جګړې په کې پيل شوې.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون ځانګړنې:
۱- اجماع: که څه هم امريکا سره د سولې تړون په څېر به طالبان افغان حکومت سره د سولې تړون په برخه کې د نظر يووالی ولري، خو افغان حکومت او شته فعالي سياسي ډلې به له يوې سياسي اجماع برخمنې نه وي.
دا اوسني افغان حکومت د بنسټ ډبره د قانون پر اساس نه بلکې د مصلحتونو او د واک د وېش پر اساس اېښودل شوې ده. سياسي ګوندونه او سياسي ډلې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د حکومت د ملي پروژو او ملي مسايلو هم مخالفت کوي.
د سولې لپاره که حکومت پلاوی ټاکي نو سياسي ګوندونه يې نه مني او که چېرې سياسي ګوندونه له طالبانو سره د سولې خبرو ته دننه کيږي نو بيا حکومت مشروعيت نه ورکوي. داسې وضعيت طالبانو ته يو ښه چانس په لاس ورکوي. طالبان به له دې وضعيت ګټه پورته کړي او هغه شرطونه چې د افغان حکومت او افغان سیاسيونو د يووالي په شتون کې يې پر دوی نه شی منلی؛ د دوی ترمنځ د يوې اجماع د نه شتون په صورت کې به يې پرې قبول کړي.
۲- شرطونه:
- د حکومت ډول: لومړۍ ستونزه به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د حکومت په ډول وي. لکه څه ډول چې وړاندې حکومت په جمهوريت او طالبانو پر امارت ټېنګار کړی.
- اساسي قانون: طالبانو ته د هېواد اساسي قانون هم د منلو نه دی. اساسي قانون کې تعديل راتللی شي خو د اساسي قانون د تعديل څپرکي په رڼا کې. طالبان به په اساسي قانون کې داسې بنسټيز بدلونونه وغواړي چې ښايي د افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلې يې کالونه وخت ونېسي.
- نړيواله ټولنه: د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې بله د اندېښنې خبره د نړيوالې ټولنې لاس اخېستل دي. تر نن افغان جګړه او سوله نړيوال لوری لري او جګړې ته د ترهګرۍ پر وړاندې نړيوالې جګړې نوم ورکړل شوی دی.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د ولسمشر ټرمپ وروستيو څرګندنو ته په کتو
داسې ښکاري، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له دې وروسته جګړه او سوله به کورنۍ مساله شمېرل کيږي او نړيواله ټولنه به په کې لاس وهنه نه کوي.
وروستي