طالبانو د امريکې کنسول له پېښور څخه تېښتې ته اړ يوست

 په پېښور کې د امريکې کنسول (اليزابت روډ) چې د جمعې په ورځ د طالبانو له خوا د وژنې له ګواښ سره مخ شو، خپله دنده خوشې کړه او امريکې ته وتښتېد. د امريکې د بهنيو چارو وزارت وايي، چې روډ دوی ته د خپل امنيتي حالت په اړه اندېښنه وښودله او امريکي ته راغی او په څوورځو کې به نوی کنسول پېښور ته واستول شي.