مینه، شعر، ښځه او سیاست

« هغه څه چې زما لپاره ارزښ لري شعر دی، او شعر پخپله زه و ته یو...»
 
نزار قباني (۱۹۲۳ – ۱۹۹۸) د سوريې نامتو سیاستوال و ‌ډیپلومات او د معاصرې عربي نړۍ یو تر ټولو ستر مینه‌لیکونکی او ډېر لوستل سوی شاعر دی. «مینه او ښځه د هغه د شعرونو موضوعیت ده او د هغه مینه‌لیکنې د ښځې د ښکلاپیژندنې و روانپيژندنې د ذهني ظرافت و نرمیو د ټولو اړخونو غبرگونونه او د یوه شرقي نارینه لرلید په ښه توگه رانغاړي او څرگندوي. د هغه د شعر دوهمه موضوع سیاست دی. قباني په خپلو ټولو دوه ځلوېښت دفترونو کې له څرگندو تصویرونو او ساده و شډلو تورو سره د مینې، ښځینه عاطفې و سیاست په اړه  کښلي دي، هغسې چې یو پښتو ژبی لوستوال د خوشحال خان خټک رحمته الله د غزلونو یاد ته ستنوي. د هغه څو شعري ټولگې چې ما لوستي دا دي؛  د گندمگون ښکلا ماته وویل (1944) ، شعرونه (1956)، د کلیمو نقاشي (1966)،  زه یوازې یو نارینه یم او ته د ښځو قبیله یې (1993) او.. سربیره پر شعر، د شعر او ادب په اړه منثور کتابونه هم لري « زما او د شعر کیسه»، «شعر څه دی» او « شعر زرغون څراغ دی». هغه پیژند چې نوموړی یې له شعر څخه وړاندې کوي او یا د هغو ځوابونو څخه چې په مرکو کې يې ورکړي دي، د مخاطب لپاره د شاعر په حیث د هغه د لرلید په پوهیدنه کې ډېره مرسته کوي.  په لاندې بیلگو کې به ووینو چې قباني د ټولنې و سیاست پر ځمکه د (ښځې، مینې او شعر) په مثلثي چاپیریال کې، څه ښکلې او ظریفي نغمې سرودوي.
 
شعر
په منثورو ټولگو کې نزار په ډېره څرگنده توگه، خپل شعر را پیژني او د هغو تورو چې د شعر لپاره یې کارولي او د شعر د جوړښت، سبک او ژبې په اړه رڼا اچوي. قباني شعر یو لاشعوره او ناخوداگاه الهام او ښکارنده گڼي:
«شعر  یو زرغون څراغ دی چې خدای  په خپلو گوتو زموږ په دورن کې را ځړوند کړی دی.»
 
وروسته د شعر ویلو د حالت په اړه لیکي:
« شعر هماغه نڅا  ده او له هغې نڅا خبرې کول د گامونو د شمېرلو پوهه ده. بې‌پردې وایم زما خوښیږي وناڅم...همدا نڅا د روح د خوښۍ برخه ده، له ټولو ارادي او غیر ارادي کرښو او د پناه و هستۍ له ټولو کږلیچونو سره سره...»
 
«له ما پوښتي ولې تاسو د عربي نړۍ تر ټولو زیات لوستل کېدونکی شاعر یاست؟ ځکه زه طبیعي شاعر، د طبیعت په ژبه شعر لیکم او له طبیعي انسانانو سره همکلام یم.»

د معاصر شعر له مهمو عنصرونو څخه یو هم ذهن ته د نېږدي وییو او کلمو کارول دي. د قباني په شعرونو کې دا وییي په ډېر ښه ډول اوبدل سوي دي او د کلیمو و ذهن یوه رڼه اړیکه یې جوړه کړې ده. کچیري د شعر د تولید مفهمونه او زمان د شاعر په اختیار کې نه دی خو د شعر  ټول ابزار د شاعر د تجربو و زده کړو پر بنسټ را څرگنديږي او پټ نه سي پاته کیدلی. د قباني په باور څرنگه چې د نڅیدلو پر وخت نڅاکوونکی نسي کولی د خپلو نڅیدونکو غړو په اړه فکر وکړي، همداسې شاعر هم د شعر د ویلو پر وخت د مضامینو په اړه په فکر کولو برلاسی نه وي. اما د ژبې روانوالی و ساده‌والی او د شاعر صمیمت پر شعر خپل رنگ پرېږدي او شعر ته د شاعر د خیال و عاطفې شیره ورزیاتوي او مخاطب هم ورته رابولي. قباني د خپل شعر د ژبې په اړه وايي؛

« ددې کار چاره دا ده چې یوه «درېيمه ژبه» غوره کړم چې له آكادمیکې ژبې، منطق، حقیقت او پوخوالی واخلي او له عامیانه ژبې تودوالی، ساده والی، خوږوالی او فاتحانه زړورتیا خپله کړي. نن ورځ یې موږ په همدې «درېيمه ژبه»  لیکو او د عربو نننی شعر په خپل ژوروالي او روح کې په همدې ژبه متکي دی. زما د شعر ژبه له همدې «درېيمې ژبې» سره تړاو لري. ددې لیکنې په بهیر کې به بیا هم د نورو موضوعاتو په څنډه کې د هغه د شعرونو هویت ته ور ودانگم.
 
ښځه
قباني د «مینې او ښځو» شاعر نومول کېږي. د هغه د ډېرو شعرونو مضمون «ښځه»  دی، او له محدودو مواردو پرته د ځانگړو ښځو نومونه نه یادوي، بلقیس پسې یې ډېرې شیبې اوښکې څڅولې دي. هغه د خوشحال او شاملو په څير د دودپالو شاعرانو پر خلاف، ښځه چې څه ډول ده هماغسې يې ستايي او وايي:
«زه د شعر د لومړي جمهوریت بنسټگر یم چې ډېری اوسیدونکي یې ښځې دي
 
آن د هغه د ډېرو شعرونو عنوانونه هم پر همدې گواهي ورکوي، د بیلگې په توگه: «شهادت ورکوم چې تر تا ماسیوا ښځه نسته » (1979) ـ «د بلقيس شعر» (1982) ـ « پنځوس کاله د ښځو په ستاینه کې» (1994) او...
 
هغه په ښځینه شعر کې د هستۍ او پیدایښت بنسټ لټوي:
«په پیل کې... فاطمه وه
وروسته له هغې د مادې عنصرونه جوړ سول
اور و خاوره، اوبه و باد
او ژبې و نومونه...
دوبی و پسرلی
او سهارونه و شپې
او بیا وروسته د فاطمې له سترگو
نړۍ د تور گلاب راز کشف کړ.»
 
مینه
د مینې مفهوم د قباني په قاموس کې ډېر پراخ او ریښې ریښې خځیدلی دی. هر ځای چې شعر و ښځه وي، مینه هم وي. ددې ډول رڼو شاعرانو پاکه مینه د (4 او 5 ه‍ ق) پیړیو د عارفانو د مینې خاطر را تازه کوي. هغه کسان چې خپله مینه او شهۍ هر چیري مومي او نهایت کې له هغې سره یو ځای کېږي. وایې په پاکه مینه کې، مئین هماغه عارف دی، او شهۍ هماغه سپیڅلی موجود دی او د مینې و عشق حضور یې هر ځای وي.
«مینه په بیروت کې لکه خدای په هر ځای کې ده»

او يا:
«ستا مینې ما ته دا زده کړي دي...
چې له تا سره هر ځای مینه وکړم
 
په لوڅو ونو کې، په ژیړو وچو پاڼو کې، په باراني هوا کې... په باد و توپان و صحرا کې»

د شهی و شهۍ د یوځایوالي او یووالي ستاینه داسې کوي ؛
«مینه همغه ده چې خلک پر ماوتا شک وکړي
تا له ټلیفون راوکي، زه ځواب ورکړم...
او چې زما ملگري د ماښامنۍ بلنه راکړي هلته ته ولاړه سي...
او چې زما تازه عاشقانه شعر ولولي مننه له تا وکړي!!»
 
مینه باید ستاسو په ساه و نفس کې وي، ستاسو بدن باید په همدغه کیفیت کې وي. هر چیرې چې یاست، له هر چا سره چې یاست او آن که یوازې یاست مینه باید له تاسو سر ووهي. موضوع دا نه ده چې د یو چا مئین/مئینه واوسي، مسله دا ده چې په مینه واوسي، خو قباني له دې وړاندې ځي هم په مینه اوسي هم مین دی پر بلقیس و بیروت.
 
د قباني په شعر کې په زړه پوري ټکی دا دی چې د عربي د مذکر او مونث ضمیر څخه په ډېرې اسانۍ پوهیدلی سو چې د هغه مخاطب یوه ښځه ده، او د معشوق او معشوقې صیغې پکښې په لوړه کچه بیلې سوې دي.
 
مینه-شعر
څه ښه به وي چې د «مئین او ښځه په شعر کې» توپیر له «مینې او شعر» سره واټن رامنځته نکړي او دواړه یو بل ته نېږدي واوسي، اما د نمونې په ډول لاندې ټوټې مناسبې راځي:
«ددې حس په انگیزې کې هر سهار چې هر څه وینم، بدل په شعر سي...
 د مینې په حالت کې، د تودې قهوې شور هم شاعرانه وږمه سي.»
 
او په خپلو منثورو عبارتونو کې ځواب ورکوي چې:
«رانه پوښتي: چیرې حسوي چې د اتلوالۍ ځانگړنه درته پيدا سوې ده؟
هر کله چې د مینې په اړه کتاب نشروم، د اتلولۍ حس راته موسیږي....ځکه باور لرم چې د عاشقانه شعر لیکل په دې سیمه «عربو کې» د اتلولۍ اوج دی... »
 
ښځه-شعر
په لاندې نمونو کې قباني روښانه کوي چې د شعر انگیزه یې ښځه ده. په بله ژبه ښځه، مینه او شعر د قباني د شعر درې ضلعې دي او کله کله خو د ښځې او شعر تر منځ یو رنگي هم جوړوي:
«ښځه د شعر پر زانو کښيني تر څو یادگاري انځور واخلي
انځورگر ته هغه دواړه دوې خویندې و ایسې...»
«ستا لاسونه شعر دی، هم په شکل هم په مانا
او که ستا لاسونه نه وای، نه به شعر وای، نه به نثر او نه به هغه څه وای چې نوم یې ادب دی.»
 
په مخکني عبارت کې هم چیري د ښځو مثال ورکول سوی و، راغلي ول چې قباني ځان د شعر د هغه جمهوریت بنسټگر ښيي چې ډېری اوسیدونکي يې ښځې دي، او دا ښکلی عبارت د هغه په ټولو شعرونو او نغمو کې صدق کوي:
«د شعر د ټولو دفترونو پر مخپاڼو مې ستا لاسلیکونه دي..»
 
« ... او ښځه ښکلې ده
او لا ډېر ښکلي
د کاغذ پر پاڼو
د هغې د پښو خاپونه دي. »
 
مینه-سياست
هغسې چې سیاسي مفاهیم د شاملو او خوشحال بابا په شعرونو کې ډېر راغلي.  قباني سربیره پر دې چې یو بریالی سیاستوال و ډيپلوماټ و په شعرونو کې زیات نه تر سترگو کېږي، قباني په حقیقت کې په مینې او عاشقانه مفاهیمو پيژندل کېږي.  مگر د 1967 د جون له پنځم وروسته چې د عربو د ماتې سره نېږدي تاریخ دی، ده خپل سیاسي شعرونه خپاره کړل او د « د ماتې د دفتر په څنډو کې» شعر یو له هغو دی.

په ټوله کې قباني د مینې او ښځو شاعر دی، او مینه يې تر ډېره د شهۍ په خاطر ستایلې ده، هغه وايې:
«خلک ما ستر مئین بولي او نه غواړي ما د یو ستر غمجن او دردمن په بڼه وویني... نزار قبانيد جون تر پنځم مخکې مني اما هماغه نزار قباني د جون تر پنځم وروسته ردوي.»

او هلته چې سیاسي رمزونه له شعرونو سره مله کړي، غوغا خپره کړي او داسې يې سرودوي:
«له ما سره ډیموکراتیک وږغیږه چې د قبیلې نارینه‌و زما په هېواد کې د سیاسي سرکوبۍ بازې ښه زده کړي ده
او نه غواړم چې ته له ما سره د عاطفي سرکوبۍ بازي خپل کسب وگرځوي......»
«پرېږدئ چې کودتا رهبري کړم او ستا د موسېدلو سترگو حاکمیت پر خلکو وچلوم...»

 
ښځه-سياست
کله کله خو قباني هېواد ښځه گڼي او هېواد-مور ته وفاداره دی یا حتی خپلواکي، آزادي او د ټولنې عنصرونه د ښځې په چوکاټ کې ستايي:
« هغه چې د ښځې پلوی دی، د هېواد پلوی دی او هغه چې په ښکلي مخ زړه بایلي په ټول جهان يې زړه بایللی دی... مینه زما په نزد د نړۍ په غېږ کې نیولو او انسان ته کرامت ستنولو په څیر ده.»
 
تا ښځينه غواړم
ځکه تمدن ښځينه دی
شعر ښځينه دی
د غنم ساقه
د عطرو ښيښه
حتا پاريس – ښځينه دی
 
...او بيروت – د خپلو ټولو زخمونو سره – ښځينه دی.
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي شعر ووايې، ښځه اوسه
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي خدای وپيژني، ښځه اوسه
 
شعر-سياست
هغه شعرونه چې قباني د سیاست او ټولنېزو موخو په خدمت کې کارولي؛
«شعر څه دی کچیري بدلون نه راولي؟
شاعر څوک دی کچیري خپل ځان بدل نکړي ؟»

«هغه شعر چې د خلکو ورځې بدلې نه کړي، یا هغوئ ته لار و مسیر ورنکړای سی، یا د هغوئ ږغ و نه رسوي او یا د انسانیت ژباړن نه سي، یوازې د وره تر شا پاتيږي...»
او دا مسولیت د شعر موضوع ده چې انسان په خپل زمان کې ورته اړ باسي.
 
مینه، شعر، ښځه او سياست
«زما ښځې
ته زما د ټولو شعرونو غورچاڼ يې او د ټولو آزادیو د وږمو گلاب
هیله مې درلودل چې یوه بله زمانه کې مې پر تا زړه بایللی وای چې ته تر دې  لا ډېره مهربانه-لا ډېره شاعرانه وای... او چې د کتابونو روح، د یاسمین وږمه او د آزادۍ بوی لا حساس سوی وای!!»
 
په پای کې ویلی سم چې نزار قباني د عربي ادب د وروستۍ پیړۍ یو ستر شاعر دی د «مینې، ښځې او شعر» په موضوعاتو کې له سیاسي و ټولنېز بن‌بست او کږلېچ سره سره ښکلی تللی دی. قباني له شعر سره صداقت لري، په شعري عبارت هر شاعر د خپلو فکرونو و شخصیت له حیثه پيژندل کېږي. نزار قباني وایي: «شعر په خپله زه او ته یو». قباني باورمن دی چې « زه طبیعي شاعر یم، د طبیعت په ژبه شعر لیکم او له طبیعي انسانانو سره همکلام یم.» په واقعیت کې قباني ځان له ټولنې نه لیري کوي، د هغوئ له منځه دی او له هغوئ سره دی او د هغوئ لپاره یې سرودوي. که څه هم تر سیاسي مبارزې ډېر د مینې او ښځې هینداره ده. قباني باور لري چې که شعر د انسانیت ترجمان و نه اوسي او په ټولنه کې بدلون و نه زیږوي، یوازې د تړلي وره تر شا پاتېږي. د قباني ژبه ساده،  اسانه و بشپړه  ده او ورته وخت کې روانه، جاري او نرمه ده. له نویو او معاصرو عنصرونو لکه قهوې، میاشتنۍ، د قهوې فال، چلچراغ، لمڅي او ...څخه شعري گټنه کوي او وايې چې په درېیمه ژبه یې لیکم، داسې څه چې د اکادمیکي او عامیانه ژبو تر منځ وي.

د قباني د مینې شعرونه د بیا بیا اوریدو وړ دي. قباني په ډېر صمیمت خپلې شهۍ ته کسي او ښه پریمانه په مئین کيږي.
درواغ مې ویل ...
ژمنه مې کړې وه چې مینه نه درسره ولرم
وروسته له دې نازک تصمیم وویریدم
ژمنه مې کړې وه چې بیرته نه راگرځم
او راوگرځیدم
او له زړه تنگۍ و نه مرم
او مړ سوم...
بیا بیا مې ارادې وکړې
بیا بیا مې پریکړه وکړه چې خوا دې پرېږدومه
خو په یاد نه لرم چې تا نه څنگ ته سوی وسم
له ځان اوچتې ژمنې مې وکړې
سبا به ورځپاڼې زما په هکله څه وایي؟
حتما به لیکي لیونی سوی ومه
حتما به لیکي ځانوژنه مې کړې ده
ژمنه مې وکړه
چې کمزوری نه اوسم ... وم
او سترگو ته دې شعر و نه وایم
او ومې وایه
ژمنه مې وکړه چې نه ..
او نه ..
او نه، نه ..
او څه وخت چې مې حماقت ته مخه کړه ... وخندیدلم
درواغ مې ویل د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل ...
ژمنه مې وکړه ستا د زلفو خیال به نه وړمه
خو چې مې وړاندې وروسته تیره سولې
لکه شپه چې د پیاده رو پر څنډه وخوځیږي
فریاد مې وکړ...
ژمنه مې وکړه
سترگو ته دې نه در گورم
که مې هر څو مینې ته کېکاږي
څه وخت چې مې ولیدل ستوري را اوري
نارې مې وکړې
ژمنه مې وکړه
چې هېڅ د مینې لیک درته نور نه لیکمه
خو – د ضد پر خلاف – ولیکئ مې
ژمنه مې وکړه چېیري چې ته يي هغه ځای نه کړم پيدا
خو چې ماښام خبر سوم بلل سوې یې ته
ولاړمه ...
ژمنه مې وکړه چې راباندي گرانه نه واوسي
څرنگه؟
چیري؟
اصلا څه وخت ما ژمنه کړې؟
ما په رښتیا درواغ ویل
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل ...
ژمنه مې وکړه
په ډېر سړښت ... او په زښت حماقت
چې تاته تلونکي پلونه ټول وران کړمه
پټ مې تصمیم ونیو چې ټولې ښځې ووژنمه
او ستا پر وړاندې مې جگړه اعلان کړه
او څه وخت چې مې ستا پر سینه اسلحه کېښودله
ماته مې وخوړله
او چې ستا تسلیم سوې لاسونه مې ولیدل 
و شرمیدلم
ژمنه مې وکړه چې نه ... او نه ... نه، نه ...
او ټولې ژمنې مې
لوگي ول او د هوا څپو پر سر اخستل ...
ژمنه مې وکړه
چې هېڅ شپه به بیا تاته زنگ ونکړم
او ستا په فکر کښې نه سم، څه وخت چې ناروغه کېږي
او اضطراب ونکړم
او گلاب در ونه لېږم
او لاسونه دې ښکل نه کړم
او شپه مې زنگ وکړ ... د ضد پر خلاف مې
او گلاب مې ولېږه ... د ضد پر خلاف مې
او سترگې مې دې ښکل کړې ... تر هغو چې موړ سوم
ژمنه مې وکړه چې نه .. او نه .... نه، نه ...
او څه وخت چې مې حماقت ته مخه کړه ... وخندیدلم
ژمنه مې وکړه چې کار سره وتړم
او چې و مې لیدل ستا له سترگو اوښکې څڅېږي
اسیر سوم
او څه وخت مې چې ستا پږی پر ځمکه لویدلی ولید
پوه سوم دومره په اسانه ته نه مري
ته مې خټه یې ... ته قبله یې
ته تر شعر وړاندې الهام یې
ته دېوان یې ... ته ترتیب و قاعده یې .. ته ماشوم یي
ته د سلیماني غزلو غزل يې
ته یو سپڅلی کتاب يي
ته روښانتیا يي
ته پيغمبره یي
ژمنه مې وکړه
چې ستا نازنیني سترگې د خپلو خاطراتو له دفتره ایسته وباسم
او نه پوهیدم چې ژوند به مې غورځوم
او نه پوهيدم چې ته ..
له وړو اختلافو سره – ته زه یم 
او زه ته یې
ژمنه مې وکړه چې راباندي گرانه نه واوسي
-څه لیونتوب-
له ځان سره مې څه وکړل؟
درواغ مې ویل د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل ...
ژمنه مې وکړه
چې پنځه دقیقي وروسته نور دلته نه واوسم
مگر ... چیري ولاړ سم؟
واټونه له باران ډک دي
چیري ولاړ سم؟
د ښار په قهوه خانو کښې تشویش استوگن سوی
یوازي چيرته د سمندر سیل وکړم؟
چې ته سمندر يي
ته بادبان یي
ته سفریي
کېږي لس دقیقي نور هم پاته سم؟
چې باران ودریږي؟
وریځې چې ولاړې سي حتما ځمه
بادونه چې ارامه سي ..
او که نه وسو ..
میلمه دې سمه
تر څو سهار راسی..
ژمنه مې وکړه
یو کال پوري مې مینه تا ته ونه ښيیم
او تر یوه کاله مې څېره پټه نکړم
ستا د وښتیانو په ځنگل کښې
او تر یوه کاله ستا د سترگو له ساحله صدف وانخلم
څنگه مې داسي احمقانه خبرې وکړې؟
په داسي حال کښې چې ستا سترگې زما پټنځای دی او زما د امن پټنځای ...
څنگه مې ځان ته اجازه ورکړه چې مرمر د تیږې په څېر احساس داغ، داغ کړم؟
په داسي حال کښې چې زما و ستا تر منځ ډوډۍ ده ... او مالگه
د شرابو شرشر ... او د کوترو ږغ
او ته د هر څه پيل
او ښکلی پای يې
ژمنه مې وکړه
چې بیرته را ونگرځم .. را وگرځیدم
چې له زړه تنگۍ و نه مرم
او مړ سوم
له ځان اوچتې ژمنې مې وکړې
له ځان سره مې څه وکړل؟
درواغ مې ویل د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل ...
 
سرچینې:

  • د گندمگون ښکلا ماته وویل 1944
  • شعرونه 1956
  • د کلیمو نقاشي 1966
  • زه یوازې یو نارینه یم او ته د ښځو قبیله یې 1993
  • زما او د شعر کیسه
  • شعر څه دی
  • شعر زرغون څراغ دی
  •  
    د لیکوال په اړه:
    ښاغلی سلیم پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې د جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست د ماستري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو د پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.