شاه امان الله خان، مډرنیټه او سیاسي میراث

په ۱۹۲۰مو کلنو کښې افغانستان په بېړه د مډرن کېدو پر خوا روان و. د هېواد رهبر (امان الله د افغانستان) او د هغه باورمنه او د سياسي پروگرامونو ملاتړه ميرمن ملکه ثريا طرزي وه. د امان الله او ملکې ثريا ظهور او زوال يوې تراجيډۍ ته پاته کېږي چې د لسیزو لپاره يې پر نړۍ خپل سيوری غوړولی پرېښود. امان الله خان متعدل او شريف شخصيت درلود؛ يو داسي شاه چې په بازارونو، هټيو او ښارونو کښې د يوه عادي او مساوي ښاروند په توگه گرځيده او ملکه ثريا د افغانستان په تاريخ کښې بې بېلگې لومړۍ میرمن او د پوهنې لومړنۍ ښځينه وزیره وه، هغه د افغانستان د تر ټولو نامتو روڼ آندي او ريفورمسټ محمود طرزي لور‌ ده. د عثماني امپراتورۍ د قلمرو په سوريې کښې زېږدلي او لويه سوې وه. ثريا يوې داسي سوريې کښې ژوند ليدلی و چې نجونو يې پر شونډو غلبه لرله او ټولنې يې په لويه کچه ږغ اوريده. هغه وخت ثريا او سوریه دواړه ښکلي ول. د افغانستان په تاریخ کښې د هغو حکمرانانو او باچاهانو شمیر هم لږ نه دی چې د اصلاحاتو او ریفورمونو په تلاښ کښې ول، او دا هم درسته ده چې شاه امان الله خان د هغو جریانونو په ځانگړې توگه « سراج الاخبار، د مشروطیت غورځنگ او روښانفکران» محصول دی چې دده د ځوانۍ او یا واک ته له رسېدو دمخه یې پر نوموړي اغیز پرېښی و. مگر له دې انکار نسي کیدلی چې یوازي شاه امان الله خان دی چې د مډرنیټي او سمونونو د بنسټگر په توگه تر ټولو ډېر وړاندي تللی. شاه امان الله ډیر څه افغانستان ته ورکړل او د هغه سیاسي میراث د پیړیو لپاره د افغاني ټولنې د پرمختگ کرښې جوړوي، امان الله نه یوازي د یوه شاه او شخص په توگه بلکې د یوه فکر او جریان په حیث افغانستان بدل کړ، ده هغه تخمونه وښیندل چې چې تر پیړیو، پیړیو وروسته به هم سر وهي او زرغونېږي به او پالل کېږي به. په راتلونکو کرښو به پر دې ولیکو چې د افغانستان لپاره د امان الله خان طرحه څه وه؟ امان الله خان څه ډول میراث پرېښود؟ او اوسنی افغان انسان او افغانستان تر کومې کچې د امان الله خان پورړوی دی؟ ویل کېږي کله چې علحضرت شاه امان الله خان او ملکې ثریا ایران ته سفر وکړ، رضاشاه پهلوي د شاه د هغه اطمینان چې پر نفس یې درلود او د هغه د خورا لوړ جرات په ځانگړې توگه د ملکې ثریا طرزي څخه زیات متاثیره سو، پر نفس دا اطمنیان بې سببه نه و، په داسي حال کښې چې رضا شاه د یوې لیري پرتې او غریبي کورنۍ څخه را ټوکیدلی و او امان الله خان په یوې سلطنتي کورنې کښې وده کړې وه او په بل تعبیر هغه په خپل طرز او بې سارې جلوې کښې یو شاه و. په داسي شرایطو کښې چې لا د رضاشاه د اهل عیال څخه څوک خبریدئ، ملکې ثریا په ازاده توگه د اروپا او آسیا د شاهانو په دربارونو او سیاسي مجالسو کښې څرگندیدله او د شاهانو په مذکراتو او خبرو اترو کښې یې په پراخه کچه گدون کاوه. پر نفس د شاه او ملکې دې ډول اعتماد د شاهۍ او تاج هاخوا نور سببونه هم درلودل، د امان الله په لاس له برتانوي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو هغه ته لا نور محبوبیت هم ورکړی و او هغه اصلاحات چې ده په نظر کښې درلودل د افغانستان لپاره یې نوی فصل پرانیستی و. خو د څو محدود کلنو په واټن پاڼې بیرته واوړېدلې، د اصلاحاتو کښتۍ په خټو و خاورو کښې پاته سوه او شاه د افغانستان پریښودلو ته اړ سو، اما ولي؟ د افغانستان لپاره د امان الله خان فکر څه و، د افغانستان لپاره د هغه طرحه او د خپلو همفکرو رضاشاه او اتاترک د طرحو سره یې چې د ایران او ترکيې لپاره یې درلودلې توپیر څه و او ولي د هغوئ په پرتله د هېواد په بدلولو کښې بریالی نه سو؟ شاه امان الله خان په داسي بحراني او د تغیر څخه په مالامال زمانې کښې واک ته ورسیدئ چې انگریزي سلطه د زوال او شوروي سیوری د راختو پر درشل گدمونه ایښودل. شاه ددې په خاطر چې د قدرتونو تر منځ توازن وساتي په راولپنډۍ کښې د انگریزانو څخه د خپلواکۍ اخستلو د مذکراتو په ورځ یې شوروي ته د حسن نیت استازي د محمود طرزي په مشوره ولېږل چې همدا په نېږدي راتلونکې کښې د امان الله پر ضد د برتانیوي کینې او غچ اخستلو بهانه جوړیده. شاه امان الله ډیر څه افغانستان ته ورکړل او د هغه سیاسي میراث د پیړیو لپاره د افغاني ټولنې د پرمختگ کرښې جوړوي، شاه امان الله نه یوازي د یوه شاه او شخص په توگه بلکې د یوه فکر او جریان په حیث افغانستان بدل کړ، ده هغه تخمونه وښیندل چې چې تر پیړیو، پیړیو وروسته به هم سر وهي او زرغونېږي به. تر هر څه لومړۍ هغه د تحول او بدلون لپاره هیله درلودل، پر پوهنې يې پام ډیر و، آن تر دې کچې چې د خپل واده لگښټ یې هم د یوه ښوونځي جوړولو ته وقف کړی و. د نوښتونو او مډرن حکومت او نظام لپاره د هغه هڅې بې ساري دي. هو، رښتیا دا امان الله و چې د رواجي او کنگل سوې ټولنې اساساتو ته یې بدلون ورکړ، مذهبي او تش په نوم روحاني ټیکه دارانو سره په مقابله کښې امان الله ځکه بریالی سو چې تر پیړیو، پیړیو پورې نسلونه د رواجي حاکم ستم او بربریت څخه خبر او پوه سول. امان الله خان یوازي باید د سیاسي خپلواکۍ په ناجي او گټونکي ونه پیژندل سي، ځکه هغه د سیاسي خپلواکۍ تر څنگ نور ډېر لوړ څه هم افغان انسان او افغانستان ته وبخښل:
 
سیاسي خپلواکي
شاه امان الله لومړنی افغان رهبر دی چې افغانستان یې په پشپړ توگه خپلواک کړ، افغانستان د خپل اختیار خاوند سو، داخلي امور او تغیرات او بهرنۍ پالیسي او سیاست یې په خپله خوښه سو، محمود طرزي، محمد ولي خان دروازي، عبدالهادي خان داوي او ثریا طرزي وکولای سول د افغاني ډيپلوماسۍ نوې بڼه وړاندي کړي، افغانستان د عزت، نوم، هویت او پیژاند څښتن سو. شاه امان الله د ۱۹۱۹د فبروري په ۲۸مې د یوې اعلامیې په ترڅ کښې د خپل حکومت د پروگرام اساسی ټکی پدې ډول وړاندې کړل: « د افغانستان دولت ، د نړۍ د نورو خپلواکو قدرتونو په شان د هیواد دننه او بهر باید آزاد او خپلواک وي او د افغانستان ملت دهیواد دننه کامله آزادي لري او د هر ډول تیري او ظلم څخه محفوظ دی او خلک یوازې د قانون اطاعت باید وکړي او بس . اجباري کار او بیگار په ټولوبرخو کښې منع او لغوه دی. زموږ حکومت به په افغانستان کښې اصلاحات راولي چه زموږ ملت او مملکت وکولی سي د نړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کښې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي. زه به د هیواد په چارو کښې مشوره د خپل کار او حکم لارښود وگرځوم»
 
اماني دولت د افغانستان لپاره د (ځوانوافغانانو د مشروطیت غورځنگ) د مرام او د علامه محمود طرزي د فکرونو څخه په الهام او پیروۍ لومړی اساسي قانون او د دولت پروگرام  تدوين کړ، چې اساسي کرښې يې په لاندې ډول دي:
الف: دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينگول؛
 
ب: د ملي حاكميت د اصل تامين او د دولت په چارو کښې دولس گډون؛
 
ج: دهیواد والي « شهروندۍ » او ټولنیزې همگرايي د اصل د تسجيل او ترويج پر مبنا د هيواد د ټولو اوسيدونکو رسمي برابري او د هیوادوالو د اساسي حقونو او آزادیو تامین؛
 
د: د مرکزیت او په هيواد کښې د وروڼو اوسيدونکو قومونو د برابري د اصل پر مبنا د هيواد او ملت یوالي،  د تجدد (مډرنیټې)  پر اساس پرمختگ او د ټولنې هراړخیزه وده، د نوي او مدرن قانون جوړونې پر اساس د سیاسي تاسیساتو، دولتي دندو او حقوقي سیستم پلي کول، د ملي اردو جوړل او د هيواد دفاعي قابليت لوړول او د افغانستان د ملي گټو پر مبنا د متوازنو نړیوالو اړیکو او خپلواک ملي سیاست پر مخ بیول. بنا پردي د اماني دولت تاسيس او د افغانستان د زمري د٢٨ د آزادۍ او خپلواکۍ بیا ترلاسه کیدل، د یوه ملی انقلاب په څیر د وروسته پاتې دودیزې ټولنې او د استبدادی نظامونو څخه، مشروطيت او دموکراسۍ او د نوی مترقي  ټولنې  ته د تيريدو او پرمختللي او ځواکمن  افغانستان آرمان ته د رسیدو په لار کښې د عطف ټکی او پیلامه گڼل کېږي.
 
اقتصادي خپلواکي او خودکفايي
شاه امان الله د خپلواکۍ په مفهوم او روح پوهېده، ځکه نو یې د ملت د پښو درونې، گيډې مړونې او کار لپاره اقتصادي پراختیا رامنځته کوله، هغه پوهیده چې یو وږی ملت هېڅکله هم نسي خپلواک کیدلی. کاغذي پيسې چې د اقتصادي جریان محرک دی ایجاد کړې، مرکزي بانک یې جوړ کړي، تجارتي محکمې یې جوړې کړې، مالیه یې ایجاد کړه او د دربار مفت خورو باندي یې د ملت او بیت المال منابع قطعه کړلې. د عبد الرحمن خان او حبیب الله خان په وخت کښې دربار نازولي ډېر ول، محمدزیو او د کابل کاکه‌گانو ته ځانگړی امتیاز او باج ورکول کيده، خو روښان امان دا ټول باطل او مردود وگرځول. ملي خزانه یې ایجاد کړه او پر اقتصادي زیربنا یې پانگونه وکړله. د حمل و نقل لپاره یې د اروگاډي کرښې جوړې او پیل کړلې. جایدادونه او شتمنۍ یې قانوني کړل. سوداگرو ته یې اسانتیاوې چمتو کړلې او له نړۍ سره افغانستان وصل سو. بل مهم ټکی دا و چې جنسي مالیه یې په پولي مالیه واړوله.
 
فکري خپلواکي
د افغان ځوان فکر لا هم مستعمره دی او موږسي قانون او نظامنامي پر اډانه یې کښې ځواب ویونکی دولت جوړول ډاډمن کړ. د عیش و عشرت حلقې  به دا استعمار ماتوو. ځکه دا یو اماني ارمان او ارزښت دی چې د هر افغان ذهن باید روښانه، اماني او ازاد وي. فکري خپلواکۍ د اصل زړه دی، امان الله د مشروطیت د غورځنگ فعال غړی و. کلونه، کلونه د امیرحبیب الله خان په دربار کښې د مشروطیت او انگریزانو څخه د خلاصون شپې رڼې کړي، انگریز ضد اکثریت سیاسي بندیان یې په پټو او ښکارو هڅو ازاد کړي، اوکلونو، کلونو لپاره یې مبارزه وکړله چې د ښکیلاک ضد بلاک په جوړولو کولو کښې له ترکیې، المان، روسيې او ایران سره په گډه انگریز فکري او درباري انحطاط او ارتجاع ته سقوط ورکړې. هغه د محمود طرزي او لومړي مشروطیت غورځنگ په مرسته بلاخره بریالي سول چې د ښکیلاک ضد ډیوې بلې وساتلی سي او کله چې امان الله خان واک ترلاسه کړ، لومړی کار یې هم د خپلواکۍ اعلانول و. شاه امان الله او اماني نهضت نه یوازي افغانستان ته خپلواکي راوړله بلکې ټولو محکمو ملتونو او پریوتو ټولنو پږیو ته د خپلواکۍ د روح زړي وښیندل. امان الله خان نه یوازي د افغانانو رهبر و بلکې د ټولو ازادي غوښتنونکو ملتونو رهبر هم و بیلگې په توگه د بخارا او لوی هند خلکو او ملتونو شاه امان الله خپل رهبر گڼئ او پورته احترام او اراده یې ورته درلودله. په اماني دوره کښې مطبوعاتو ته ډيره وده ورکول سوه او د عمومي ذهنیت په جوړولو او نوښتنونه ته د ټولنې په هڅولو او جوړولو کښې ډيره گټوره تمامه سوه.
 
هویتي خپلواکي
شاه امان الله لومړنی رهبر دی چې واړه او سولیدلی او فرسایش سوې هویتونو ته یې د پای ټکی کېښود. د مخصوص قوم برتري یې د قانون په چنگ کښې مهار کړله او د کوچینیو هویتونو جزیرې یې د یوه لوی هویت په سمندر کښې ډوبې او حل کړلې، غلامۍ یې له منځه یووړله او ټول قومونه او خلک یې د قانون له مخي مساوي کړل او شهروندي حقونه یې تعلی وگڼل. آن یوازي 700 شاوخوا غلامان یې په کابل کښې ازاد کړل او انساني ژوند ته وگرځیدل. د هزاره قوم د لومړي ځل لپاره شاه امان الله خان د عبدالرحمن خان له ظلم څخه خلاص کړ او د افغان هویت د عزت په محوطه کښې راغلل. اففانستان د نوم، شهرت، عزت او حیثیت څښتن سو، ملي بیرغ، ملي پیسې، ملي پاسپورت او ملي اساسي قانون او سفارتونه یې ودرلودل. او شاه امان الله د افغانانو هغه هیله چې زموږ ملت او مملکت وکولی سي د نړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کښې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي رښتیا کړله.
 
ولسواکي
 د لومړي ځل لپاره د ولسواکۍ څرک د شاه امان الله خان په وخت کښې څرگند سو، درباري انحصار طلسم مات سو او هر چا په نظام کښې خپل، خپل ځانونه ولیدل. په حکومت کښې د ښځو پراخ گدون ته لاره هواره سوه، حکومت او نظام د یوې ځانگړې قبیلې او کورنۍ څخه په عامو افغانانو پوري مربوط سو، که څه هم په هغه وخت کښې صدراعظم نه و خو پارلمان و او لکه مخکښې مې چې وویل د شاه امان الله دوره د ولسواکۍ پیل گڼلی سو.
 
د نظام تداوم او دولت جوړونه
په لومړي ځل شاه امان الله یوه مډرن دولت د جوړولو هڅې را پیل کړلې او قواو تفکیک یې رامنځته کړ. د قانون د حاکمیت پر اساس یې دولتداري وکړه او داخل له درباره یې اصلاحات شروع کړل، درباري انزوا یې له منځه یووړه، د عیش و عشرت حلقې یې پرې کړلې. له درباره یې تغیرات پیل کړل، سلطنت یې مشروطه کړ او د لومړني اساسي قانون او نظامنامي پر اډانه یې کښې ځواب ویونکی دولت جوړول ډاډمن کړ. یو مهم او اړین درس چې د شاه امان الله خان له دوري موږ ترلاسه کولی سو دادی چې د نظام بقا زموږ سره کرښه باید واوسي ځکه ایا که امان الله خان پاته سوی وای اوس به افغانستان په کوم حالت کښې وای، همداسي شهید ولسمشر محمد داود خان، شهید محمد موسی شفیق، شهید محمد هاشم میوندوال او قهرمان شهید ولسمشر محمد نجیب الله. زموږ لپاره د نظامونو انقطاع په ډيره لوړه بیه تمامه سوې آن دادی وگورئ سل وروسته له خپلواکي زموږ زیربینا او دولتداري مشاهده و پرتله کړئ.
 
نوښتگري او مډرنیټه
نوښتگري او مډرنيټه د شاه امان الله خان یوه قوي ستاینوم دی، نوي قوانین، ټکنالوژي، موبایل، موټر، د اورگاډي پټلۍ، مطبوعات، ښوونځي، ټولنېز اصلاحات، بشري او شهروندي حقونه او نور... د امان الله خان په وخت کښې د روښنفکرۍ جریانونه قوي سول، او د افغانستان د مدرن کولو او اصلاحاتو پروژه په قوي مرال او چټکتیا پر مخ وړله. د هغه په وخت کښې مکاتب، ورځپاڼې، جریدې او نور بیلابیل ټکنالوژي او ټولنېز نوښتونه... دلته یو نقد کېږي چې شاه امان الله د مډرنیټې ظاهري بڼې ته تر ډېره پاملرنه کوله د بیلگې ۱۹۲۷ لویه جرگه کښې ټول گډونوال اړ ول چې دریشې و غربي جامې واغوندي چې تر ډيره همدا شیوه وه چې د هغه د پرځیدلو سبب وگرځي. دلته کولی سو شاه امان الله ریفورمونه په دو زمانو کښې وویشو؛ مخکښې د اروپا تر سفر هغه د ملایانو خبرو ته غوږ نیوه او ټول اصلاحات یې د ټولنې له جوړښتونو سره همواره کول، وروسته د اروپا له سفره شاه په چټکتیا مخته تلئ او غبرگونه یې راوپارول مگر دا د غبرگونونو لپاره یوازینی دلیل نه و بلکې د اکتوبر انقلاب، د انگریزانو لاس وهني هم ډير برجسته عوامل ول. مگر ویلی سو چې آن همدا د مډرنیټې ظواهرو هم د مډرنیټې عمق او ژورو ته په رسېدو کښې مرسته کولی سول.
 
د ښځو گډون او پرمختگ
د شاه امان الله خان دوره دښځو د پرمختگ لپاره تر ټولو زرینه دوره وله. د امان الله خان دوره لومړنی حکومت و چې د لومړي ځل لپاره ښځینه وزیرې پکښې دنده ترسره کوله، د پوهنې وزیره ثریا طرزي وله. او که لږ عاطفي ووایو شاه امان الله په یوه ښځینه محیط کښې لوی سوی و، لومړی دا چې مور یې میرمن سلطان د امیر حبیب الله خان اخوا طلاق سوې وه او دې خپل تاثیر کړی و پر شاه امان الله، شاه امان الله ډېر ځوان و ۲۷ کلن و چې واک ته ورسید او له مشروطیت غورځنگ سره هم اشنا و او درېيم په ځوانۍ کښې یې له لوستې او جهان‌دیده ثریا طرزي سره یې واده وکړ چې ملکې پر شاه ډېر تاثیر وکړ او یو رومانتیک او ايډیالست شخصیت یې ودرلود؛ لږ تر لږه دا خبره د شاه امان الله خان په اړه صدق کوي چې وايي "د هر کامیاب نارینه تر شاه د یوې ښځې لاس وي" د هغه شاته هم د ملکه ثریا په څیر یوه هوښیاره، مدبره او زیرکه میرمن ولاړه وه او په ټولو پرمختیايي او مترقي برنامو کښې یې ورسره همکاري کوله. ملکه ثریا چې په شاه خانم مشهوره او د محمود طرزي لور وه په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو یې روانې خبرې کولې او د ښې مطالعې د لرلو تر څنگ یې د ښځو لپاره لومړنۍ نشریه ارشادالنسوان خپره او د ښځو د بد حالت په اړه به یې مقالې په کښې لیکلې، د نجونو لپاره یې لومړنی مکتب (مستورات) جوړ او خپله به یې په کې نجونو ته سبق ورښوده.  که افغانستان کښې د ښځو د حقونو د مبارزې تاریخ لیکل کېږي، پیل به یې له ملکه ثریا کېږي او نن چې کومې ښځینه ډاکټرانې، کاریگرې او ښوونځيو او پوهنتونونو کښې دیرش سلنه نجونې لرو د دې اساس ملکه ثریا ایښی دی، د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې او اماني اصلاحاتو ته د بیا ورگرځيدو لپاره د هغې په نقش بحث او رول ته کتنه تر بل هر وخت ضروري ده، ځکه موږ د اماني دورې له دقیقې مطالعې او تجربې وروسته په اوس وخت کې شرایطو ته په کتو د ټولنیز بدلون لپاره مناسبې لارې چارې موندلی سو. دا د افغان لومړۍ ميرمنو په تړاو نا‌اوريدل سوې وه چې ملکه دې د شاه سره په عامه توگه ليدل سوې وي، یا دې د ښځو لپاره پرمختللې مجله ولرو، یا دې ميرمنې په سیاست کښې برخه اخيستنې ته هڅول سوي وي. دا ملکه ثريا وه چې د افغان ميرمنو لپاره د هويت او تاريخ پيلامه وگرځېده! ملکې ثريا به ويل: خپلواکي په موږ ټولو پورې اړه لري او له همدې کبله يې موږ هم لمانځو. آیا تاسو فکر کوئ، چې زموږ ملت د پیل څخه بيا تر ننه یوازې د نارینه‌و خدمت ته اړتیا لري؟ ښځې هم باید پوره گډون ولري هغسي چې زموږ د ملت او د اسلام په لومړیو کلونو کښې فعاله ونډه درلوده. ملکې ثريا مرسته وکړه چې يوه ځانگړې محکمه رامنځته سي تر څو د هغو ښځو ږغ واوري چا چې طلاق اخستی وي يا د طلاق غوښتنه کوي. د قانون د پلي کېدو لپاره هغې د ښځو يو مخفي اداره رامنځته کړه تر څو پر هغو نارينه‌و څار وکړي چې د طلاق اخستلو پر وخت په ښځو زور زياتی کوي او ناوړه گټه ترې پورته کوي. د امان الله او ملکې ثريا ظهور او زوال يوې تراجيډۍ ته پاته کېږي چې د لسیزو لپاره يې پر نړۍ خپل سيوری غوړولی پرېښود.
 
پوهنه او ښوونځي
 شاه امان الله د پوهنې او معارف سره زښته ډېره مینه درلودله، ان هغه د خپل واده لگښت د یوې ښوونځی د جوړولو لپاره وقف کړ. د شاه امان الله خان په دوره کښې په سلگونه ځوانان نجونې او هلکان اروپا او اسیایي هېوادونو ته د زده کړې لپاره ولېږل. هماغه ځوانان ول چې شاه امان الله بهر ته د زده کړو لپاره لیږلي ول او په بیرته راتگ سره یې د افغانستان په ابادي او رغونه کښې نقش درلود دبیلگې په توگه غلام محمد فرهاد پاپا یو له هغو زده کوونکو و چې شاه امان الله المان ته لېږلی و او بیا دی د کابل لومړنی انتخابی ښاروال سو.
 
ټولنېز سمونونه
د شاه امان الله په مشرۍ حکومت ډیر ژر ريفورمونه او اصلاحات پيل کړل: غلامي نوره له منځه تللې، شکنجه منع ده، د ماشومانو واده منع دی، ډېر شمېر ودونه غیر قانوني دي، چادري اختیاري ده، ولور غير قانوني دی، ټول دینونه ازاد، ټول اتباع کولای سي د دولتي مامورينو د اداري فساد په هکله ږغ اوچت کړي. د بریښنا نوې فابریکې، پاخه سړکونه، د ټلیفون سیسټم، د ژورنالېزم او ساینس وده، میرمنو ته د رايو ورکولو حق، د بدل او انتقامي وژنو مخنيوی او نور... شاه امان الله خان افغانانو ته وويل: ځيني وايي چې زما نوي قوانين د قرآن سره ټکر لري. ما ستاسو څخه هيله وکړه چې ماته راسئ او په دې هکله زما سره بحث وکړئ، خو تاسو دغسې نه دي کړي. دوئ دواړو نه ماتیدونکي بې وقفې سرعت ته دوام ورکاوه، خپل هدفونه یې گړندي ترلاسه کول چې د چټکتیا دې مزل د هغه د اصلاحاتو او مډرنایزشن د پروژې ناکامۍ کښې هم رول ولوباوه.
 
نتیجه گیري:
شاه امان الله خان داسې یو دولت ملت رامنځته کاوه چې پر ملي هویت نه شلیدونکې باورمنتیا ولري او د اساسي قانون او منلي سیاسي سیستم پر اساس منظم دولت او ټولو افغانانو ته د مساوي او برابرو ښاروندوانو په حیث وکتل سي. د شاه امان الله د ښاروند-محوره ملت جوړنېتیوري د زمانې د اوښتون له څپو سره ودریدله اما هر کله چې افغاني ټولنه د انساني ژوند د جوړولو پروګرام پیلوي د هغه پروګرامونو ته به رجوع کيږي  .افغانستان لا هم د ټولنیز بدلون خورا ستر پوتنشل لري، او په داسي حال کښې چې د شاه امان الله د ژوند، حکومت او لاسته راوړنو څخه ډیر څه ترلاسه کولی سو او د سترو درسونو او تاریخي تجربو له حیثه ډير څه وړاندي کولی سي، اما زه مشخصا د زمانې اړتیا په درک کولو سره غواړم یو جوت او ستر درس یاداښت کړم: هغه مهم او اړین درس چې د شاه امان الله خان له دوري موږ ترلاسه کولی سو دادی چې د نظام بقا زموږ سره کرښه باید واوسي ځکه ایا که امان الله خان پاته سوی وای اوس به افغانستان په کوم حالت کښې وای، همداسي ولسمشر محمد داود خان، محمد موسی شفیق، محمد هاشم میوندوال او قهرمان شهید ولسمشر محمد نجیب الله د پروگرامونو لنډمهاله ژوند او پریکون او د تداوم نه شتون موږ د بدبختیو کندې ته واچولو. زموږ لپاره د نظامونو انقطاع په ډيره لوړه بیه تمامه سوې آن دادی وگورئ له خپلواکۍ سل او د شاه امان الله له مړینې شپیته کاله وروسته زموږ زیربینا او دولتداري مشاهده و پرتله کړئ.
References:
1. The Kaiser's Mission to Kabul: A Secret Expedition to Afghhanistan in Word War I . by Jules Stewart .
2. Modernization, Regression and Resistance: Amir Amanullah Khan’s Afghanistan Paperback – November 3, 2011. by M. Waseem Raja.
3. Religious Response to Social Change in Afghanistan, 1919-29 by Senzil K. Nawid
4. Fire in Afghanistan, 1914-1929 By Rhea Talley Stewart
5. Afganistan v 20--30-e gody XX v: stranit͡s︡y politicheskoĭ istorii By Viktor Grigorʹevich Korgun
6. Through Amanullah's Afghanistan. By Sorab K. H. Katrak
7. Amanullah, ex-king of Afghanistan. By Roland Wild
9. Www.britishpathe.com