
روهي(جمعه/۹ د کب)، د کینیا د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له راتلونکې میاشتې به د خره د غوښې پر کاروبار بندیز لګوي، او نور به یې قصابیو ته د ذبح کولو اجازه نه ورکوي. حکومتي شمېرې ښیي چې کینیا کې دا مهال د خرو نفوس یو اعشاریه دوه میلیونه دی د تېرې دوشنبې پر ورځ د یو شمېر کلیوالو سیمو خلکو د کرڼې د وزیر دفتر مخې ته احتجاج وکړ او غوښتنه یې کوله چې د خرو نفوس دې خوندي کړل شي.
د کینیا په ډېرو کلیوالو سیمو کې خلک د اوبو او لرګیو راوړلو لپاره خره کاروي. اوس وېره دا ده چې که د خرو نفوس همداسې کمېږي نو ښځې به اړې وي چې دا کارونه وکړي. له دې وروسته د کرڼې وزیر هغو لویو سوداګریزو قصابیو ته چې د خرو ذبحې لپاره ځانګړي شوي، امر وکړ چې په یوه میاشت کې دې دا چاره بنده کړي.