آيا ټرمپ افغانستان طالبانو ته ورتسليم کړ؟  

آيا ټرمپ افغانستان طالبانو ته ورتسليم کړ؟  
لېکوال:  مروان بیشارا
سرچينه: الجزيره
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال 
لومړۍ (برخه)


پر افغانستان د امريکا متحدو ايالتو د دوه لسيزې وړاندي پوځي بريد وروسته، امريکا دې پايلې ته رسېدلې ده چې بايد په افغانستان کې خپلې پوځي لاس وهنې پای ته ورسوي. 

امريکا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بشپړه بريا تر لاسه نه کړي او واشنګټن د پوځي لارو د افغانستان د مسالې حل پيدا نه کړ او اوس يې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو هوکړه کړې. 

د خبرو له لارې د جګړې د پای  پرېکړه له مودو روانه وه خو امريکا يې مخنيوی کولو. امريکا په دې ټېنګار کړی چې که چېرې يې په بشپړ ډول جګړه ګټلې نه ده خو وړاندې تګ يې په کې کړی دی. 

د افغانستان ګاغذونه يا Afghanistan Papers په نوم پټونو سندونو تېر کال دا په ډاګه کړه چې  امريکايي ولس ته په افغانستان کې د دوی د جګړې يو بريالی انځور وړاندې شوی وو، خو په حقيقت کې دا ډول نه وه. ۱۹۷۱ کې ويتنام کې د امريکا د جګړې په څير. هغه وخت هم د پنټاګون سندونه يا Pentagon Papers سندونه په ډاګه کړه چې د ويتنام جګړه د امريکا لپاره د بريا يوه ناشونې جګړه وه خو انځور يې بريالی وړاندې شوی وو. 

تېره مياشت دوحه کې امريکا او طالبانو د سولې هوکړې ته سره ته ورسېدل. دغه هوکړه د امريکا لپاره يوه څه د سر ټېټي او د افغان ملاتړو لپاره يې ګډوډونکې او بې ثباته کوونکې ده. 

- د طالبانو بريالۍ ماته: 
امريکا او افغان ملاتړو يې وکولی شول چې  د دوه مياشتو دننه د طالبانو رژيم له منځه يوسي. دوه کاله وروسته د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير  دونالد رامسفلد د ۲۰۰۳ کال د مې مياشتې په لومړۍ کابل کې په يوې خبري ناسته کې وويل، چې  "لوی جګړه ییز " فعالیت پای ته ورسید. 

د ۲۰۰۳ کال د مې مياشتې لومړنۍ نېټه همغه ورځ وه چې  ولسمشر جورج ډبلیو بوش په خورا بده توګه اعلان وکړ چې په عراق کې د دوی جګړه يو پای تر سره شوی پوځي ماموريت  دی. 

امريکا په کم پوځي ځواک سره القاعده په افغانستان کې ماته کړه او په ۲۰۱۱ کې يې د يادې ډلې مشر اسامه بن لادن ووژلو. خو د امريکا ټولې پوځي هڅې او سټراټيژې د طالبانو په ځپلو او ماتولو کې پاتې راغلې. امريکا د القاعده پر وړاندې خپله بريا اعلان کړه، خو طالبانو دا وويل چې د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱مې ڼېټې پر واشنګټن او نيويارک تر سره شوي بريدونو کې يې لاس نه درلود خو امريکا يې پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړه. 

افغانستان د عراق په ډول ژر د امريکا لپاره په يو سخت جګړيز دګر بدل شو. د افغانستان قومي ژوند او د طالبانو سخت دريځۍ افغانستان کې د امريکا د جګړې بريا ناشونۍ ته يوړه. 

طالبان د روانې جګړې په دويمې لسيزې کې له تېر ډېر غښتلي شول. دوی د امريکا، د هغې بهرينو ملاتړ او افغان متحدينو لپاره د جګړې بيه لوړه کړه. 

له ۱۸ کاله جګړې وروسته افغانستان کې ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان او ۱۵۰۰۰۰ افغانان ووژل شول؛ واشنګټن په وروستيو کې خپله ماته ومنله. امريکا افغان جګړې کې يو ترېيلون او د ځينو سرچينو پر وينا دوه ترېيلونه امريکايي ډالر ولګول. امريکا دا ومنله چې د نړۍ يو غښتلی هېواد چې د يوې کمزورې ډلې پر وړاندې د يو اوږدږخت  لپاره جګړه کوي؛ نو دا په خپله کمزورتيا ده. 

له ويتنام او عراق وروسته؛ افغانستان کې دغه جګړه د امريکا لپاره تر ټولو  اوږده جګړه ده چې له لاسه يې ورکوي. 

- د خپل عزت ساتل 
د افغانستان خونړۍ او ګران بيه جګړې وروسته امريکا دوه کاله وړاندې دغه پرېکړې ته ورسېده، چې طالبانو سره د جګړې پر ځای د خبرو لار غوره کړي. د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تر داسې هوکړه ده چې تر ډېره د وسله والو طالبانو شرطونه په کې درنه  وزن شوي دي. 

امريکا دوه کاله وړاندې له طالبانو وغوښتل  چې  لومړي دې له افغان حکومت سره بين الافغاني خبرې وکړي، د حکومت په ډول او د هېواد په راتلونکې دې سره وغږيږي. وروسته له هغې به امريکا او طالبان خپلو کې سره خبرې - وکړي. طالبانو د امريکا دغه غوښتنه رد کړه او وويل چې دوی د امريکا تر لاس لاندې کابل ادارې سره خبرې نه کوي او که خبرې کوي نو لومړۍ به مستقيماً له امريکا سره خبرې کوي. طالبانو شرط کېښود چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته  به طالبان  له افغان حکومت سره خبرې وکړي. 

نور بيا (دويمه برخه) ......